د سرطان د واکسین یوه بریالۍ ازموینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68081
پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2017-11-01

 


      دا غملړلی نوم دی ورک سي . تیر کال مو د کورنۍ د یوه غړي د معایني وروسته ډاکتر په تیروتنه د سرطان شک وکړ او ځانګړو طبي کتنو لپاره یې روغتون ته یې ولیږه . تر هغه وخته چي د نوموړو معایناتو پایله را رسیده ، موږ ټولو د اوښکو په رود کي لامبو وهل . له نیکه مرغه څو هفتي وروسته کله چی د معایناتو پایله را ورسیده ، مالومه سوه چي هغه خبیث نه بلکه یو سالم تومور وو . زما خدای بخښلي پلار د همدغي ناروغي د کرغیړنو ریښو له کبله په ځوانۍ کي نیمخوا سو او موږ یې سر و نیم سر یتیمان پریښودو . تر اوسه پوري خو له بده مرغه حالت داسی دی ، د هر کور و درشل ته چي دغي ناروغي سر ښکاره کړی ، هغه یې د قبر او کفن و فکر ته اړ ایستلي ده .
      په ډنمارک کي د « Knæk Cancer » موسیسه چي د سرطان سره یې د مبارزي دنده پرغاړه اخیستې ده ، په خپله وروستنۍ مالوماتي پاڼه کی یې تر « نوی واکسین به بدن د سرطان په وړاندي مبارزي ته وهڅوي » سرلیک لاندي د نوي واکسین په اړه یو لړ مالومات خپاره کړی دی . دا ډول مالوماتي پاڼي د نورو سوداګریزو اعلانو او ریکلامونو سره په وړیا توګه د هر کور پُست بکس ته اچوي . ما هغه لیکنه و لوسته او راته اُمید بخښونکي ښکاره سو . ددې د پاره چي ټول مینه وال ور باندي خبر سي ، غواړم دا خوښي راوړونکي کرښي د پښتو ژباړي په مټ تر خپلو وطنوالو پوري ورسوم . دا تاسی او دا هم په هغي پاڼي کي د وړاندي سوو مالوماتو ژباړه :
      د هیرلیف روغتون ( Herlev Hospital ) یوه ډله څیړونکي ډاکتران د داسی یوه واکسین موندلو په لاره د پرمختګ په لور روان دي چي د انسان د بدن معافیتي سیسټم به پیاوړی او دي ته اماده کړي څو پخپله د سرطان په وړاندي مبارزه وکړي او هغه ته ماته ورکړي . دغه واکسین په یوه تازه هڅه کي ازمویل سوي چي لګښت یې دري میلیونه ډنمارکي کرونه کیږي او په ۲۰۱۵ کال کي د Knæk Concer موسیسي لخوا دغه پیسې ورته راټولي سوي وې . د واکسین لابراتواري ازموینه ښئي چي بریالۍ پایله به ولري .
      پدې ازمایلو کي لسو ناروغانو ته چي د هډوکو د مغز سرطان یې درلود ، هر یوه ته د یوه مساوي وخت په تیریدو سره د یوه کال په جریان کي د نوموړي واکسین ۱۵ پیچکاری و لګولي سوې . واکسین باید د ناروغانو د بدن معافیتي سیسټم داسی تقویه کړی وای چي د ناروغ د حالت د ورانیدو ریسک کم سوی وای . په لابراتواري ازمایلو کي دغه بریالیتوب پخپله څیړونکو ته اُمید بخښونکی و ګڼل سو . Nicolai Grønne Jørgensen چي په یاد سوي روغتون کي د څیړونکي ګروپ غړی او د سرطان د معافیتي درملني په مرکز کي ډاکتر دي ، وایي : « موږ ډاډمن یو چي د واکسین د ازمایلو پایله به د لابراتوار نه بهر هم پر ناروغانو باندي مثبته وي » .
     نهه شپیته کلن Jens Elmquist یو د هغو کسانو څخه دی چي ځان یې پخپله خوښه د څیړنو د پاره وړاندي کړی دی . د یو لړ عادي او ورځني معایناتو په ترڅ کي چي د یو ډول عملیاتو د پاره یې تر سره کول ، مالومه سوه چي دی د هډوکو د مغز سرطان لري . وروسته د شیموتراپي ( د کیمیاوي داروګانو په مرسته درملنه ) او د بنسټیزو حجرو د تعویض  په مټ دده درملنه وسوه . د درملنی په پایله کي د یوې مودې د پاره د سرطاني حجرو د راتلو مخنیوی کیږی .
Jens Elmquist پخپله پدې تړاو یادوونه کوي : « سرطان داسي یو بدمرغه خبیث نوم دی چي په ارویدلو سره یې دمرګ سیوری د سړی پر خیالونو وزر خپروي  ، مګر کله چي مو ددې ناروغي په اړه پوښتني ګرویږني و کړي او پدې باره کي مو اړین مالومات تر لاسه کړل ، ما  ، زما میرمنی او دوو بچیانو مي ډیر ژر ارامتیا و مونده ، ځکه خبر سوو چي دغې بلا یوازي زما ګریوان ته لاس ندی اچولی ، بلکه ډیري نور کسان هم ور سره لاس او ګریوان دي . د مالوماتو په ترڅ کي موږ پدې هم خبر سوو چي د هډوکو د مغز د سرطان سره سره ډیری کسان د ډیري مودي د پاره خپل ژوند ته په اسوده خاطر دوام ورکوي ، ځکه نو اوس زه پدې هکله ډیر فکر هم نه کوم چي ګوندي پدغي ناروغۍ اخته یم » .
     له بده مرغه د هډوکو د مغز سرطان داسی دی چی تر درملني وروسته هم بل ځلي بیا منځته راځي . د همدغه بیا راتلو د مخنیوی لپاره نوی واکسین ته پرمختیا ورکول کیږي او په همدې خاطر ده چي ښاغلي Jens Elmquist ځان د تجربو او ازمایلو د پاره وړاندی کړیدی . دی زیاتوي : « ما په دوه دلیله ځان د تجربو د پاره وړاندي کړ . لومړی دلیل دا وو ، زه هیله من یم چي تجربي به مثبتي پایلي ولري او زما درملنه به په ډاډمنه توګه داسی وسی چي د هډوکو د مغز سرطان به مي د تل د پاره پر ګونډو او بیا به سر راپورته نکړای سي . البته دا لامل مي یو ایګایستي ( ځان غوښتنه ) بنسټ لري . دویم لامل دادی چي زه به پدې توګه و کړای سم د څیړونکو د کار ملاتړ وکړم او له دغي لاري به مي دنورو ناروغانو سره مرسته کړی وي »  . البته دویم لامل یې هغه وخت نورو ناروغانو ته ګټور تمامیدلای سي چي د څیړونکو هلي ځلي مثبته پایله ولري . باید ووایو چي دا یوازی د هډوکو د مغز په سرطان اخته ناروغان ندي چی ددې واکسین له مثبتو پایلو ګټه پورته کولای سي .
     د څیړونکي ډلی غړی Nicolai Grønne Jørgensen پدې اړه زیاتوي : « که څه هم موږ دا واکسین د هډوکو د مغز پر سرطاني ناروغانو باندي ازمایو ، مګر د پرنسیپ له مخي نوموړی واکسین د سرطان د ټولو ډولونو په وړاندي ګټور تمامیدلای سی . دا داسی یو واکسین ندي چي یوازي سرطاني حجرو ته ځان رسوي او له منځه یې وړي ، بلکه ددې واکسین له کبله د بدن دفاعي معافیتي سیسټم تقویه کیږي او پدې توګه بدن پخپله کولای سی د سرطاني حجرو په وړاندي جګړه وکړي ، هغوی ووژنی او له منځه یې یوسي .
     په پام کي ده ، پدې هکله څیړنیزه پروژه په ۲۰۱۹ کال کي پایته ورسیږي او دا پروژه یوه له هغو بیلګو څخه ده چي د Knæk Cancer موسیسي په مرسته او ملاتړ تر سره کیږي .
      دا وو د نوموړي مالوماتي لیکني پښتو ژباړه چي لوستونکو ته وړاندي سوه . پدي هیله چي زموږ دغه ښکلی انسانستان ( د ځمکي کره  ) د تل لپاره د سرطان له کرغیړنو ناوړتیاوو څخه پاکه او په امان اوسي .
                                                        پای
                                        ډنمارک ــ ۲۵ / ۱۰ /  ۲۰۱۷