خوست به ډېر ژر جلغوزیو په نړیوال تولیدي او پروسس مرکز بدل شي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68265
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-03-31


خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي څه موده وړاندې د جلالتماب ولسمشر په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د جلغوزیو د پروسس، تولید او بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو د صادراتو په تړاو ترتیب کړې طرحه په لومړي ځل وړاندې کړې وه، چې تېره ورځ په همدې تړاو  جلالتملب ولسمشر له خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له والیانو سره د خوست والي د جلغوزیو د طرحې په اړه بحثونه تر سره کړل.
په دغه جلسه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه، د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د والیانو سربېره د اقتصاد او سوداګرۍ سکتور مسولینو هم ګډون درلود، ولسمشر غني وویل، چې د سیمې هېوادونو د جلغوزیو د صادرولو لپاره اماده دی او موږ باید له یوې خوا ددې فرصت څخه ګټه پورته کړو او له بلې خوا د خلکو عاید لوړ کړو.