مناجات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68168
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2018-01-14


 ستا لپاره شپه او ورځ ناست په دعاء یم
 هیر مې نه یې په رګ رګ کې ستا آشنا یم
 رب مې لوی او له هرڅه ځنی بینیاز دی
 زه مې هغه لوی خالق ته په ژړا یم
 هیڅ خالي لاس ستا له دره تللي ندي
 زه هم ستا د لوی احسان په تمنا یم
 ربه ستا رضا زما رضا مدام ده
 ستا رضا د یار شفاء ده په ثنا یم
 اکبري الله ته سوال کړم باوري یم
 چې زما جانان زما په دې ګواه یم