د افغان بایللي جنګ د ختمولو وخت دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68036
ژباړن: نثار احمد صمد واصفی
دخبریدو نیټه : 2017-09-20

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : کمن ډریمز ( امریکا )
نېټه : ۵ / ۸ / ۲۰۱۷

 

خپروني ادعا کوی چی ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل جنرالان د تړلو دروازو شا ته په یوه خونه کی راغونډ کړل او پر هغوی یې په یو شاهانه انداز سره سترګي راغټی کړې چی په افغانستان ، یعنی د امریکا تر ټولو اوږد جنګ کی مات سوي دي .
ولسمشر ډیری غلطۍ لری او د شخصیت یو سرسخته قاضي دی . خو په دې کار کی بیا ځکه صحیح دی چی پوځي قوماندانانو یې د افغان بایلونکی جنګ له پاره ، چی تر ننه یې یو ټریلیون ډالره خوړلي دي ، د نورو پوځیانو او لویی بودجې غوښتنه کړې ده .
دا بدبخته جنرالان باید قطعأ و نه ترټل سی . پر دوی باندی د درو ولسمشرانو له خوا فشار اچول سوی دی تر څو د نړۍ پر بام باندی په یو چټي جنګ کی وجنګیږی چی هیڅ ستراتیژي ، دلیل یا هدف پکښی نسته ، او هغه هم په یو محدود پوځ سره . خو د دې سره سره هغوی په سپکو وسلو د سمبالو مسلمانو قبایلو له خوا خپل شکست نه مني .
دا خو یو سپین حقیقت دی چی جورج بوش د سپټمبر د یوولسمی د تحقیرونکې حملې په انتقام کی د دې له پاره چی یو هدف ولری ، امریکا ناحقه افغان جنګ ته ټېل وهله . د دې پر ځای چی د امریکا تحت الحمایه هیواد یعنی سعودي عربستان یې متهم کړی وای چی حقیقتأ هم په دې حملو کی دخیل و ، بوش برعکس لیری خو ستراتیژیک افغانستان ته مخ کړ او د اسامه بن لادن د تور دېب غوندی یوه قصه یې راته جوړه کړه . خو دا دی نن شپاړس کاله وروسته بیا هم امریکا د هندوکش په غرونو کی ، چی تاریخ یې په حقه سره « د امپراتوریو قبرستان » بولی ، تش سیوری تعقیبوي .
پر افغانستان باندی د امریکا یرغل پر هغه ناثابته ادعا باندی ولاړ دی چی وایی کمونسټي ضد اسامه بن لادن د سپټمبر د یوولسمی د حملې مسؤل دی . موږ آن تر ننه په دې اړه د قاطع او نهایی شواهدو لیدو ته منتظر یو . تر نن پوری خو غلط او ساختګي شواهد او جعلي ویډیوګاني راښکاره کړای سوي دي چی هغه هم د بن لادن دښمنانو یعنی افغاني کمونیسټانو او د هغوی د شمال اییتلاف مخدره ییز کاروباریانوایجاد او خپاره کړي دي .
لکه ما چی د جنوبي آسیا په هکله په خپلو کتابونو کی لیکلی دي ، په افغانستان کی په اصطلاح « تروریسټي روزنیز کېمپونه » په اصل کی د هندوستان څخه د هغو کشمیري آزادۍ غوښتونکو ډلو له پاره وو چی پاکساني استخباراتو مخته وړل .
د ښیً لاسو امریکایی خپرونو دغه ادعا چټیات دي چی وایی که د افغانستان څخه ۹۸۰۰ امریکایی پوځیان راووځی نو دا ټاټوبی به یو جهادي سنګر سی . د سپټمبر د یوولسمی حمله خو په جرمني ، هسپانیه او فلوریډا کی طرح او د دغو ځایونو څخه پلې کړای سوه ، نه له افغانستان څخه . هغوی له هري خوا څخه دلته راتللای سول .
نن تر شپاړسو کالو وروسته امریکایی پوځ او د هغوی افغاني اجیر پوځیان په دې کی ناکامه سوي دي چی د افغانستان د پښتني قبایلو مقاومت ، یعنی طالبان مات کړی . په اصل کی د طالبانو دا مقاومت نن لږ تر لږه نیمایی افغانستان کنټرولوي او امریکایی او حکومتي پوځیان یې د ځان سره تړلي دي .
د امریکا له خوا نصب کړی « ولسمشر » اشرف غنی په څرګنده په طاقت پوری تړل سوی دی . امریکا چی د افغانستان پر مختلفو برخو کوم کنټرول لری ، هغه د امریکا هوایی ځواک او د سمندري ځواکونو هوایی ځواک دی . امریکایی جنګي الوتکي د افغانستان ، قطر او په سمندر کی د ولاړو لویو جنګي بیړیو څخه څلیرویشت ساعته د افغانستان فضا کنټرولوي او که پر امریکایی او افغاني ځمکنیو واحدونو برید وسی ، نو په څو دقیقو کی به ځواب ورکړی . هیڅ کوم بل هیواد دغسی نسي کولای ، یا دا چی ستر مصارف به کوي . وګورئ کوم تیل چی د کراچي څخه د خیبر له خوا افغانستان ته راوړل کیږی ، یو ګیلن یې په څلور سوه ډالره تمامیږی . د « اوي یشن ویک » مقتدره مجله راپور ورکوي چی د عراق او سوریې په مرکزونو کی د امریکایی جنګي الوتکو  فقط یو مأموریت شپږ لکه ( ۶۰۰۰۰۰ ) ډلره مصرف لری . خو په افغانستان کی حتی له دې نه هم ډیر دی .
نو په افغانستان کی به د امریکا د څلیرویشت ساعته چمتو هوایی ځواک څخه پرته امریکایی پوځیان ډیر ژر له سترګو نهام او پر میدان پاته سی څو چی وروسته به شړل کیږی . دا بلکل هغه څه دي چی برتانویانو او شورویانو ته ورپیښ سوي وو چی  غوښتل یې پر آزادۍ مین پښتانه ، یعنی د افغانستان تر ټولو لوی قوم دړي وړي کړی خو ناکام سول .
 امریکا د نوو مفکورو د لرلو څخه پرته لګیا ده په افغانستان کی خپلی غلطۍ تکراروي ، یعنی : د افغاني ټولنی تر ټولو بدو او فاسدو عناصرو سره لاس تر غاړې ده ؛ پر شکنجو او وژنو باندی سترګی پټوي ؛ د مخدره موادو د کاروباریانو  پر لویو قومي مشرانو باندی تکیه ده او نور .
ملګري ملتونه راپور ورکوي چی د تریاکو ( چی هیرویًین ورڅخه جوړیږی ) صادرات تیر کال دوه چنده سول . د افغانستان د خراب اقتصاد لویه برخه پر تریاکو او چرسو باندی ولاړه ده . په دې حساب امریکا نن په نړۍ کی د تریاکو او مورفینو د تر ټولو غټ تولیدونکی بېس ویاړمنه څښتنه ده . که د مخدره موادو کاروبار بند سی نو د کابل حکومت او د هغه جنګسالاران به ونړیږی . په حیرانتیا سره باید ووایو چی کله طالبان د سپټمبر تر حملې مخکی پر افغانستان باندی واکمن وو ، د مخدره موادو تجارت تقریبأ ختم سوی و . خو موږ او تاسی به دغه خبر هیڅکله په بې مزه او اهلي امریکایی خپرونو کی و نه لولو .
نن د امریکایی استعمار جنرالان د ټرمپ څخه څلور زره نور پوځیان هم غواړي . د پوځي ساینس اساسي قانون د پوځیانو لوی تمرکز دی . نو د لږ شمیر پوځیانو شتون یوه احمقانه ستراتیژي ده .
په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو اصلي وظیفه دا ده چی د ستراتیژیکي بګرام او کندهار هوایی اډې او په کابل کی د امریکا تعمیرونه وساتي .
نن سخت دریځي ښیً لاسي جمهوریت غوښتونکي یو ډیر غلط وړاندیز رامخته کوی چی له مخي یې دا جګړه یو امریکایی اجیر پوځي جوړښتون ته د قرارداد پر اساس ورسپاري چی په کابل کی به د یو استعماري نایب السلطنه ( وایسرا ) له خوا رهبري کیږی ، یعنی د ملکې ویکټوریا سیورئ . هو ، نو څوک به دا اوسپنیزې خولۍ ګانی ماتی کړی .
ټرمپ وړاندیز کړی دی چی پر پاکستان ، چین او هند باندی د دې جګړې د ختمولو فشار واچوی . څومره پوچه مفکوره . ځکه ، افغانستان د پاکستان له پاره یو خون شریک ورور او یوه ستراتیژیکي سیمه ده . چین بیا پلان لری چی د کانونو څخه ډک افغانستان د تبت غوندی خپل یو تحت الحمایه کړی . هند بیا غواړی چی د افغانستان په خپلولو سره پر پاکستان  باندی د شا له خوا حمله وکړی . د چین او هندوستان پوځونه په هیمالیا کی یو بل ته مخامخ د تیارسیً په حال کی پراته دي .
ټرمپ باید په یو بهتر فکر سره بهتر رول ولوبوي . د دې اووه لس کلن جنګ له پاره زما حل لاره دا ده : دئ باید د شوروي د زړه ور مشر میخایل ګورباچف د کړني مثال سي . هغه خپل افغان جنګ نه ګټونکی وباله ، او خپلو خښمیدلو جنرالانو ته یې ویلی وو چی خوله مو بنده کړئ . څو چی سور پوځ ته یې امر وکړ چی د افغانستان د جنګ څخه راووځی .