نیران

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68209
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2018-02-06

 

 ژوند هغه دی چې پخوا کې د جانان وي
 بادشاهي ده که په ژوند کې د انسان وي
 که د ژوند مل په خبرو پوه دا نا وي
 نو دا ژوند به د الله بیا لوی احسان وي
 که نادان د چا جانان شي کور یې وران دی
 بیا به ټول عمر په غم او په ګریان وي
 که دوښمن د چا هوښیار وي بختور دی
 خو که دوست دې شو نادان زړګی پریشان وي
 بس ټول ژوند به تیره وې په جهنم کې
 که په ژوند کې دې نادان عمری جانان وي
 اکبري خدای مو دې ساتي له نادان نه
 له نادان سره لحظه ژوند د نیران وي