څوک شتمن دی څوک غلمن؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68147
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-12-31

زما امنیت د وطن امنیت دی
 زما ژوند ژوند د ټول ملت دی
 چې زه نه یم دا دنیا دې ورانه سي
 ما ته یوازې زما ژوند غنیمت دی


***
دپلار پلاره یا دتجارت پیسه لرونکي ته وایي قاچاقي شتمن
 د رشوت اختلاص اوخیانت پیسه لرونکي ته وایي زورکي غلمن
 شتمن یه پیسه پیسه ګټي غلمن یې په ملي او ولسي خیانت
 ولس دې نوي جهادي پدیدې غلمن ته وایي خارښتي واکمن

***

اوس غل ته مه وایه چي خوار سې
 په چور اخته ته چې تارومار سې
 غل چې آباد سي وطن غل آباد سي
 دټولو خلکو یې ډول ډول غلا چار سي
***
غل د غل ‎ځکه ملاتړ کوي چې غل دی
 هر هم مسلکه دبل هم مسلکه مل دی
 دي وطن کې د غلو ځکه محاکمه نه کیږي
 ځکه ټوله دولت یو ډول نه بل ‌ډول غل دی