د وياړ څلي ( د لويې پکتيا د علمي، فرهنګي او هنري څېرو ګډه تذکره) چاپ شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68238
مصور
دخبریدو نیټه : 2018-02-20


مصور
د وياړ څلي (د لويې پکتيا د علمي، فرهنګي او هنري څېرو ګډه تذکره) چاپ شوه. دغه کتاب چې د ليکوال او شاعر اسدالله غيرت لخوا په ۲۱۲ مخونو کې ليکل شوی ، د لويې پکتيا ۹۹ علمي، فرهنګي او هنري څېرې پکې معرفي شوي دي او د نويسا خپرندويې ټولنې لخوا په کابل کې چاپ شوی. ددې کتاب په لومړۍ مخ د لويې پکتيا د شپږو نامتو څېرو انځورونه راغلي او د کتاب په دويم مخ د ليکوال پېژندنه راغلې ده.
ښاغلي اسدالله غيرت په دې کتاب کې راغلې څېرې په دريو برخو ويشلي ، چې لومړۍ يې ليکوالان او شاعران، ورپسې علمي شخصيتونه او په پای کې هنري څېرې معرفي کړې دي او د هر کس ژوند ليک يې تر بېلا بېلو سرليکونو لاندې وړاندې کړی دی.
په دې کتاب ليکوال او شاعر علم ګل سحر سريزه ليکلې او په پښتو ادب کې يې د تذکرې ليکنې په تاريخي بهير او همداشان ددې کتاب په ارزښت او اړتيا پکې خبرې کړې دي.