آيا نثر نوی تعريف نه غواړي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68043
سيدنظيم سيدي
دخبریدو نیټه : 2017-09-25

 

 وړاندې تر دې چې د نثر پر تعریفونو او چوکاټونو وغږېږم غواړم د نثر په اړه یوه ټوکه ووایم:
وايي په کوم صنف کې د ادبیاتو استاد له کوم زده کوونکي څخه پوښتنه کړې وه، چې نظم تعریف کړي، هغه هم په ډېرې مېړانې په ماشومانه انداز ورته ویلي دي نظم هغه دی چې خوږ وي، سندره وي او انسان ترې خوند واخلي، یعنې زموږ غوندې ساده روانې خبرې نه وي، د مرغلرو غوندې په تارونو کې اچول شوې وي.
استاد ورته افرین ووایه او ورته يې وویل، نظم یعنې وزن او قافیه لرونکې وینا، داسې وینا چې له عادي خبرو سره فرق ولري او لوستونکی ترې خوند واخلي، یعنې داسې فکر وکړئ، چې تاسې ډېر زیات قیمتي کاڼي او غمي لرئ، خو دغه قیمتي کاڼي خواره واره پراته دي د دې لپاره چې تاسې خپله سلیقه او ذوق په کې شامل کړی وي، نو هغه منظم په یو تار کې سره پيئ او نندارې ته يې وړاندې کوئ، دقیقاً همدغه پیل یا یوځای کول يې نظم دی.
استاد له خپلو خبرو وروسته بل زده کوونکي ته ګوته ونیوله او له هغه يې د نثر د تعریف پوښتنه وکړه، خو زده کوونکو همداسې ګونګه خوله پاتې شو، استاد د دې لپاره چې له زده کوونکي سره مرسته کړې وي پر هغه يې د نظم تعریف تکرار کړ او ورته يې وویل د نظم مخالف یا سرچپه خبرې نثر دی؛ خو زده کوونکی بیا هم پوه نه شو، استاد د خپلې مهربانۍ له مخې ورته وویل: دا ته چې له خپلې مور جانې او پلار جان سره خبرې کوې او یا دلته له موږ سره خبرې کوې دا ټول نثر دی.
زده کوونکو حیران پاتې شو، له استاده يې وپوښتل ایا زه چې له ملګرو او ټولګیوالو سره خبرې کوم دا هم نثر دی؟
 استاد د هو ځواب ورکړ، خو وړاندې تر دې چې استاد خپله خبره نوره هم واضیح کړي زده کوونکي په ډېر تعجب او په لوړ اواز وویل: ولا زه خو بیا ډېر لایق یم، دا لس کاله وشول چې زه په نثر خبرې کوم او تاسې لا خبر نه یاست؟
 رښتیا هم د نظم او نثر چوکاټي او فورمولټي تعریفونه زموږ په ذهن کې تلپاتې نه وي او نه يې په اړه پوره معلومات ورکولی شو، ځکه موږ زده کړې وي چې:
 "نظم په لغت کې د ملغلرو پيېلو ته وايي او په اصطلاح کې هر هغه معنا دار کلام چې وزن او اهنګ ولري، نظم يې بولي". (۱)
یا: "د نظم اصطلاح معمولاً د نثر په مقابل کې استعمالېږي، په لغت کې د ملغلرو پيېلو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې موزون او قافیه وال وي". (۲)
اوس نو کوچنی زده کوونکی د مرغلرې په معنوي ارزښت نه پوهېږي، چې مرغلره څه شی ده، که چېرې يې ته ور وپېژنې چې قیمتي ډبره ده، نو هغه ته يې یوازې مادي ارزښت جوت شو، خو که په کوم مجلس کې د چا له خولې واوري، چې فلانی ډېر شمارلې، د کار او قیمتي خبرې کوي، نو دی له ځان سره مسکی شي او په ماشومانه انداز ووايي، چې قیمتي خو یوازې مرغلره ده چې ډېرې زیاتې پیسې کوي او زما د لوبو ټول وسایل پرې اخیستل کېږي، خبره به څه قیمتي وي؟
 ځکه موږ د مرغلرو په پیېلو هېڅکله متعلم خبر نه کړ او نه مو د پورتني استاد په څېر ټولې عادي خبرې ورته د نثر په نامه ور وپېژندې او همدا علت دی، چې تر ډېره د زده کوونکي په ذهن کې پوښتنې پسې پوښتنې پیدا کېږي، خو که استاد ورته وویل، چې ستا ټولې خبرې نثر دي، نو زده کوونکی په یوې کې بلې ته متوجه کېږي او له ځان سره وايي چې ایا د مور و پلار خبرې مې هم نثر دي؟
 که چېرې يې بیا هم د هو ځواب وموند، نو بیا هم پوښتي چې هغوی خو نالوستي دي څنګه د هغوی خبرې هم نثر کېدلی شي؟
 دلته دی چې زده کوونکی له یوې اصلاحي او پرمختګیزې ننګونې سره مخامخ شو او د دغې پوښتنې د ځواب لپاره هم استاد پوښتي او هم ښايي د برخې څانګوال، خو که وچ کلک تعریف چې پورته وړاندې شو پرې ومنو او یا ورته ووایو چې نثر:
نثر په اصل کې عربي کلمه ده، چې معنا يې شیندل (تیتول) او خواره کول دي او په اصطلاح کې هغې وینا یا لیکنې ته نثر وايي، چې وزن او قافیه ونه لري (۳)؛ نو بیا مو هم ورته د سوالیو پسې سوالیو بوجۍ ور خطا کړې او دی ښايي تر ډېره د قرآن ایتونو غوندې دغه تعریفونه زده کړي، خو له معنا او مفهوم يې لاس وینځلی بویه، ځکه هغه ته لومړی همدا خبره د پوښتنې وړ ده چې نثر له عربي څخه راغلې، نو موږ يې څنګه وایو یا خو هغه څوک چې په عربي پوهېږي هغوی نثر وايي او یا هم کومه بله بلا ده چې لا پرې پوه نه یم، بیا بله پوښتنه دا پوښتي، چې دا تیتول او شیندل څنګه وي، ایا زه چې هره ورځ په کور کې خپل کتابونه یا هم د لوبې وسایل، لکه جنجالک او بالونه شیندم دا هم نثر دی، که چېرې د هوا ځواب ومومي، نو پوه شه چې موږ له دغه ماشومه داسې ورانکاری او د اور لمبه جوړه کړه، چې هېڅکله به د کور بالښتونه او توشکونه پر ځای ونه وینې او که چېرې ځواب نه وي، نو بیا ورته هم استاد او هم د نثر لیکوونکی درواغجن ښکاري، خو په لومړنیو ټولګیو کې استاد ځکه درواغجن بولي، چې هغوی لا په دې نزاکتونو پوه نه وي چې دا کتابونه د کوم وزارت د ریاست د غړو له خوا لیکل کېږي، فکر کوي چې که دی او که نه هر څه يې معلم یا استاد دی او له ماشومانو تر دې اوچته تمه هم سمه نه ده.
په هر حال! که دا پوښتنه يې هم ور ځواب شي، چې د مرغلرو شیندل دي، نو بیا يې دا پوښتنه څنګه ور ځوابوې چې په اصطلاح کې نثر هغه وینا یا کلام دی چې قافیه وال نه وي او ځینې خلک خو دا هم وايي چې د وزن او قافيې له قیده خلاص وي، که چېرې دا ومنو چې نثر د وزن له قیده خلاص وي، نو بیا مو په ټولو هنري نثرونو، لکه ادبي ټوټې، منثور شعر او داسې نورو د بطلان کرښه را کاږلې ده او په حقیقي معنا مو په یوې ننګونې کې بله پیدا کړې او که هدف همدا وي، چې وزن لري نو بیا هم زده کوونکي ته پوښتنې پسې پوښتنې پیدا کېږي.
ښايي دا او دې ته ورته ډېرې پوښتنې د زده کوونکو او آن محصلینو په ذهن کې پیدا شي، خو زما په نظر زموږ تعلیمي او تحصلي نصابونو تر اوسه پورې ورته یا ځواب نه دی موندلی او یا يې ورته ځیرنه نه ده کړې چې له امله يې تر اوسه له دغې مسئلې سره لاس و ګرېوان یو، خو که هم د خپلو نصاب په کتابونو او هم د استادانو په ټاکلو کې دقت وکړو ښايي تر ډېره دغه پوښتنې ځواب شي، ځکه زده کوونکی د تنکی لښتې مثال لري او چې کومې خوا ته يې تاووې هماغسې تاوېږي، د نړۍ په هېڅ نصاب کې به تاسې د توپ او تیارۍ په اړه خبرې ونه مومئ او نه به د ټوپک، مرمۍ، کمونیست او دې ته ورته الفاظ پیدا کړئ، خو له بده مرغه موږ په خپلو نصابونو کې دا خبرې ټولې تجربه کړې.
د بهر تللو څېړونکو او فرهنګیانو په وینا کله چې تاسې بهرنیو هېوادونو ته د کوم ورکشاپ او یا بل تعليمي پروګرام لپاره ځئ، نو لومړنی کار چې درته کوي هغه د هماغه هېواد له کلتور، فرهنګ او ټولنیزو چارو سره ستاسې بلتیا ده او په لومړیو کې تاسې ته د خپل هېواد کلتوري ښېګڼې او بد ګڼې په ګوته کوي، چې کوم کارونه ښه دي او کوم بد، څه کول په کار دي او څه نه، د امریکې هېواد یو قانون دا دی که ستا بيړه وي پلی روان يې او غواړې چې له چا مخکې شې او یا هم له مخالف لوري درباندې څوک راشي، نو ته به ښي اړخ ته ځې او هغه به چپ اړخ ته، خو که پر عکس لاړې نو ټول درباندې پوهېږي، چې ته پردۍ یا د بل هېواد انسان يې، چې په اصل کې دا د اسلامي اخلاقو قانون دی، خو له بده مرغه موږ لا تر اوسه پورې په خپل هېواد کې پردي څه چې د ټولنې اخلالګر او بد اخلاقه کسان ونه موندای شول، پردي خو لا پر ځای پرېږده، نو که خبره د نثر اړخ ته را ټوله کړو، زما په نظر اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د نثر او نظم په تعریفونو کې بدلون راشي، خو مشخص غواړم په نثر خبرې وکړم، ځکه موږ د نثر په تعریفونو کې لولو:
 "نثر هغه عبارت ته وایي، چې منظوم نه وي؛ یعنې ګډوډ، خور وراو دانه وانه. (پښتوـ پښتو تشریحي قاموس، څلورم ټوک، ۲۹۴۵ مخ)، البته له ګډوډ څخه يې موخه نااوډني نه ده؛ بلکې هغه خوند او کیف، چې په نظم کې را ټول شوی په نثر کې په شیندلي او خوره وره بڼه پروت وي. "(۴)
په دې تعریف کې لولو چې نثر منظوم نه وي او خور ور وي، له خور ور څخه موخه د مرغلرو د دانو یا د هنري ترکیبونو خورښت دی، خو که چېرې هنري ترکیبونه څنګ پر څنګ راشي، نو بیا؟
 اجمل ښکلی چې د پوهنتون استاد دی او له نویو تجربو با خبره ځوان دی په دې تعریف کې یو څه ستونزې ویني او وايي: »د روان او عام فهمه لیک په لړ کې، چې د لیک کوم توکی په استعمال را وستی شي، هغه نثر دی«. (۵)
نوموړی لږ تر لږه دا جرئت کوي چې د نثر له ټاکل شوو او معیاري شوو تعریفونو څخه عدول وکړي او یوه بیله خبره وکړي، ځکه پخوانیو به ویل چې نثر په لغت کې شنیدلو ته وايي او په اصطلاح کې هغه هنري کلام ته وايي چې وزن او قافیه ونه لري، خو دا هغه تعریف دی چې ښايي اوس تر ډېره د منلو وړ نه وي او د هرې خبرې لپاره يې سړی دلایل وتراشي.
استاد ښکلی چې کوم تعریف ټاکي نو هغه ورته دلایل لري او د دغو دلایلو د تراشو لپاره د زړو تعریفونو په اړه پوښتي چې که چېرې په نثري لیکنه کې قافیه نه وي او وزن وي ایا بیا هم نثر دی؟ په داسې حال کې چې وزن لرونکی کلام نن سبا د ازاد نظم یا شعر په نامه یادېږي، همدا رنګه نوموړی زیاتوي، ځینې نثرونه داسې دي چې په جملو کې يې د قافیې التزام وي او د نوې زمانې د ازاد نظم په څېر د وزن خیال هم ساتلای شي، خو که پورته تعریف ورته د کاڼې کرښه وګرځو، نو بیا يې باید د نثر په چوکاټ کې مطالعه نه کړو.
نوموړی د خپلې خبرې د وضاحت لپاره ډېر ښه دلیل لري او وايي: په نظم او نثر کې څرګند توپیر دا دی چې په نظم کې یو قسم تال یا ریتم وي، یعنې کوم وخت چې د منظوم کلام د یوې جملې یا مسرې تجزیه یا تقطیع وکړای شي، نو د لفظونو د سیلابونو په ویلو کې چې کوم توازن، نظم او ضبط یا ترکیب او بندوبست وي هغه په نثر کې نه وي او دا خبره د دې لامل کېږي چې ووایو نثر تر څه حده د نظم ضد وي؛ خو کلي حکم نه کوي او نه يې بشپړ ضد بولي، په داسې حال کې چې موږ نن سبا نظم د نثر مخالف او نثر د نظم مخالف بولو؛ خو که باریکیو ته يې ځېرنه وکړو، نو بیا د استاد ښکلي خبره مو زړه ته لوېږي. په دې معنا همدغه هنري والی او زړه راښکون يې دی چې نثر يې هنري کړی او له نورو نثرونو يې جلا کړی دی.
زما په نظر ادب چې ډېر نازک، لطیف او باریک بحث دی په کې مطلق حکمونه ډېر ځای نه لري او نه دا سمه خبره ده چې ووایو نثر د نظم خلاف دی او یا نظم د نثر خلاف، ځکه د ارواپوهنې له مخې هره مخالفه پدیده له بلې ښکارندې سره په یو ځای کې د وصل ټکی لري او دغه د وصل ټکی د دې لامل کېږي چې مخالفې پدیدې مشترکات پیدا کاندي، خو دغه مشترکات پیدا کول ایا همدومره اسانه دي، لکه څومره يې چې مخالفتونه جوت دي؟
 دا هغه پوښتنه ده چې له لومړیو انسان ورسره لاس و ګرېوان وي او د یو فشار له امله مجبوراً تعریفونه د قرآن د تورو په بڼه له یادو زده کوي، خو په معنا يې ځان نه پوهوي او یا يې څوک ورته د پوهېدنې ځواک نه لري، خو ځیرک ماشومان او لویان بیا دغه ډول خارښتي مسایلو پسې ګرځي او تر هغې يې ورته ځان ډډ کړی وي، ترڅو چې هم يې مشترکات پیدا کاندي او هم په کې ځان ملا کړي.
دقیقاً نظم او نثر هم همداسې مشترکات لري او دغه مشترکات يې د وزن پر شتون سربېره په هنري ترکیبونو کې هم دی، په دې معنا موږ ډېر ځله داسې نثرونه لولو چې تر شعر ترې زیات خوند اخلو او تر هغې کتاب یا لیکنه له مخې نه لرې کوو چې ترڅو مو بشپړ لوستی نه وي، زه به په دې ځای کې یواځې د لنډې کیسې، ادبي ټوټې، ناول، ډرامې او دې ته ورته کیسه ییزو ژانرونو یادونه نه کوم، بلکې زه غواړم د اجمل ښکلي، ډاکټر احسان الله درمل، اسدالله غضنفر او په لږ پخوانیو کې د استاد ګل پاچا الفت او ځینو نورو ښاغلو یادونه وکړه چې آن ساده لیکنې يې هم دومره هنري کشش او جذابیت لري چې سړی يې په لوستلو نه مړيږي، نو که تعریف دا وي چې مرغلرې په نثر کې تیتې یا شیندل شوي، نو بیا خو یوه یوه پیدا کول غواړي او دغه پیدا کول ښايي ډېر ځله د لوستونکي د زړه تورۍ لامل هم شي، ځکه پخوانیو د لوستلو او مطالعې لپاره کافي وخت لاره، خو اوسنۍ زمانه چې د مصروفخېلو زمانه ده او ټول عمر يې د ټکنالوژۍ وزرونه کلک کړي څنګه به وکولای شي د یو لیکوال اوږدې پړپړې یوازې په دې نیامت چې ګواکې شیندل شوې مرغلرې په کې پیدا کړي ولولي، خو که پورته یاد ښاغلي نثر لیکي او څنګ پر څنګ ورته مرغلرې ږدي، نو بیا يې د شعرستان په څېر اوږدې قصیدې هم خلک لوستی شي چې دغه حوصله د نثر ټاکل شوي تعریفونه ټول ماتوي او نوي تعریفونه غواړي او دغه نوي تعریفونو خورا ډېرې ګټې هم لري، لومړی خو دا موږ کولای شو خپل ماشوم په دې مکلف ونه بولو چې ته هرومرو زموږ د تعریف الفاظ زده کړه یا د نثر په اړه هغه هنرونه زده کړه چې ته يې لا درک کولی هم نه شې، خو که د پورتني استاد په څېر ماشوم ته دا قناعت ورکړو چې ستا ټولې خبرې نثر دي، نو وړاندې تر دې چې زه ورته د هنر قید په مخ کې کېږدم هغه سم له واره وايي چې ما لس کاله نثر ویلی او دغه زیری تر خپل مور و پلاره هم رسولی شي او چې د خبرې په جوش کې راغی، خوند يې ترې واخیست او په ماشومانه ادراک يې دا درک کړه چې د ده ټولې خبرې نثر دي، خو په څنګ کې يې نثر د ښو او خوندورو الفاظو پیدا کول هم دي، نو بیا ماشوم د موضوع باریکۍ ته ځیر کېږي او ځوان هنري څېړونکی به بیا دا خبره نه وايي چې له ډېرو تکالیفو او ستونزو له ګاللو څخه وروسته مې له نیکه مرغه خپل اثر بشپړ او ستاسې تر لاسونو در وساوه چې اوس يې تاسې د لوستلو شاهدان یاست، بلکې د ډاکټر درمل په څېر به لیکي چې زما دغه تجربې ستاسې لاسونه ښکلوي.
د لاس ښکلول هغه ترکیب دی چې له لوستلو يې سړی خوند اخلي او لوستونکي ته دا احساس ورکوي چې دغه لیکوال څومره نېک، با ذوقه او د ښو اخلاقو خاوند دی، ځکه زموږ په ټولنه کې ډېر ځله له لیکوال یا څېړونکي څخه زموږ تمه دا هم وي چې یاد سړی دې باید د یو ښه لیکوال ترڅنګ یو نېک انسان هم وي، لمانځي دې هم وي او د امکاناتو په صورت کې دې حج هم وکړي، باید ږیره هم ولري او په سنتونو برابر وي، میلمه چې راځي په ټوله معنا دې خپلو کتابونو ته لته ورکړي او د مېلمه په خدمت دې ځان بلند کا.
خو ایا د دغو ټولو غوښتنو او ځانګړنو شتون حتمي دی؟ او که چېرې کوم لیکوال دغه ځانګړنې یوه هم ونه لري، نو هغه ښه لیکوال نه دی اویا يې اخلاق خراب دي؟
 دا هغه څه دي چې موږ له ځان سره انځور کړي، خو نور هېوادونه او څېړونکي بیا دا کیسې ډېرې نه وايي هغوی ته د شکسپیر ډرامې ارزښت لري په دې پسې نه دي چې شکسپیر د غرب په کوڅو کې له څومره نجونو سره جنسي اړیکې پاللې.
په هر حال! زما له خورو ورو خبرو څخه هدف دا دی چې نثر ساده خبرو ته وايي، خو په ساده وو ګې باید ګلدارې ولټو او که شونې وي د عاطفې، احساس، تخیل او ظرافت مارغه پرې والوزو، نو بیا مو ډیلی فتح کړی او که نه وي، نو د پریانو ژبه نه ده.
البته ډېر ځله داسې هم وي چې ځینې نثرونه لوستونکی یا اورېدونکی نه شي قانع کولای، خو لیکوال يې د قناعت لپاره له احساس، درک او عاطفې کار اخلي او دغه عاطفه ډېر ځله هوښیار او حوصله من خلک هم پرېکړې کولو او احساساتي کېدلو ته اړ باسي چې دا د هنري نثر او ادیب لوی کمال دی؛ نو که د دې خبرې منلو ته چمتو یو بیا نو پورته تعریف کې باید څه زیاتونې او کمونې وکړو او نثر یوازې له وزن او قافیې څخه ازاده وینا ونه بولو، بلکې احساسي، عاطفي او تر ټولو مهمه خبره مخیله يې وبولو؛ خو په دې پېژند کې باید دا تېروتنه ونه کړو چې دا تعریف ټولو نثرونو ته ومنو؛ ځکه نثر پر هنري برخې سربېره علمي، معلوماتي، تاریخي او داسې نور ډولونه هم لري چې په هغو کې د هنر تومنه ور اچول د مستو پر ځای اکاړه جوړوي چې نه به يې نوم وي او نه به يې خوند.
ښايي دلته دا پوښتنه هم پیدا شي چې خبره ډېره اوږده شوه، خو نتیجه څه وه؟
 اصلي خبره دا ده چې نثر نوی تعریف غواړي زاړه چوکاټونه يې مات شوي، زړې کیسې يې اوس د منلو وړ نه دي، ځکه له یوې خوا ټولنه په ډېره بېړه د پرمختګ خواته روانه ده او له بلې خوا زړو تعریفونو موږ ته ننګونې او ستونزې پیدا کړي او دغه ستونزې تر اوسه پورې د دې لامل دي چې موږ په ټوله معنا د نثر په تعریف نه یو پوه یوازې مو په الفاظو يې ځان پوه کړی او پر معنا يې نه پوهېږي. البته موخه مې ټول نه دي، بنیاد یا بنسټ یادوم چې هغه له ښوونځي نه پیل کېږي او همداسې تر موږ پورې را رسي، نو که زما په زړه وي د وړاندیز په توګه وایم: نثر هغه وینا یا لیکنه ده چې هنري ارزښت يې کوم قید و شرط نه لري؛ خو د وزن له قیده به هرومرو ازاده وي. کله چې وایم وینا یا لیکنه ده دواړه اړخونه جوت شول، ځکه خبرې کول هم نثر دی او لیکل یې هم، خو دا چې هنري ارزښت قید ورسره نه وضع کوو هغه هم ځانته دلایل لري په دې معنا نثر یوازې د ادبیاتو لیکل نه دي، بلکې د نثر کلمه د نورو علومو لپاره هم کارېږي او په ټولنیزو او طبیعي علومو کې ډېر ځله د هنر کلمې کارول پر علم له ملنډې وهلو پرته بله معنا نه لري، خو په ادبیاتو کې بیا د دغه قید شتون بې له شکه نثر ته ښکلا او ځلا بخښي، خو په ټینګار يې وایم چې دا یو بشپړ پېژند نه دی، بلکې وړاندیز دی او ښايي دغه وړاندیز هم خپلې ستونزې ولري، خو زما موخه له دغه وړاندیز څخه دا وه چې که وکولای شم د نوو تعریفونو لپاره لار پرانیزم او ښايي په ډېر داسې ښاغلي پیدا شي چې زما خبره نقد کړي او یا يې د پلوۍ ترڅنګ نوې خبرې په کې ور زیاتې او کمې کړي، خو ما یوازې وړاندیز وکړ او بس او د وړاندیز لپاره مې دلایل د ولس ښېرازي او ورته د اسانتیاوو راوستل او د نوي عصر د نوو پدیدو شتون دی چې له بده مرغه وخت پر وخت راته وخت وژني.
که د نثر له پېژنده را تېر شو او په نورو برخو يې خبرې وکړو، نو ځینې ادبپوهان د نثر په اړه وايي چې نثر په ټوله کې په درې ډوله دي، خو ځینې بیا له دغه وېش سره همغږي نه دي او وايي چې نثر په ټوله کې په شپږ ډوله دی چې دا دي:
۱- مسجع نثر "قافیه وال نثر": هغه نثر دی چې د جملو په اخر کې په کې قافیه هم راغلې وي او په درې ډوله دی:
الف) مسج متوازي.
ب) مسجع مطرف.
د) مسج متوازنه.
۲- مرسل نثر "ازاد، ساده یا عاري نثر".
۳- مرجز نثر "وزن او قافیه لرونکی".
۴- مقفی نثر.
۵- مرصع نثر.
۶- مصنوع یا فني نثر.(۶)
دا د هغې ډلې نظر دی چې نثر په شپږ ډوله بولي او هر ډول لپاره يې دلایل وړاندې کوي، خو زما په نظر دغه نظر پخوا د منلو وړ و او وس یو څه د تامل وړ برېښي، ځکه ما پورته په دې اړه تفصیلي خبرې وکړې چې ځینې شیان پخوا نظم ګڼل کېدل او ځینې نثر، خو اوس په کې بدلون راغلی او مطلق حکم کول په کې یو څه ناشونې خبرې برېښي، همدا راز ځینې ښاغلي بیا په دې نظر دی چې نثر په ټوله کې په درې ډوله دی چې د هغې له ډلې یو هم سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي دی، ښاغلی هاشمي په خپل کتاب "د نثري ادب ډولونه" کې نثر په درېو سترو برخو وېشي او وايي:
۱- ساده یا مرسل نثر: چې لفظي او معنوي ښکلاوې په کې نه وي.
۲- فني نثر: چې د لیکوال عواطف او احساسات هم ورسره ګډ وي.
۳- ساده ولسي نثر: چې کټ مټ د خلکو ژبه انځوروي.(۷)
که دغې ډلبندۍ ته ځیر شو پورتني شپږ ډوله نثرونه هم په همدغه برخه کې راځي او یو څه د منلو وړ هم دي، ځکه موږ له هنر او ادب پرته د نورو علومو ژبه هنري کولی نه شو، ان ژورنالیزم ته هم د هنر ژبه نه شو ورکولی چې هغه لا له ادب سره ډېر نږدیوالی لری، جغرافیه، فزیک او کیمیا خو پر ځای پرېږده، نو دغه وېشنه تر یو ځایه مناسبه برېښي، خو بیا هم ځینې پوهان له دغې وېشنې سره همغږي نه دي او په نثرونو کې د نورو ډولونو یادونه هم کوي، لکه: تاریخي، پوهنیز، څېړنیز، دیني، ساده او روان، متکلف، حماسي، غنايي، اسطوري، عرفاني، اخلاقي، فلسفي، سوفسطايي او... په داسې حال کې چې دا ټول په نثري اثارو کې راځي نه په نثر کې او که چېرې د نثر برخه يې هم وبولو بیا هم له هماغه لومړیو شپږو ډولونو او یا وروستیو درېو ډولونو څخه خړوبېږي چې له بده مرغه تر اوسه پورې دغه مسئله لانجمنه پاتې ده.
نو که خبره را ټوله کړو، نثر که هرڅومره ډولونه لري، لري به يې او که په هر چوکاټ کې لیکل کېږي، لیکل کېږي دې، خو له دغو ټولو لومړی باید د نثر د پېژندنې په اړه چوکاټونه سم او زماني کړو، له زماني څخه مې موخه دا ده چې مطلق يې نه کړو، ځکه ټولنه ولاړه نه ده او که چېرې په یو حالت کې ودرېده په رښتینې معنا موږ یو وروسته پاتې هېواد یو چې آن په کلونو کلونو هم زموږ ټولنه بدلون نه شي کولی، ځکه کله چې په ټولنه کې بدلون راشي، نو علوم هم ورسره بدلون کوي او آن د ادبیاتو په روحیه کې هم بدلون راځي، د ساري په ډول یو مهال موږ د روس ادبیاتو تر اغېزې لاندې و او آن له روسي ادبیاتو مو ژباړې کولې، فولکلور مو د روس له کړکیو کوت او هر هغه څه چې هلته ادبیات ګڼل کېدل هغه موږ هم ادبیات ګڼل په داسې حال کې چې زموږ ټولنه او د پخواني روس ټولنه په هېڅ لحاظ سره ورته نه وه، نه په فرهنګي برخه کې، نه په مذهبي برخه کې او نه هم په سیاسي او اقتصادي برخه کې، نو څنګه شونې وي چې ادبیات او فولکلور دې یو شی وي، خو موږ یو ګڼل او دا چې څنګه حالات بدل شول او د روس سیاسي فشار د افغانستان له سره کم شو هر چا او هر علم خپله لاره پیدا کړه او نن موږ د روس ادبیات نه لولو او نه ورسره دلچسپي لرو، البته دا خبره خو زباد شوې چې هنر پوله نه لري او هر هغه څه چې له زړه پاڅي هغه هرو مرو په زړه کښېني، خو ځینې کلېشې بیا داسې وي چې هغه د یو ولس ځانګړي ادبیات وي او بل ترې چندان خوند نه اخلي، ځکه هغه په کې د خپلې ټولنې مشترکات او خبرې نه ويني.
خو اوس چې ټولنه په ټوله معنا په بدلون کې ده او هره ورځ موږ د نوو پدیدو او ښکارندو شاهدان یو نو ادبیات مو هم ورسره په بدلون کې دي، د مثال په توګه یو مهال په افغانستان کې د سولې ادبیات ډېر عام و او هر چا د سولې په رڼا کې داسې خبرې کښلې چې انسانانو ترې خوند اخیست، خو نن زموږ د ادبیاتو ډېره روحیه پر جنګ او ځانمرګو ولاړه ده، پر قتلونو او مرګونو ولاړه ده، د انسان د وینو او اندامونو په اړه لیکل کوي او دا هغه څه دي چې د ادبیاتو د سالم پرمختګ مخه يې د منفي پرمختګ خوا ته کړې ده. هیله ده چې یوه ورځ له دغه حالته هم را ووځو او د نړیوالو شهکارو ادبیاتو په لیکه کې ولاړ اوسو.
اخځونه:
۱- پوهیالی محبوب شاه محبوب: د شعر او نظم پېژندنه، کابل مجله، ۱۳۹۴ لمریز کال، ۶ مه ګڼه، ۹۴ مخ.
۲- پوهیالی محبوب شاه محبوب: د شعر او نظم پېژندنه، کابل مجله، ۱۳۹۴ لمریز کال، ۶ مه ګڼه، ۹۵ مخ.
۳- څېړنوال سیدمحی الدین هاشمي: د نثري ادب ډولونه (ادبي ژانرونه)، وحدت خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۸۹ لمریز کال، ۳۰مخ.
۴- سیدنظیم سیدي: د ساده لیکلو هنر، کابل مجله، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز میاشتنۍ علمي خپرونه، ۱-۲ مه ګڼه، ۱۳۹۳ لمریز کال، ۲۰۲ مخ.
۵- اجمل ښکلی: نثر نوی تعریف غواړي، افغان ادبي بهیرانټرنټي پاڼه، کابل، ۱۳۸۶ لمریز کال. http://www.baheer.com
۶- ډيوه همت لور: پښتو نثر پېژندنه، افغان بنسټ انټرنټي پاڼه، ۱۳۹۳ لمریز کال. http://afghanfoundation.net/?p=5536
۷- څېړنوال سیدمحی الدین هاشمي: د نثري ادب ډولونه (ادبي ژانرونه)، وحدت خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۸۹ لمریز کال، ۳۰ مخ.