دنړی ولسونه جشنونه لمانځي موږ ناخوالي اوناندری!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68140
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2017-12-27

ارگ دې نانندريو ته بايد دپاي ټکی کښېږدي،په سياست کي کله ،کله بېځايه حوسله دبې ځايه پايلو لامل گرځي . دعطانور ويناوي له قانون اوقانونيت نه بغاوت دی،داښاغلی ځان داحمدشاه مسعودورنو او جنرال فهيم دزوي او ورنو ددفاع په جامه کي پټوی اويادکندهاردپوليسودقوماندان رازق ،يا حاجي ظاهر اويوشمېرنورو پېژندل سوو څېرو نوم اخلي،خوپدې هرڅوک پوهيږې چې نه احمد شاه مسعودورونو اونه هم دجرنرال فهيم زوي ،نه هم رازق يابل کندهاری اوپکتياوال يا ننگرهاری ته و فاداردی ،يوازي دځان ساتنې په موخه داچيغي وهی . زه نوردمعلم عطا،رازق اونوروهغوچي دهمدې دولت مامورين دي اودهمدې دولت قانون ته مسوليت لري پر سرغړونوله پر بحث اوڅېړنو تېرېږم ،ځکه ددوي ددې بې شمېره ناخوالوله سپړلونه نور ټول ستړی سوی دي . دوي اوهرنالوستی پدې پوهېږي چي دوي ددولت پرخلاف داځانی خپلواکی په کومو اقتصادي،سياسي او حقوقی امکاناتوترلاسه کړې ؟ زه فکرکوم که جمهور رئيس دقانوني صلاحيت نه په رغنده بڼه استفاده وکړي او داخبره وکړي چې نور بس،په هغه لحظه به هرڅه بس وي . خو زه چې ورته گورم جمهوررئس پردې ددولتي واک د تږو دسياليو نندارتون ټول ولس ته پرانيستی،ترڅو پرکړنو یې ولس قضاوت وکړي ،اماترکومه ولس دوي ترهرچا ښه پېژني . کنه له دې تعبيرنه چې دموکراسي ده اودبيان دازادی حق هرڅوک لري ،غلته استفاده کيږي پخپله ددموکراسی اوقانونيت ترپښو لاندي کول دي . ددولت مامور دولتی مکلفيتونه لري چې دهغو منل ددموکراسی ترپښو لاندي کولوسره هيڅ ډول اړېکه نلري . دنړی په هيڅ يودموکراتيک هيوادکي داسي څوک نسی راښودلاي چې دولتی مامور اويا افسردې دافغا نستان ددولتی کارمندانو يا افسر په بڼۀ ترخپل ځان وړاندي کسانو اوان جمهوررئيس اويالمړی وزير ته گوت څنډنه وکړي .دبېلگې په توگه دلته په سويډڼ کي دولتي ماموراوافسرخپل حدود پېژنې ،هغه گوت څنډنې حي ددې هيواديوعادي تبع کولاي سي دولتی مامور داکارنسی کولاي اودوسله وال ځواک افسران خو کاملا دما فوق ادارودحکم اوتې اصل چې په سياست کي گوتی نه وهی تابع دی .داپدې معنی نده چې دلته دموکراسي نسته ،دلته عالی دموکراسي پياده سوېده ،خودموکراسی او انارشی ترمنځ دلته تفکيک سوی دهرچا واک ،حقوق اومسوليت په گوته سوی دی . معلم صاحب عطادا ټولي سرټمبگی پداسي حال کي کوي چې دافغانستان اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله وايي : دجمعیت ګونددعطامحمدنورله ګوښه کولوسره موافقه کړې وه . اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، هیله لري چې د بلخ ولایت څخه د عطامحمد نور دلیرې کولوستونزه په سوله ییز ډول حل شي . ښاغلي عبدالله د ډسمبر ۲۵مه/ د وزیرانو شورا په غونډه کې دخبرو پر وخت وویل، «۱۵ ورځې مخکې لومړی ځل ما موافقه وکړه چې دا کار دې وشي.‌ په پام کې وه چې د استعفا قبولي یوه اونۍ وروسته اعلان شي،» عبدالله زیاته کړه، «د جمعیت رهبري له مونږ سره یوځای وو. عطامحمد نور پخپله خپله استعفا وړاندې کړې وه، دا چې په دې برخه کې څه شرایط مطرح شوي که نه هغه زما کار نه دی. زه اجرائیه رییس او د ټولو خدمتګار یم.‌هرې خبرې او وعدې چې شوي دي هغه هغوی پورې تعلق لري چې د تېر وخت خبرې دي .»‌ عبدالله وویل، په پام کې وه چې دجمعیت مشران بلخ ته دسفر په ترڅ کې داستونزه په یوه اونۍکې دننه حل کړي خوچې بېرته راستانه شول نظر یې بدل شوی وو.‌ زموږ پوښتنه داده ولې ديوه سياسی تنظيم نظر دتنظيم ديوه نفر دگوښه کولو پر بنياد تغير وخوری ؟ اياپدې تنظيم کي نور وړکسان نسته ؟ددې ټول تنظيم يوازنی وړ کس همدا معلم عطادی؟ پدې باوری يم چې سته ، دوي بايد دخپل تنظيم نوروکسانوته هم دکار اوسياسي فعاليت امکانات برابرکړي نه داپنځه ،شمږ کسان يا يوازي معلم عطا. خبره داده چي معلم عطا له کاره په گوښه کېدوسره دخپلو ۱۵ کالودکړنو له ارزونې نه ډارېږي،ځکه هغه يو معلم و هيڅ شی یې نه درلوده خو او اوس ميليارډردی ،پوښتنه پيدا کېږي دا مليارډ نه له کومه دارايي یې له کومه کړ ه؟ ځکه خوهرڅه ته حاضر دی ولی نه مقام پرېښودلوته .