دډېورنډ ناسورزخم ،اود کورنيواوبهرنيولوبغاړوغونډې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68099
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2017-12-02

 

له نن څخه (۱۲۷) کاله وړاندې برتانوي استعمارد افغانستان کوزه خاوره له تزاري روسانو سره په توافق داسې یاده شوې چې د ډېورنډ په نوم یوانګریزافسرله یادوسیمویوازې په فرضي ډول تېرشوی اوپرهغې یې دعائقې ( داسې سیمې نوم کېښود چې هلته به دتزاري روسانواوانګرېزانوترمنځ دا سیمه صفري نقطه وي . ) د هند نیمه خود مختاره مشررنجیت سنګ هم له یادې سیمې څخه د برتانوي استعمارد پوځي ګټې اخیستو په بدل کې دهغه وخت افغان چارواکوته هرکال ( ۱۸) کروړه روپۍ اجاره ورکوله ، کټ مټ لکه روسانوچې دماناس هوایي اډه اوهوایي قلمروامریکې ته په اجاره ورکړي وو ، اویا هم پاکستان چې د بلوچستان د تفتان اوپېښورهوایي اډې امریکې ته په افغانستان کې د ترورېزم په نوم جګړې له پاره په اجاره ورکړې وې اوناټوله پاکستان څخه خپلواهدافوته د ورلنډېدوله پاره د پیسو په بدل کې له دغه ډول اجاره کړیواډوڅخه کارواخیست ، طالب رژیم یې پرې رانسکورکړ، خودهغواډواجاره کولومعنا دانه وه چې ماناس ، تفتان اوپېښوردې وروسته د کرښې یا پولې په توګه ومنل شي ، ځکه دغه قراردادي اډې هم مؤقتي اودپردیو ؤلسونواوهېوادونوخاوره ده ، اوهغه د ډېورنډ کرغېړنه کرښه هم کټ مټ همداسې د پردیواستعماري ځواکونود فعالیت له پاره یوه قراردادي فرضي کرښه وه چې د سیمې د پرتو ؤلسونوبرخلیک یې هم د همدې لرې اوبرې سیمې په مېشتو ؤلسونوپورې اړه لرله اولري یي ، خوپردۍ خاورې ، پردي ؤلسونه ، پردۍ کورني او پردي غیرمنقول جایدادونه هېڅکله هم په هېڅ شکل د استعماري ځواکونو په پوځي او سیاسي ډانګونو نه شي سره پېلېدلی .

اوس چې په سیمه کې برتانوي یرغلګراستعمارشتون نه لري اوهغه قراردادهم د هند اوافغانستان ترمنځ لاسلیک شوی ؤ، خووروسته  برتانیه هم له هند څخه ووتله ، له یاد قرارداد څخه هم کلونه وخت تېرشوی اوله مغې را وروسته نورهېڅ قانوني اړخ او مشروعیت نه لري ، افغان حکومتونوهم هېڅکله دغه کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې ، په پردۍ خاوره باندې د نوزاد پاکستان له ناقلوچارواکو سره هم کوم داسې کره سند نه شته چې له مخې یې دا کرښه څوک په رسمیت ورسره ومني . خپله عبدالرحمن خان هم دا کرښه نه ده منلې ، ځکه کله چې نوموړي ته ددې کرښې د رسمي کولوخبره ورسېدله ، هغه یې په ځواب کې داسې غبرګون ښودلی چې : (( په سیمه کې پراته ؤلسونه ، د هغوی ځمکې ، کورونه ، جایدادونه ، کورنۍ ، خور، ورور، پلار، لوراوزامن هېڅکله نه شي سره وېشل کېدی ، زه یې نه منم . )) هغه خبره هماغسې پاتې شوه .خوکوم د پټې کارچې د بغدادي پیرپه نامه یوه پردي بې هویته اولادینه جاسوس د عبدالرحمن خان په غیاب کې په سوات کې له انګرېزانو سره لاسلیک کړی ، په هغه کې هم د افغانستان د حکومت استازي وجود نه درلود ، ځکه آخرعبدالرحمن خان خپل زوی امیرحبیب الله خان ته د بې هویته پردي جاسوس د نیولواووژلوژرترژره سپارښتنه وکړه ، چې د شاه امان الله پلارامیرحبیب الله خان هغه کس ونیواوپه عامه محضرکې یې په خلکوباندې سنګسارکړ.

دافغانانوله دې عکس العملونوڅخه هم دا معلومېږي چې ډېورنډ کرښه نه پخوا چا په رسمیت پېژندلې ، نه یې اوس څوک په رسمیت پېژني اونه به یې وروسته له دې څوک په رسمیت وپېژني . د برتانوي استعمارپه وړاندې د افغانانوله دري ځلې ملي پاڅونونواوجګړوهم داثابته شوې چې د یرغلګرشرمښ په خوله دا وېش نه پخوا افغانانومنلي ؤ، نه یې اوس مني اونه به یې وروسته له دې ومني ، بلکې اوس ددې وخت را غلی چې دماتې خوړلي استعمارپه لاس جوړشوی مصنوعي هېواد ( پاکستان ) نورباید ختم شي اودا د نړیوالې ټولنې فریضه ده چې د هند برخه دې بېرته هندوستان ته وسپاري اود افغانستان برخه دې بېرته افغانستان ته وروسپاري . ځکه د پاکستان په نوم جغرافیه په آسیاکې دنړیوالوقوانینوخلاف یواستعماري ترورېزم زیږوونکی اوترورېست پروره عمل دئ ، نه د سیمې اوؤلسونوغوښتنه .

ختیځ اولوېدیځ جرمن له (۷۰) کلونووروسته بېرته سره یوځای ، د برلین د جبردېوال د تل له پاره ونړېد اوټوټې یې د یاد بود اوپندونوعبرتونوپه موخه په موزیمونوکې کېښودل شوې اوسترجرمن په یوه خوله بېرته نړۍ په رسمیت و پېژاند ، خود افغانستان پرکوزه خاوره باندې اوس هم دافغانستان له مجبوریتونوڅخه نارواګټې اخیستل کېږي اووروسته له (۱۲۷) کلونوڅخه اوس هم د زوراوجبرخندقونه په کې کیندل کېږي اواغزن سیمونه اوکټارې ورباندې لګېږي . په داسې حال کې چې لراوبرټول پښتون قامونه د (یوموټی لوی افغانستان ، افغانستان زموږکوردئ ، ) چیغې وهي ، خونړۍ د خپلوګټوله پاره ځانونه ړانده ، کاڼه اوبې خبره ورباندې اچولي ، هم یې د پاکستان له خاورې څخه زموږ خاوره اشغال کړې ، په لکونوافغانان په کې ووژل شول ، په پوډرومعتاد ، په فساد اخته اوپه مافیایي کارونوروږدي شول ، د میلیاردونوډالروپه ارزښت ملي شتمنۍ یې چور، لوټ اوغلا شوې اوهم په هرڅه کې په لوی لاس د پاکستان ننګه په کې کېږي .

پاکستان چې کله په خپلوغیرقانوني کړنوکې پاتې راغلی ، نړیوالواوسیمه ئیزوخواخوږویې سملاسي د خلاصون لارې ورته لټولې اونوریې هم په مادي اومعنوي لحاظ نازولی دئ . له دې توپیري چلن نه افغانانوته داسې ښکاري چې نړیوالوپه افغانستان کې تل د پاکستان دغیرقانوني اوبشري ضد کارونوترسره کولوننګه اومعامله کړې ده ، ځکه تل یې دافغانستان په غریب اولوېدلي هېواد کې اوبه خړې کړې اودوی خپل کبان په کې نیولي دي . په دې معنا چې پرافغانانو باندې یې د پاکستان له لوري په خپل زر، زوراو تزویرسره خپله مهندسي کړې جګړه ورتپلې ده ، افغانان یې څوک د تعصب اوواک په تبه نیولي ، څوک یې د راتلونکي واک په تمه کښېنولي اود خپل نظام اوخپلې خاورې د تخریب له پاره یې په مادي ، سیاسي ، نظامي اواقتصادي لحاظ پټ تمویلوي . څوک یې په پودرواونشوسره له خپلې ټولنې بېل کړي ، ځکه ددوی له خپلو آدرسونواورسنیوڅخه موږته اعلانېږي چې تراوسه پورې ( (۳۳۰۰۰۰۰) افغانان په پوډرواونشو باندې معتاد شوي . معنا یې داده چې د افغاني ټولنې د نفوس لسمه برخه بشري قوه یې راته فلج اوله کاره وغورځوله .

چاته یې دخپلوملي زېرموغلاکولوله پاره سامان آلات سپارلي اود پولې ترشایې خپل مافیایي اودغلوماهرګروپونه ورته کښېنولي ، چا ته یې د جګړې د دوام مدیریتونه سپارلي اوڅوک یې د جګړه ئیز توازن ساتلو په خاطرددفاع له پاره ورته درولي ، چاته یې د خپلواوپردیوامنیتي ملېشواجارې ورسپارلې اوڅوک یې د حکومت د ملي کارونواوملي یووالي د مخنیوي په خاطرپه مخرب اپوزیسیون کې ورته ځای پرځای کړي دي . خودوی خپله په خورا حساسو زونونوکې د ستروملي زېرمود دوامداره اوبېخپوره غلاکولوله پاره ورته ځای پرځای شوي . که څوک یې مزاحمت وکړي اویا پرې پوه شي چې ګني ؤلسي استعمارضد پاڅونونه به یې پرضد را وپاروي ، نوپه هغوی کې یې بیا د سره بېل یې کړه ، اېل یې کړه ، چرچلي فورمول کارولی ترڅوپه ډاډمنه توګه خپلوغلاګانوته دوام پرې ورکړي اویوازې خپل ځانونه او خپل هېوادونه زموږ له ملي زېرموڅخه د اوږدې مودې له پاره تمویل کړي .

تاسو وګورۍ روسان یې پرمجاهدینو باندې په افغانستان کې ووهل او روسي امپراتوري یې ور دړې وړې کړه ، مجاهیدین یې پرطالبانو باندې ووهل ، طالبان یې بیا خپله ووهل ، اوس همغو روسانو د ایران او پاکستان په ملاتړ د امریکې د حضورپرضد هڅې پیل کړې اوغواړې له دې لارې د افغانستان تشه خپله روسان ډکه کړي .خونن امریکه بېرته دبن غونډې وروستۍ اداره د طالبانواونورومخالفینوپه لاس ترفشارلاندې نیسي،ترڅوخپل حضورپه افغانستان کې ورباندې اوږد اوخپل شرطونه ورباندې تحمیل کړي .

که چېرې داسې نه وي نوبیا په دغه (۱۷) کالوکې د نړیوالوپه حضورکې افغانستان ولې وران ویجاړپاتې شو؟ ولې له فساد څخه خلاصه اداره په کې جوړه نه شوه ؟ ولې امنیت ورځ تربلې پکې خراب شو؟ ولې ترورېزم وده په کې وکړه ؟ ولې د ترورېزم سرچینې نه وچېږي؟ ولې د ترورېزم ملاتړي نه ځپل کېږي اولا پسې تمویلېږي ؟ ولې ترورېزم تراوسه پورې تعریف نه شو؟ ولې له ترورېزم څخه داعش اونورې ډلې را وزیږېدلې؟ ولې په افغانستان کې سوله نه راځي ؟ ولې د سولې له پاره داسې عناصرټاکل کېږي چې تل د جګړوعاملین اواصلي ممثلین بلل شوي ؟ ولې د واک پرمهال افغان چارواکې پرحقائقو پټه خوله وي ، خوچې له واک څخه لیرې شي نوبیا د خپل ځان درنې اود بل سپکې وایي ؟ داسې خوبه نه وي چې واک ته د رسېدو د ګدیو وعدې به دغه ډول کسانوته له بل ځای څخه د نوروله خوا په اجاره ورکول کېږي ؟ ولې پرته دحکومت له خوښې په خپل سرلویې جرګې په افغانستان کې یوه ته د واک ورکولو اوبل پرې له واک څخه د لرې کولو له پاره را بلل کېږي ؟ ځکه په اصطلاح داسې لویې ـ خوپه حقیقت کې د مخه مهند سي شوې جرګې د سپینې کودتا په معنا دي اوغواړي چې پرمټ یې اوسنی حکومت ترخپل میعاد پوره کېدومخکې د روسانو په لار ښوونه او د پاکستان او ایران په ملاتړ را وپرځوي . خوملت او حکومت دواړه پردغه ډول زرګري ژبولا د مخه ښه پوهېدلي دي . 

په دې شپوورځوکې د ډېورنډ په هکله د رسنیو بازارهم ډېرتود شوی . هرچا د خپل زړه بړاسونه په کې وایستل . پاکستان خوخپل کار جاري ساتلی . په دې معنا چې له یوې خوا پرسرحدې سیموتوغندیزبریدونه کوي ، بل لورته یې پرکرښه د خندقونوکیندلواواغزن تاراوکټارولګولوکارجریان لري ، خوله بله اړخه بیا د سولې خبرې روانې دي او د ډېورنډ په اړه د کنفرانسونوتابیاوې په لندن کې نیول کېږي .

څوورځې مخکې په کابل کې د انګلیس سفیرپه یوه مرکه کې په ډېره بې شرمۍ سره په خپلو خبروکې په غیرمسؤولانه توګه  په ډاګه وویل چې : (( ډېورنډ د افغانستان اوپاکستان ترمنځ رسمي پوله ده . )) خوبلخوا بیا انګلیستان اوپاکستان دواړه ددې ناولې کرښې په اړه هېڅ کره اسناد اوثبوت په لاس کې نه لري .کومې خبرې چې هغه وخت د رنجیت سنګ اوامیرعبد الرحمن خان ترمنځ ددې عائقې سیمې په تړاوشوې دي ، په هغوکې د (۱۸) کروړه هندې روپیود قراردادي اجارې خبره ذکرشوې چې هرکال به دبرتانوي هند له لوري افغانستان ته ورکول کېدلې . اوس خوبرتانیه آن د اروپا شمال غرب ته ورټوله شوې ، امپراتوري یې پای ته ورسېدله اوپوځ یې په قبائلي سیموکې له تېرو (۶۷) کالو را هیسې نه شته ، قرارداد هم ختم دئ ، د پیسو د ورکړې خبره هم له هغې ورځې را په ایسته ختمه شوې ، له کومې ورخې چې هندوستان له برتانیې څخه خپلواکې اعلان اودعائقې سیمې په پلمه پاکستان د انګرېزانوپه لاس د هند وستان اوافغانستان پرخاوره باندې د مسلم لیګ ( انګرېزلیګ ) ترمشرتابه لاندې جوړشو، چې ختیځ لوري ته یې هند پولې نه مني اولوېدیځې خواته یې افغانستان نه مني اونه یې منلې دي ، ځکه له همغې ورځې را په دې خوا دواړوخواووته جنګ جګړې روانې دي .

که چېرته پرافغان چارواکوباندې د فشارد آلې په توګه له دغه ډول کنفرانسونو څخه ناوړه ګټه پورته کېږي اود کنفرانس کوربه هېواد انګلیستان افغان خاوره اوپه کې پراته افغان قامونه اوؤلسونه د یرغمل کړې سولې اوڅوروپیومرستورا ټولولوقرباني ګرځوي ، نودا په هېڅ صورت کې لراوبرافغانستان ته د منلووړنه ده ، بل دا چې که له پاکستان سره پوله ټاکل یې موخه وي ، نود افغانستان پوله پر اټک اواباسین باندې ده ، ځکه د لوی او لرغوني افغانستان اصلي پوله له لوی هندوسنتان سره پراټک اواباسین باندې وه ، ده او وي به .

 دا چې انګرېزي استعمارله هندې پنجاب څخه د هندوستان د آزادۍ مخالفین اوددوی خپل اصلي جاسوسان سره را ټول اود پاکستان په نامه یې د خپل استعماري پوځ پرمټ د پاکستان د ځمکنیوزېرمورا ایستلواوغلاکولوله پاره نوې جغرافیه ورته جوړه کړه ، واک یې ټول همغوراوستل شویوپنجابیانواود سیمې ځینونوابانواواربابانوته وسپاره ، قانون اود پوځ ساختګې ژبه (اردو) یې هم خپل میراث ورته پرېښودل اوترنن ورځې پورې د همغه انګرېزي قانون پراساس په ټول پاکستان کې جمهور رئیس ، صدراعظم ، وزیراعلی ، ګورنر، د پوځي اواستخباراتي ادارومشران ، مرکزي اود صوبو وزیران اواسامبلې ټول له همغه (۹۲) منتخبو کورنیوڅخه له بهره ورته ټاکل کېږي کومې چې تل د انګرېزانوپه څنګ کې یې د انګرېزانو په ملاتړ له پخوا څځه اقتصادي وده کړې ده ، غزل اونصب یې ټول له بهره ترسیره کېږي . خوکورنی اوبهرنی ټول واک اختیاریې یوازې پنجاب ته ورکړی .اوس غواړي چې افغانستان هم د بهرنیو په ملاتړپه همدې ناروغۍ اخته کړي ، خکه افغانان یې له تېرو (۴۰ ) کالورا په ایسته وغولول چې په خينوسیموکې یې د (( ډي وایډ اېنډ رول )) نښې نښانې په ډاګه همدا اوس ترسترګوکېږي .

انګلیسانو نه یوازې افغانستان ته ، بلکې ټولې دنیا ته د نړیوالې سرمشریزې په خاطرسترګې پټې کړې اود نړۍ اوسنۍ سرمشریزه په خپله ائتلافي انډیوالۍ کې تېرباسي . دوی غواړي په خپله دې ګېم وهلوسره د سیمې ټول نیولي هېوادونه اوځواکمن رقیبان نورهم د نړیوال ائتلاف په همکارۍ سره خپل ځانته ضعیف ، نړیوال ائتلاف بدنام او نړیواله سرمشریزه پرې د ځان اوخپله زړه امپراتوري یوځل بیا د نړیوال ائتلاف په ملګریا کې را ژوندۍ کړي . ترڅود ټولې نړۍ ټولې زېرمې خپله داسې چوراوغلا کړي لکه د هلمند له دیشو ؤلسوالۍ څخه یې چې پوره (۱۳) کاله د ميلیاردونو ډالرو په ارزښت خام یورانیم اوتریاک د موسی کلا له لارې په الوتکوکې په غلا سره یووړل خو( سي .آی .اې . ) وروسته بیا افشا کړل .

بل لورته د ائتلاف ځینې غړي هېوادونه اوسیمه ئیزګاونډي هېوادونه په افغانستان کې په امنیت راتلو ، سولې اوقانون مند خود جوشه افغانستان شموله دولت اوحکومت باندې خوښ نه دي اونه غواړي چې په افغانستان کې دې د یوې بشپړې افغان شموله خپلواکې مدیریتي ادارې تررغنده چتراوواک لاندې امنیت اوسوله راشي اوبیا رغونه دې په کې پیل شي . ځکه زموږ شرقي اوغربي ګاونډیانو( پاکستان اوایران ) د افغانستان بې مدیریته خوشې بهېدونکواوبواوپرافغانانو باندې خپلوبې کیفیته توکوپلرلوته سترګې پټې کړې اوفدرالي روسیه بیا دېته غلې ده چې ناټوله افغانستانه ووځي او پرځای یې سملاسي یوځل بیا دوی خپله افغانستان اشغال کړي .

عرب اوایران هم غواړي چې د خپلومداخلوله لارې له افغانستان څخه د منځني ختیځ هېوادونه ( فلسطین ، اردن ، اولبنان ) جوړکړي . هند اوپاکستان بیا په افغانستان کې د خپل استخباراتي ماراوموش خرما لوبه پیل کړې ، خود چین اقتصادي ( ښامار) خوآن له بیجېنګ اوسینکیانک څخه د منځنۍ آسیا خذربحیره ، چابهاراوګوادراوبه څاري . چې ددې ټولولارپرافغانستان باندې ده . اولومړیتوب یې دادئ چې ترهرڅه ړومبی د افغانستان له سینې څخه د ناټوخپسه پورته شي اودوی په ډاډه زړه په خپله خوښه په سیمه کې خپل توسعه یي اقتصادي پروګرامونه پیل کړي خوافغانانو،افغان نظام اوافغان خاورې اود افغانستان فضائیي حریم ته هېڅوک په خپلودغه ډول سیالیوکې پام اواحترام نه دئ ساتلی، ځکه خویې قرباني افغانستان اوزموږ په هېواد کې ټول مافیها شول اودي .

زما له خپلوټولوافغانستان دوستوهېواد والو، ملي مشرانواوحکومتي چارواکو، روڼ آندو، متخصصینواود قلم له خاوندانوڅخه تمه ده چې د ملي یوالي اوحبل الله په رسۍ باندې دې پریوه ملي محورسره را ټول ، دولت دې په بشپړه ملي روحیې سره په خپلواکه توګه وساتي ، د جګړوپرځای دې تلپاتې سوله اوځپلواکه افغاني اداره ټینګه کړي ، ترڅود پردیومغرضانه ورانوونکومداخلومخه پرې ونیول شي اوپه خپلواک افغانستان کې د بیارغونې پروژې پلې اوهېواداوهېوادوال د ملي یووالي ، سوکالۍ ، ښېرازۍ اوځواکمنېدوخواته پرې ورسېږي . نه دا چې د لندن په څېرمغرضانه غونډوکې خپل هېواد د پردیواوخپلوګټوله پاره ړنګ ، دافغان ؤلس پرسینه باندې د ډېورنډ ناسورزخم د تداوۍ پرځای نورهم سره وشړوي اوخپل هېواد وال په کې ژوبل اومړه اود ډبرین دورخواته یې پرې ورټېل وهي .