هيوادوالودښمن موهوښياردی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68117
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2017-12-07

خوزه غواړم دې هوښياردښمن ته ووايم چي افغانان هم واښه نه خوری! موږ په هرڅه ښه پوهېږوخو له بده مرغه بې وسه يواوزموږ دښمن تل زموږ دبې وسی لپاره کار کوي .ځکه دافغان په بي وسی کې دسيمی دزبرځواکوواکداري ساتل کيږي . پاکستانی چارواکي دومره هوښياردي چې دنړۍ زبرځواک ترخوږ گوته نيسي اوغواړي زموږ دښمنی ته بل رنگ ورکړي اودځان په عوض امريکادډيورنډکرښي دبرخليک ټاکلوپه هکله زموږ دښمنه وگرځوي . ځکه خو پاکستاني چارواکو دامريکا ددفاع وزيرته پدې وروستری ليدنه کي ويلي ، موږ په مشروط ډول د طالبانود پناهځایونو بندولو بندولواو له خاورې څخه یې افغانستان ته دلېږلوتیار يو . پاکستاني چارواکود دغه هیواد رسنیو ته ویلي چې د پاکستان مشرانو په اسلام اباد کې د امریکا له دفاع وزیر سره په وروستۍ کتنه کې ویلي چې که امریکا د افغانستان - پاکستان ترمنځ پر دیورند کرښه کټارې نصب کړي او همداراز ټول افغان کډوال افغانستان ته وروګرځوي، پاکستان به هیڅ افغان ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د پاکستان له خاورې حملې وکړي . لمړی خو دادی دوي يو ځل بيا په ډاگه داومنل چې پاکستان دطالبانواودافغان ولس دمخالفينوپناه ځاي ،روزنتون،او وسلتون دي .امريکا او نړيوال بايد ددوي داشرطونه دسرپه غوږو واوری اوپرې قضاوت وکړی . سره لدې چې دامريکا،ناټو اواروپايي ټولنې امنيتی مشرتابه دامنلې چې پاکستان افغانستان ته ستونزي جوړوي او د پاکستان د پوځ یو عسکر اوطالب جنګیالی سره یوځای لیدل کیږي . نوکله چي پاکستان دامني چې په افغانستان کي دټول شرارت اوفساد ځاي پاکستان دي ؟ نوبياولی پاکستان ته په سلگونه ميليونه دالر دترهگری سره دمبارزې په نوم هره مياشت ور روان دي ؟؟؟؟ يوبل هوښيار جنرال یې چې نوم یې ندي اخيستل سوی اودامریکا د دفاع وزیرجېمز ماتیس او پاکستاني چارواکودخبرو له جزییاتوخبر دی دپاکستان ټوډې ورځپاڼه پوسيله ډيره جالبه اوديپلو ماتيکه څرگندونه کوي وايي :«د امریکا دا پالیسي چې په هره مسله کې پاکستان دخیل بولي،باید پای ته ورسېږي. موږ حاضر نه یوو چې نور په افغانستان کې د ناکامیو په خاطر ملامت وګڼل شو.» په دری کي يو متل دي وايي (( بگير که نگيرت )) دوي دافغانستان په اړوند ترځان نړيوال ملامت بولي ،پداي سي حال کي چي دافغانستان دناورين پروژه متاسفانه مشترکه پرمخ بېول کيږي ،کنه امريکا،انگلستان اواروپايي ټولنه هره ورځ چې وغواړي پاکستان پر ځاي کښېنولاي سي . دې ښاغلی هم دا منلې چې پاکستاني چارواکوامریکا ته ویلي چې پر ډیورند کرښه کټارې ولګوي او افغان مهاجر وروغواړي څو په مقابل کې یې پاکستان د افغان طالبانو د اوښتو مخه ونیسي . بل لوری ته په تکرارامریکا داخبره کوي وايي چې په افغانستان کې جګړې ددې لپاره دوام کړی چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته پناهځایونه ورکړي دي .واشنګټن په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د حقاني شبکې د ځپلو غوښتنه کوي .دافغان او امریکايي چارواکو په وینا د حقاني شبکې او طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي او له هماغه ځایه په خلاص لاس په افغانستان کې د حملو پلانونه جوړوي، جګړه تمویلوي او جګړه مار جلب اوجذبوي . زه اوهيڅ افغان ددې ترڅنگ دنړئ په هرهيواد کي يومسلکی اوپه سياست پوه انسان د امریکا دفاع وزیرجېمز ماتیس داخبره نسي منلاي چې د تروریزم پر ضد د پاکستان قربانۍ یې تایید کړې ده. موږ افغانان د امریکا دفاع وزیر له دغه دريز نه ملاتړ کوو چې پاکستان ته یې ويلي «باید» له هغو تروریستانو او سختدریځو سره د مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره زیاتې کړي چې د پاکستان له خاورې عملیات کوي . دترهگری اودافغانستان په کورنيوچاروکي دپاکستان دپوځي ،سياسي ،اقتصادي اونوروډولونو دلاسوهنې پرخلاف بايد ټوله نړۍ که په رښتياسره سولي اوثبات ته ژمن دي مبارزه وکړی اوپاکستان دنړيوالی ترهگری دمرکز په نوم په تورليست کي شامل او ورټل سي .