د شهیدانو له یوې کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68030
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-09-20

 

په پکتیکا کې د شهیدانو له هغې کورنۍ سره د اړینو خوراکي توکو مرسته وشوه چې څو ورځې وړاندې یې د کورنۍ دوه غړي د وسلوالو طالبانو له لوري شهیدان شوي وو.
وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې خاوند او ښځه هغه وخت شهیدان کړل چې روغتون ته د درملنې په موخه روان وو.
د یادو شهیدانو له کورنۍ سره د پکتیکا ولایتي ادارې له لوري نن د یو لړ خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز وايي ، له یادې کورنۍ سره یې د لومړنیو توکو مرسته ترسره کړه او په وینا یې نورې مرستې هم ورته په پام کې لري.
د ده په خبره، وسله والو طالبانو همېشه بې ګناه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان په نښه کړې او په خبره یې  چې وسلوال دا کارونه په ډېرې بې رحمۍ سره ترسره کوي.