مالیه ورکوونکو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه د اړیکو مرکز پرانیستل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68037
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-09-26

د مالیې وزارت عوایدو لوی ریاست له لوري نن د تلې میاشتې په ۴ مه نېټه مالیه ورکوونکو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه د اړیکو مرکز (Call Center) د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ، خصوصي سکټور استازو، بهرنیو مرسته کوونکو، د عوایدو ریاست یو شمېر کارکوونکو او رسنیو په وړاندي په یوه خبرې ناسته کې پرانیستل شو.

یاد مرکز چې مالیه ورکوونکو ته به غوره خدمتونه وړاندي کوي، د هغوی ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه به هره ورځ د سهار له ۸ بجو د مازدیګر تر ۵ پنځو بجو اورېدل کېږي او د ۴۸ ساعتونو  به لوړو مقامونو سره به شریکېږي. دغه مرکز په عصري او نوې ټیکنالوژۍ د د امریکا محتده ایالیتونو پراختیایې نړیوالې ادارې (USAID) په مالي مرسته جوړ شوی او مسلکي کسان په دندو په کې ګمارل شوي دي.
د د امریکا محتده ایالیتونو پراختیایې نړیوالې ادارې (USAID) استازې ښاغلي پاول سیسک وویل، چې مالیه ورکوونکو ته عامه پوهاوی ډېر اړین دی او دا مرکز یې ښه لاسته راوړنه ده، چې یو اصلاحي اړخ لري.
د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرست ښاغلي خان جان الکوزي، وویل: د حکومت په کچه مالیې وزارت ښه ځلېدلی، دا مرکز د سوداګرو او خصوصي سکټور لپاره ښه زیرې دی. نوموړي زیاته کړه څومره چې تخنیکي برخه پیاوړې کېږي، د فساد کچه را ټیټېږی او موږ له مالیې وزارت سره په دې برخه کې تل همکار یو.

د یادونې وړ ده چې، مالیه ورکوونکي کولی شي، لاندې شمېرو له لارې خپل وړاندیزونه، شکایتونه او غوښتنې ثبت کړي. ۰۷۵۵۸۴۰۱۱۱- ۰۷۵۵۸۴۰۱۱۲-۰۷۵۵۸۴۰۱۱۳- ۰۷۵۵۸۴۰۱۱۴