« کلتور » که « ښکارهنګ » ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68266
پوهنمل حاجی محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2018-03-31

 

 

    څو ورځي وړاندي مي په nahimi.dk سایټ کي د محترم انجینر داؤد اڅک صاحب په غښتلي قلم تر « د کلتور لپاره ښایسته او پښتنه کلیمه ( ښکارهنګ ) ده » سرلیک لاندي یوې لیکني ته پام واوښت .
داچي زه پدې وروستیو کي د پښتو ګړدود او لیکدود ، خو په ځانګړي توګه په اوسني شرایطو کی د لیکدود په اړه چي ورځ تر بلي په میډیا اوپه تیره بیا په فیسبوکي بحثونو کي دسنتډرد او معیار څخه واټن نیسي ، د سخت تشویش سره مخامخ یم،لوړ سرلیک راته په زړه پوري و ایسیدی او سمدستي يي په لوستلو لګیا شوم . د خدای حق خبره خو داده چي اڅک صاحب هلته ډیر په زړه پوری مالومات وړاندی کړیدي .

    څه موده وړاندي دلته په ډنمارک کي و یوه سیمینار ته بلل شوی وم چي د مورنۍ ژبي د نړیوالي ورځي د لمانځلو پخاطر د ملی تحریک په نوښت د ډنمارک میشتو افغانانو لخوا جوړ شوی وو .  په سیمینار کي مي په پښتو ژبي کی د لیکدود او ګړدود د ستونزو په اړه خپله یوه لیکنه ولوستل . دا چي لیکنه هلته د ارویدونکو په ښه هرکلی سره بدرګه شوه ، ځکه مي ورورسته د افغاني بریښناپاڼو د لاري په درو برخو او په خپله فیسبوکپاڼه کي مي په پنځو برخو کی خبره کړه . ما پخپلي دغي لیکني کي په پښتو کي د علمي نیولوجیزم ( نوی لغات جوړوني ) په هکله هم د خپل توان په کچه اړین مالومات وړاندی کړی وو . مینه وال کولای شي په افغان ـ جرمن سایټ کي یې زما په ارشیف او یا زما په فیسبوکپاڼه کي ولولي .

    ښایي په همدې خاطر به وو چي د اڅک صاحب لیکني مي پام ځاتنه واړاوه . که څه هم هلته د نیولوجیزم یادوونه نده شوی خو « ښکارهنګ» دده په نظر د « کلتور » د پاره ډیره مناسبه ، ښایسته او پښتنه کلمه بریښیدلی ده چي دا پخپله د نیولوجیزم پروسه ده . د « کلتور » د تعریف څخه به تیر شو ، ځکه چي ټولمنلی تعریف یې تر اوسه ندی موندل شوی او لکه اڅک صاحب چي وایي په اروپایي ادبیاتو کي د کلتور د پاره تقریبا دوه سوه تعریفه وړاندي شوی دي . زه ددي خبری سره مخالفت نلرم چی د ښکارهنګ کلمه به ښایسته وي . دا هم یوه اړتیا بولم چي باید د نیولوجیزم نه کار واخیستل شي څو پښتو ته نوي اړیني کلمی و لټولي شي . خوددی کار سره بیا همږغی نه یم چی هر غیر پښتو لغات ته د نوو کلمو پسې و ګرځو . د همدغه لامل پر بنسټ ماته د « کلتور » د پآره چي ریښه یې پښتنه نده ، د بل پښتو لغات لټول اړین نه بریښي . کلتور چي په انګریزي او نور پرمختللو اروپایي ژبو کي کارول کیږي ، ددوی خپله کلمه نده او د لاتین څخه یې اخیستې ده . کله چي انګریزي غوندي پیاوړې ژبه پردي کلمي منلای شی ، بیا نو پښتو خو ددغه ډول کلمو منلو ته ډیره اړتیا لري .

     لکه څنګه چي ما په خپلو تیرو لیکنو کي یادوونه کړې ، نیولوجیزم ته کیدلای شی د دوو اړخونو څخه و کتل شي . یو داچي د علم او تخنیک د پرمختګ سره سم باید د نوو رامنځته شوو لغاتو یا اصطلاح ګانو د پاره په پښتو ژبه کي اړوند انډول لغاتونه و لټول شی لکه د ایمیل د پاره « بریښنالیک » . زه پخپله د ټولو هغو نومونو او اصطلاح ګانو د پاره د پښتو لغاتونو د لټولو سره همږغی نه یم چي د علم او تخنیک په برکت باید ژبي ور ننوځي . داسی په نړیواله کچه منل شوی اصطلاح ګاني نه یوازي داچی ژبه نه کمزورې کوي ، بلکه بډایه کوي یې . ددې خبري ترڅنګ دا هم اړینه ګڼم چي د هغو موجودو غیر پښتو ( دخیلو لغاتونو ) او یا ( پور شوو لغاتونو ) د پاره یو موزون پښتو لغات و لټول شی چي د علم او تخنیک د پرمختګ جبر یې لامل ندی . دا ځکه چي پښتو ژبي یو وخت د خپلي ټیټي وییپانګي د لوړولو په موخه دا ډول لغاتونه د خپلو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو پخاطر د مجبورۍ او بیوسۍ له مخي د نورو ژبو څخه چي لاسرسۍ یې ورته درلود ، پور کړي وه . دا مهال چي هغه بیوسي تر زیاتي کچي له منځه تللی ده ، پکار ده پدې پوه شوو چي پردی کټ تر نیمو شپو وي ، ځکه نو باید د هغوی انډول داسی پښتو لغاتونه د نیولوجیزم په مټ را پیدا او و کارول شي چي د نوموړي غیرپښتو لغات د پاره یو صلاحیت لرونکی ځایناستي وشي او قبوله شوی مانا یې هم په یوه په زړه پوری ږغ سره څرګنده کړای شي .

     دا چي زه په مسلکي خټه ادبپوه نه بلکه د کانپوهني شاګرد یم ، ځکه نو د « کلتور » د پاره د « ښکارهنګ » د چورلټ ردولو صلاحیت نلرم ، له همدې کبله مي پدې هکله ددغي څانګي د ماهر ، ادیب ، لیکوال او د هیواد وتلی څیړونکي ، محمد معصوم هوتک صاحب نه پوښتنه وکړه . هوتک صاحب د ایمیل ( بریښنالیک ) د لاری لاندي لیک را ولیږه :

« محترم نوزادي صاحب
سلامونه او درناوۍ
ما د ښاغلي داود اڅک لیکنه وکتله. زه پخپله له دغه راز جوړونو سره جوړ نه یم. یوې ژبي ته چي کله له بلي ژبي څخه  یو لغت راننوزي او د ژبي ویونکي ئې ومني، یعني وئې لولي، وئې وایي، وئې لیکي. دا لغت نو د ژبي خپل مال سي په ادې و بابا پسي ئې څوک نه گرزی او خپل لغت ئې گڼي. اولس له تورکي ژبي څخه زموږ ژبي ته ننوتی دئ اوس زموږ په ژبه کي داسي منل سوی دئ چي د پردي لغت خیال لا نه پر کوو. کلتور هم زموږ په ژبه کي عام سوی لغت دئ او د ایسته کولو اړتیا ئې دومره جدي نه ده. ددغه عام لغت پر ځای نوی لغت جوړول د ژبي د ویونکو دوه رازه انرژي ضایع کوي. یوه ئې د نوي لغت د زده کولو انرژي ده او بله ئې د زاړه لغت د هېرولو انرژي. تاسي ته معلومه ده چي په ژبه کي د هېرولو عملیه تر زده کولو زیاته انرژي غواړي په دې معنی چي د یوه لغت زده کول اسانه دي خو هېرول ئې ډېر وخت غواړي. په تېره بیا دداسي لغت هېرول چي هغه په نورو ژبو کي د پراخ استعمال قوت هم ولري. د کلتور له پاره یو وخت وزیر صاحب محمدگل مومند د ( هڅوب) کلمه جوړه کړه. دده په نظر کلتور داسي تعریف درلود چي ( هغه څه چي ولسونه سره بېلوي) ددغه تعریف له کلماتو څخه ئې ( هـ، څ، و، ب) راواخیستله او هڅوب ئې وزېږاوه .  خو عام ځکه نسو چي د کلتور عمومیت پر پیاوړی وو او هېرولو ته ئې چا زړه ښه نه کړ. که فرضا په ژبه کي د یوه لغت د جوړولو اړتیا رامنځ ته سي نو د لغت جوړوونکو ته په کار ده چي د لغت  تر عامېدلو پخوا یو نوم ورته وټاکي. په ټاکلو کي باید د ژبي د ټولو لهجو د ویونکو ستونزي په پام کي ونیسي. د (ښکارهنگ)کلمې د سر دوه اوازونه (ښ، ک) په ځینو لهجو کي ( خ، ک) تلفظ کېږي. ددغو دوو څنگ پرڅنگ قریب المخرجو اوازو تلفظ هغوی ته سخت دئ. په تېره بیا که په یوه داسي لغت کي دا دوه اوازونه څنگ پرڅنگ راسي چي تر یوې څپې (هجا) زیات وي. په دغه شان څو څپه ییزو لغتو کي هغوی ددغو دوو اوازو څخه یو حذف کوي. مثال ئې کښېنستل دي چي هغوی ئې کېنستل تلفظ کوي. بل مثال ئې بخښل دئ چي هغوی ئې بخل تلفظ غوره بولي. البته که لغت یوه څپه وي، بیا ئې نو ستونزه ډېره نه ده. ښکار او خکار دواړه د تلفظ ستونزه نه لري،نو د نوي لغت په جوړولو کي باید ددغو خلکو ستونزه هم په پام کي ونیول سي. په ښکارهنګ کي د (ښ، ک) څنگ پر څنگ راتگ او هغه هم په دوه څپه یي لغت کي د یوه اواز د حذف له خطر سره مخامخ کېږي. دا خطر ئې که څه هم کمزوری دئ خو احتمال ئې سته. نو په نوو جوړونو کي باید حتی الوسع کوښښ وسي چي د هغو آوازو له راوړلو څخه ډډه وسي چي د ژبي ویونکي ئې په دوه رازه تلفظ کوي. خبري راڅخه اوږدې سوې. زه د کلتور خوږه ،نړیواله او زموږ په ژبه کي عامه سوې کلمه په یوه بله نابلده جنجالي کلمه باندی اړول لازمه نه گڼم خو ځانته دا حق هم نه ورکوم چي د نورو نظرونه ناسم وبولم. ـ
په درناوي
هوتک  »
   د لوړو علمي یادوونو له مخی ، اوس ستاسي خوښه ، « کلتور » که « ښکارهنګ » ؟