په کښته کونړ کې د يوه ښوونځی د رغولو چارې پيل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68112
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-12-05


ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوال په هڅو په دې ولسوالۍ کې د اصحاب بابا په نوم د يوه منځني ښوونځي د رغولو چارې پيل شوې.
د کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات وويل، چې د اصحاب بابا په نوم د منځني ښوونځي د چارديوالۍ او تشنابونو جوړولو چارې يې پيل کړې.
نوموړي وويل، چې د پاکو اوبو يوې څاه د جوړولو ترڅنګ به د ياد ښوونځي نور ملحقات هم ورغوي.
ده وويل، چې د جوړولو او رغولو چارې په پاخه او اساسي ډول تر سره کيږي، چې يوه مياشت وخت به ونیسي.
هغه پر پوهنې رياست او مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې په ياده ولسوالۍ کې د ښوونځيو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.