په مرکز ښرنه کې د پنځه ویشت میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68175
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-01-23

 

د پکیتکا ولایت په مرکز ښرنه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په چوکاټ کې  دوه پروژې د څلور ویشت میلیونه افغانیو په مالي لګښت سره د پکتیکا د والي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وایي د کلیو پراختیا او بیاغونې او نورو ریاستونو په چوکاټ کې یې ګڼ شمېر پروژې په بېلا بېلو سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارلې چې له دغو پروژو څخه اوس د دغه ولایت زیات شمېر ولسونه ګټه پورته کوي.
ښاغلی  وحدت وویل دغه دوه پروژې چې یوه یې د مرکز ښرنې د پلتو سربند د اوبو د تنظیم او استنادي دیوال او بله یې د ښرنې د ممي کلي  د پل او ۳۸۰ متره استنادي دیوال د جوړیدو پروژه وه چې په دواړو پنځه ویشت میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د دواړو پروژو چارې د همدې ولایت د کلیوالي شورآګانو له لوري په سم او لوړ کیفیت ترسره شوې دي