نصیب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68156
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2018-01-13


سپینه ګیره غاښ وتلي چم د ځوان کړي
ډیر افسوس داسې زاړه به ورک خپل ځان کړي
چې سر سپین شي عقل هوش به یې پخیژي
نور نسلونه یې له کړنو ځان قربان کړي
خو دا ځینې چې زړیګي نو وړیګي
خپل پردی له خپلو کړنو روی ګردان کړي
هسې کړه کړي چې ماشوم به یې و نه کړي
نور نسلونه به یې کړه نو ته حیران کړي
څوک چې زوړ شي پاک الله ته توبه ګار شي
خو دا ځینې په رښتیا خپل ځان شیطان کړي
اکبري له پاک الله هدایت غواړم
په زوړ والي کې نصیب که مې ایمان کړي