مداخله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68276
اکرام الله صافی
دخبریدو نیټه : 2018-03-23

مداخله
د لومړی نړيوال جنګ څخه وروسته نړۍ د سياسي او عقيدوی پلوه په دوو بلاکونو وويشل شوه او دريمی نړۍ هيوادونه د زبرځواکونو د سيالۍ او رقابت ډګر وګرځيدل، زبرځواکونه د خپلو اهدافو ته د رسيدو پخاطرد ځمکی پراختيا لپاره سياسي او نظامی طرحې جوړې کړې ، د هيوادونو په استعمار او مداخلې لاس پوری کړ.
د هيوادونو ملی حاکميت ته صدمه رسول د مداخلې څخه عبارت دی،يو هيواد بی له کوم قانونی دليل پرته بل هيواد پدې مجبوری چې په خپل داخلې او خارجی مسايلو کې د مداخله کوونکې د نظرياتو تابعيت وکړی عبارت د مداخلې څخه دی.
د نه مداخلې اصل پربنسټ اصولاّ او اخلاقا په يو هيواد کې مداخله د مداخله کوونکې هيواد حق نه ګڼل کيږي ځکه د هغه هيواد د استقلال، ازادئ او حاکميت ته صدمه رسيږي او اساسی حقوقو يې ترپښو لاندې کيږي.
د نه مداخلې اصل بايد د هيوادونو مسوولېت او وجيبه وګڼل شی ځکه د نړيوالو نورمونو او قوانينو پر اساس هيوادونه کولاې شي چی خپل داخلی سياست د خپلې ارادې پر اساس ترتيب او تنظيم کړې او خپل خارجې سياست د خپلو ګټو پر اساس اداره او تنطيم کړې.
که چيرته دولتونو ته اجازه ورکړل شی چی نورو هيوادونو کی مداخله وکړې نو د هيوادونو رويات،عادات او حتي سياستونه سره تغير لری، يو قانون شايد يو هيواد لپاره ګټور ثابت شي او بل هيواد ته مضر ثابتيدلې شی ځکه کيدې شې چې د هغه هيواد د عقيدې مذهب سره په ټکر کې وی او د هيوادونو ادارې، اجتماعې تګلارې، اب هوا او محيطی جوړښتونه سره توپير لري او بل دا چی مداخله د هيوادونو استقلال، ازادي او حاکميت سره په ټکر کې ده.
اوپن هايم مداخله داسی تعريفوی: د يو هيواد د لوری د خپلو اتباعو د ساتنی په منظورپه بل هيواد په داخلې او خارجی مسايلو کې په امرانه ډول مداخله وکړی د وړومبی هيواد د لوری په دويم هيواد کې مداخله ګڼل کيږې.
د يو هيواد يا يوه ډله هيوادونو لخوا د بل هيواد داخلې او خارجې پاليسې اغيزمنه کول عبارت د مداخلې څخه دي.
ځنې هيوادونه د خپلو مداخلو لپاره توجيهات پيداکوی چی دا توجيهات په لاندې ډول دي.
۱ : چې نړيوالې سولې ته حطر متوجی وی
۲ :نه مداخله د يو هيواد امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا ته نقصان رسوی.
۳ :د خپلو اتباعو د ساتنې په منظور
۴ : د نړيوالو حقوقو او اصولو څخه يو دولت سرغړونه
۵: که مداخله کوونکی دولت ته د يو تړون له مخې د مداخلې حق ورکړل شوې وي
۶ : يو هيواد د متحده سياست د پريکړو څخه سرغړونه وکړې
۷ :که چېرې يو دولت د بل دولت تر قيموميت لاندې وي
دمداخلې اصلي شکل په لاندې شکل ښکاره کېداي شي
۱ : مداخله په هغه صورت کې مداخله ګڼل کېږي چې مداخله کوونکې دولت خپله غوښتنه او اراده په طرف مقابل دولت قبلول غواړي.
۲ : مداخله بايد د مستقل دولت په امورو کې شوې وي چې هغه دولت د حاکميت لرونکی وي
۳ :مداخله يوازې او يوازې د مداخله کوونکي دولت په ارادې سره رامنځته شوې وي

د نه مداخلې په اصل کې ځينې استثناءت واردول
په دې هکله د حقوقپوهانو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی.
۱ : يوه ډله پر دې باور دي چې په هيڅ صورت مداخله جايز نده ځکه مداخله د استقلال، ازادۍ او ملی حاکميت اصل ته صدمه رسيږي.
۲ :دويمه ډوله پر دې باور دي چی د نه مداخلې په اصل کی استثناءت شته
۳ : څلورمه ډله پر دې باور دي چې د بشردوستۍ په اساس مداخله جایز ده
۴: پنځمه ډله پر دې باور ده چی يو هيواد نړيوال حثيت او ځمکنۍ بشپړتيا ته د بل هيواد څخه صدمه رسيږی بيا مداخله جايز ده.
۵ :دريمه ډله پر دې باور دي چی د ډيرو هيوادو د ګډ تصمیم کی مداخله جايز ده

د مداخلې شکلونه:
مداخله د هيوادونو لخوا په مختلفو شکلونو ترسره کیږي
۱: د هېواد به اساسی تشکيلاتو کی مداخله
۲: د يو هېواد په اساسی قانون کی مداخله
۳: د يو هېواد په مالی امورو کی مداخله
۴: د يو هېواد په اداری امورو کی مداخله
۵: د يو هېواد په خارجې سياست کی مداخله
مداخله په مختلف ډول تقسيم شوې ده مونږ یی د شدت او حفت له خيث په نرمه او ګرمه مداخله تقسيموو
نرمه مداخله: عبارت د هغه مداخلې څخه ده چی په ښکاره مداخله نه ښکاريږي بلکې به ښکاره ډول نورې ښکاره کوي او د نرمو لارو څخه خپل نظر په نورو هيوادونو تحميلوي.
د ا مداخله د لاندي لارو څخه صورت نيسی
۱: د علمي او فرهنګي لارو څخه
۲: د سياسی احزابو د ملاتړ له لارې
۳: د کنفرانسونو،غوڼدو او لاريونو له لارو څخه
۴: د موسيساتو او خيريه د مرستي بنسټونو له لارې
۵: د رسنيو له لارې
۶:د سوداګرئ او نورو اقتصادې لارو څخه
ګرمه مداخله: عبارت د هغه مداخې څخه ده چې په ښکاره د يو بل هيواد په امورو کی لاسه وهنه کوی او لاسوهونکي هېواد په ښکاره ډول موحه يې په بل هیواد کې لاسوهنه وې
دا مداخله په لاندې طريقو سره صورت نيسی
۱: دپټو اجنټانو په اساس(جاسوسانو په اساس)
۲: د پټو اجنټانو او مشاورينو په اساس
۳: د نظامی او عسکري قيادت په اساس
۴: ترهګريز ګروپونو جوړول او ملاتړ کول
۵: مخالفو ډلو تقويه او ملاتړ کول
۶: اقتصادی بنديزونه لګوی
۷: خپلې نمانينده ګۍ ټړل په يو هيواد کې