دوه مخې دوستی!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68245
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2018-02-24

دا لمرغوندي روښانه ده او دنړی ډيري د ليري پروت هيواد اوسېدونکی هم پدې خبردی چې پاکستان دڅولسيزو ياپه بله اصطلاح دخپل جوړښت نه راپدې خوا تر نن پوري دترهگری ملاتړ اوتل یې نه يوازي دافغانستان بلکي دهرهغه هيواد پرخلاف ترهگر روزلی کوم چې ددوي خوښ نه وو. داچې دافغانستان او افغان ولس پروړاندي کوم دښمنانه سياست پرمخ وړي اوددوي داستخباراتی پروژو دپلي کولو په موخه د خپلو روزل سوو نوکرانودترهگريزو بريدونو پوسيله څومره افغانان له ژوندمحروم کړی او افغانستان پرپاکه خاوره همدا اوس دتوغنديو برېدونه کوي خبرونه یې دنړی ترگوټ گوټ هره ورځ رسېږي . داچې هره ورځ ترهگر اوځانمرگی روزل سوی رالېږي اوترهگريز ورانونکي او سړی وژونکي بريدونه سرته رسوي داخو پرخپل ځاي پرېږده ! ددې لمرغوندي روښانه حقيقت اوواقعيت سرۀ متاسفانه پسله ترکيې ،چين اوس دسعودی چارواکو هم د متحدو ایالتونو د هغې پرېکړې په ضد اقدام کړی چې پاکستان د ترهګرو دمالي ملاتړو دولتونو د څار په نړیوال لست کې ور ګډ کړي .پدې هيله پسله هغه چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دوې ورځي وړاندي روسې ته سفردرلود اوروسیې ورته دهرډول مرستی اوهمکاری ټټر وټکاوه ، دحين ،سعودي اوترکيې غوندي دريز خپل نکړی . موږ پدې پوهيږو چې په سياست کي دوستی نسته ، سياسي اواقتصادي گټي مطرح دي ،خوماداپنځوس کاله چې کوم څه لوستی اويامي اورېدلي نوپه سياست اوسياسي اړېکو کښي مي داډول سپين سترگی اوله ټولو اخلاقی اوانسانی نورمونو نه سرغړولو اصول والله که يوځاي لوستي وي . پرون له سعودی نه دافغانستان د ملي امنيت سلا کار ښاغلی حنيف اتمر راوگرځېد ،نن بيا يوازي پدې خاطر چې پاکستان زرنفره عسکر سعودی ته ليږي داچې بياهغوي څنگه اوپه کوم نوم ورنه استفاده کوي دابله خبره ده ،دادی نن دهغه هيواد دملی گټوپرخلاف له هغه هيوادنه فاع وکړه کوم چې زموږ تاريخي دښمن دی ،پدې ډاډه يم چې ښاغلی حنيف اتمر به له پاکستاني ښکاره اوبربنډو لاسو هنو اومداخلو نه سرټکونه هم ورته کړې وي اوشيخ صاحب به سرورته ښورولي وي . ددې ترڅنگ همدا ترکيه اوچين په افغانستان کي داقتصادي پروژو لرونکی هيوادونه دي اودبلي خواچين خودسولی اوسوسياليزم علمبردار ځان بولی اودترهگری سره دمبارزې ډبره پر ټټر ټکوي دترهگری سره مبارزه په همدې ډول وي ؟؟؟ اوسعودي خوداسلام او اسلاميت مدافع ځان بولي اوتل داخبره کوی چې موږ په افغانستان کي سوله اوثبات غواړو ،داده دسولي اوثبات راوستو لپاره ددوي دهڅو روښانه بېلگه ؟ که ددې هيوادونو دريز داوي افغانستان دولت ملي مکلفيت لري چې په خپله خاوره کي دويته په اقتصادي پروژوکي دگډون حق ورنکړي اوددوي دهرډول مرستوسره چې په ظاهر مرستی اوپه باطن کي داډول په زهرو ککړه چاړه ده مخالفت وکړي . په نړۍ کي په لسگونه نور هيوادونه سته چې غواړي په افغانستان کي پانگه اچونه وکړي ،دهغوي سره بايداړېکيونيول سی اوپانگي اچوني ته راوهڅول شي . د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ نه دافغانانوکلکه غوښتنه داده چې زموږ سره کړې وعدې بايد عملی شي .ځکه تاسو یې دسرپه سترگو گوری چې پاکستان درواغ وايي اونه يوازي تاسو بلکي غواړي ټوله نړی و غولوي . امریکا بايد خپل دا گواښ ته چې د پاکستان پر ضد به سخت دریځ خپل کړي ځکه چې د امریکا په وینا پاکستان د سختدریځو ملاتړ کوي عملی گامونه موږ ووينو . داچي د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو د پناهځایونو په خاطر تېره میاشت دغه هیواد ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته وځنډوله دافغانانو اونړيوالو دملاتړ اوهرکلی سره مخامخ شو . دافغانانو غوښتنه داده چې تاسو بايد د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره په خپلې تګلارې کې له پاکستان نه غوښتي جدي ونيسئ اوپردې هيواد هراړخيزه فشار راوړی ترڅودېته مجبورسی چې له افغان وژنې،په افغانستان کي دنړيوالوعسکرو اونورواوسېدونکو او همداډول دترهگرو له روزنې اوتمويل نه عملا لاس په سرشي . نه يوازي دافغانانو بلکي دسيمي اونړی دسوله دوسته ولسونو يوازنی هيله داده چې داتاريخي دترهگری ځاله بايد ورانه شي،ترڅودسيمي اونړی خلک ددې شرير هيواد له شرارت نه خلاص شي .