د ملي بودیجې سند دویمې مسودې د وړاندې کولو په موخه د ولسي جرګې وړاندیزونو ته به ځای ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68162
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-01-14

مالیې وزیر د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې سند دویمې مسودې د وړاندې کولو په موخه د ولسي جرګې د ګډ کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړ


مالیې وزیر  اکلیل حکیمي د ولسي جرګې د ګډ کمېسیون په غونډه کې چې د ولسي جرګې رئیس  ابراهیمي او د بېلابیلو کمېسیونونو استازو شتون درلود، د وکیلانو له نظرونو او وړاندیزونو له شاملولو څخه وروسته د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې سند دویمې مسودې په اړه یې دوی ته جامع توضیحات ورکړل.

د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې سند دویمه مسوده له یو شمېر مثبتو تغییراتو له راوستلو د مالیې وزارت له تخنیکي ټیم سره په عمومي غونډو، د اتلسو کمېسیونونو پرله پسې ناستو او د رئیسانو کمیټې په ناستو کې د  وکیلانو د ارزښتمندو نظریاتو او وړاندیزونو له شاملولو څخه وروسته ترتیب شوې ده.