يو عراده ډاټسن موټر او اته بوشکې تېزاب ونيول شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68211
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-02-10


ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ قيلغو سيمه کې تېره ورځ پولیسو په کرولا ډوله موټر کې اته بوشکې تېزاب ونيول.
د معلوماتو له مخې له دغه تېزابو څخه په ياده سيمه کې د هيروينو په جوړولو کې ګټه اخيستل کېده.
دغه راز پولیسو په ياده ولسوالۍ کې تر شک لاندې يو عراده ډاټسن موټر هم نيولی دی.