محمود نظری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68021
دغلطو القابو د قبرسوټي
دخبریدو نیټه : 2017-09-19

 

 


 د یوې غونډۍ دشپې ختئ یونری ږغ ژړن
 ول زه مارشال څه، نه وم ان یو جګتورن
 رتبه را کوله هره ورځ یو چپنکی ډارن
 زما کام ته یې ځان ښوده چې دی تورزن
 دا کامي لوچکان چي ما هر ورځ په ګوتو نڅوي
 هغوی دخم دننه نه ویني ګوري یوازې سربیرن
 ما کوم جهاد نه دی کړی قسم خورم قسم قسم
 یو لوی خاین وم ،ولس ته ډیر ډیر لاپزن
 ما مه وهئ اخ! نور بس ده ما مه وهئ
 زه نه وم تر نورو ډانګیانو لا ډیر خیرن
 زه خو لا وم د یو امریو خوار کلېنر
 ډیر جنرالان سوي دي چې زما لا ډیر وه ټرن
 هو خلکو! راته وکړئ هر سبا ماښام دعا
 چې خلاص سم د هرلوچک د ستایلو پمن
 دلته د درواغو شهیدانو اواتلانو بد حال دی
 زموږ نسته بیله تاسو خلکو دعاو بل ژغورن
 هر غل چې دځان لپاره زما په جنډه ځړیږي
 ماران او لړمان راځي زما دیدن ته درژن درژن
 اوس مارشال نه یم پیاده «عوض» سوی یم
 دلاسه مې ورکړی دی خپل ټول مردار وزن
 ول دخدای لپاره ما له دې غوندۍ ژر تا کړئ
 زما توبه ده چې په دنیا کی وم مارشال رخن
 هر ورځ د بدل مارشال په نوم ښه وهل خورم
 نه مي سر ګوري نه مي کونه هر یو خازن
 پوښتي په کوم نړیوال جنګ کې دي کړې جګره
 دڅو کافرو هیوادو د استخباراتو وي ستیزن
 ما ژر تا کړئ له دې د نورو د ګټي له غونډۍ
 ما خوښ دی پاک ځای چې دغصب نه وي اغزن
 ما ته د مارشال له نومه هیڅه ګټه نه رسیږي
 ګټه ځینې اخلي زما د کام هر لوچک راهزن
 خدایه اوس یې زما نوم په شهیدانو کې هم راوست
 دا کار کوم کامي خرو لوچکو کړی دی سرمغزن
 اوس نو د دروغو پاک شهید سزا هم راته ګوري
 دا کاربیا د کوم یو کامي نظاري دی پاک چخن
 ما وبښئ ا‎ې افغانانو وړونو ما وبښئ ماوبښئ
 زه وم ددې واحد ملت د نفاق ډیر لوی مختورن
...
د دې ږغو په اوریدو زه په منډه سوم
 د بادیګاردانو سره وتښتیدم زه ډارن
 په دې وطن کي بې باډیګارده څوک ویریږي
 دپتلون او پرتوګ رنګ یی سي پاک ژیړبخن
 په منډه تیر سوم له هغې درنې غونډۍ
 ما ویل شکر چي زه نه یم له هغو څخه یو ډوزن
 سهار د پاکو شهیدانو د لمانځلو لپاره جشن و
 ټول پاک شهیدان د یو کام وه نه وو په کې بل تن
 خدای دی د ناپاکو خلکو د پاکو شهیدانوله حاله ساته
 بدلو القابو مړو ته ګوری دخازن سوټې دننه د ګلخن