دې ته وایي د شیطاني مثلثاتوشیطاني کچکول !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68282
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2018-03-17

زموږ هڅاند ، مُدبر ، متخصص او مدیریت محوره جمهور رئیس دې تل ژوندی وي . د ده د هرې ورځې په تېرېدوسره د کینه کښوګاونډیانواوکورنیوبېسواده چوکي پرستواوقدرت ته تږورقیبانوزړونه په کې وروچاود ل . ځکه هره ورځ چې اشرف غني پرکوم ملي نوښت باندې لاس پورې کوي اوبنسټيزکارونه پیلوي ، نو پررقیبانو، کم اصلو سیالانواوکینه کښوګاونډیانویې کفن څيرېږي . همدااوس دا وېره ورسره پیدا شوې چې غني پرخپلو دغو پروګرامونو پلي کولو باندې د ملت مخ له دوی څخه واړاوه او هغه ورځ هم را تلونکې او را لنډه شوې چې همدا ملت به له دوی څخه ددوی د تېرو واکمنیو پوښتنې وکړي او حساب کتاب به ورڅخه وغواړي . ځکه خودغومخالفینوهرې خوا ته خپلې مذ بوحانه هلې ځلې پیل کړې ، همدا اوس دافغانستان له دښمنانوسره غاړه غړۍ ، لاسونه یې ورسره یوکړي ، د افغانستان د ملت ، خاورې او نظام چپه کولوته یې اوږه ورکړې او لګیا دي همدا اوس د ملي شتمنیوچورکولو پروګرامونه جوړوي .

کټ مټ لکه د اماني دورې په څېر، اوس هم د سقاوعیسوي مذهبه ، او د ګوډ ملا (آی اس آی ) طلبه بچیان همغه ډول شعارونه دغني پرضد استعمالوي ، ډول ډول ټاپې ورباندې وهي ، او خلک یې پرضد را پاروي ، ترڅود انګرېزانوهمغه ډول پروژه یوځل بیا ورباندې بریالۍ کړي اودا هېواد لکه په لومړي پېرچې انګرېزانود بنو اووزیرستان له لارې ، او ور پسې روسانود ماسکو اوتاجکستان له لارې همدغو بودنه بازانوته ورسپارلی ؤ ، اوس بیا غواړي ددرېیم ځل له پاره یې همدې ډلې ته وروسپاري ، ترڅود نیمې پېړۍ له پاره دغه شریف ملت یوځل بیا د خپلو په اصطلاح سیاسیونو پرمعجون باندې خمار (بیده) او نیم ژواندی وساتي .

هو ! ددوی ، د استعماراوکینه کښوګاونډیانواصلي هدف همدغه دي چې افغانستان د تل له پاره لوټ ، خوار ، زار ، بې تعلیمه ، بې سیاسته ، بې علمه ، بې فرهنګه ، بې د ینه ، بې هویته ، بې ارادې ، غیرصادراتي ، ناامنه ،  بې تولیده ، مصرفي ، او د پردیو توکو د پېراو پلورپه مارکېټ بد ل ، یو تلپاتې مزدور، کچلول په غاړه سوالګراومحتاج هېواد وي .

نه غواړي چې دا هېواد او زموږ هېواد وال دې په خپل کورد ننه هوسا ، بسیا اود نوروله بنډاوکولنډ څخه خلاص خود کفاء ژوند ولري . 

خود افغانستان ملت اوس ویښ شوی ، دا مهال دافغانستان خلک هغه داماني دورې خلک نه دي چې د انګرېزانوخود ساخته ټا پې ور پورې لګول به په پټوسترګوڅوک ور باندې ومني . ځکه په دغه یوویشتمه پېړۍ کې خو افغانان د انګرېزانو هغه  خیالي هدیرې ، قبرونه او بابا ګان هم پېژني چې غلاکړي لرغوني توکي اونوراستخباراتي شیان به یې په کې ترلسوګونو کلونو پورې پټ کړي وو .

انګرېزانوهغه وخت په خپلو دغو درواغجنو بابولالوسره افغانستان سل کاله شاته وغورځاوه ، د بغدادي پیراکټونه ښه ورته یاد دي . اوس که هغه اکټونه د امرالله صالح په نقش کې ولوبول شي ، او یا د کوم بل کرېکټر، خوافغانان اوس د برتانوي استعمارد سیاسي ګیدړانو پرټولوچلونواو استخباراتي درواغو باندې ښه سم پوه شوي دي ، اود چرچل هغه خبره یې هم په غوږ کې ده چې خپل یو مأمورته به یې د نصیحت په توګه زمزمهکړې ده هغه ویلي : (( د یوه حقیقت او ریښتیا د پټولوپه خاطر یو زرځلې درواغ ووایه ! )) .

نن افغانان د غنې ترشا هم ولاړ دي او څنګ ته هم . نن غني د شاه امان الله په څېر یوازې نه دئ چې څوک یې له یو دستمال افغاني خاورې سره ایټالیې او یا کوم بل هېواد ته تجرید کړي . افغانان ټول په دې هڅه کې دي چې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو دغه ډول تو طئیې په نطفه کې ورخنثی اوشنډې کړي .

ګاونډ یانواوځینواستخباراتي کړیود افغانانود ملي یووالي د سره تیت پرک کولو په خاطر په افغاني ترمینالوژۍ کې ګوتې ورووهلې . د قوم ، ژبې ، مذهب ، سیمې ، لږه کیواو ډېرکیو د تبلیغ نغارې یې په خپلو مزدورو رسنیوکې و ډنګولې . د الکترونیکي تذکروفتنه یې را پورته کړه . په کابل کې د ښاري واټونو اوکوڅود نومولو اېښودلو د سیسه یې په کاراچولې . په انتخاباتوکې یې ګوتې ووهلې او خپلواتباعوته یې د افغان په نوم کارتونه ووېشل . د کلیو په سطحه له عادي سرګرو پانو څخه یې افسانوي ملي قهرمانان جوړکړل . جهاد او مجاهدین یې بدنام کړل . د پرمختګ مخه یې ډپ او نیولې . ځنځیري او هدفي وژنې یې تر سره کړې . د طالب ، القاعده ، ترورېزم ، داعش ، حزب التحریر، او نورو په نوم ډلې ټپلې یې جوړې کړې . نړیواله ټولنه یې په دې پلمه افغانستان ته پرې را وستله چې ګواکي افغانستان ته ترورېزم راغلی او دا ترورېزم یوازې پښتون ټبر دئ او باید دوه زره کیلو یي بمونه ور باندې وغور ځول شي .  دا قوم باید وځپل شي ، ټوټه  ټوټه او تجرید شي . دې ډلې  پردیونیابتي اوکرائیي جګړو ته یې لاره پرې هواره اوخپلواک افغانستان یې پرې اشغال کړ.

خپله پاکستاني چارواکو وویل چې موږ له امریکې سره د افغانستان په اشغال کې ډېره مرسته وکړه ، د پاکستان ځمکه اوهوا مود افغانستان د اشغال له پاره د امریکې په اختیارکې ورکړه ، اوامریکې د نړیوالوکنونسیونونواوتړونونوله مخې (۵۷۰۰۰ ) سترهوایي بریدونه په افغانستان کې ترسره کړل چې له کبله یې د افغانستان ارضي تمامیت ، استقلال ، اوقانون ته هم په سپکه سترګه په کې وکتل شول . ځکه د ترورېزم اصلي مصدرځای او د تمویل ، تجهیراود قوماندې مرکزخو پاکستان ؤ او دئ . نو نړیوالو ولې سره له تشخیصه د سیمې او نړۍ پرکلموباندې د پراته فیته وي چینجي سر تر نن پورې ژوندی پرې اېښی او د بدن نوره برخه یې په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې له منځه وړل غواړي . ځکه خو د امریکې له خوا یوازې د پاکستان له خاورې پرافغانستان اوافغانانو باندې دا بریدونه ترسره شول .

دا څه ډول درملنه ده ؟ په داسې حال کې چې د ترورېزم پرازیت خو د خپل خصلت له مخې بیا له سره تغذیه او وده په کې وکړه ، اوټوله سیمه یې د نا امنیو ترخپل پوښښ لاندې راوستې ده . ترهغو چې سر یې په پاکستان کې له منځه ولاړ نه شي ، د ترورېزم دا پرازیت نه ختمېږي او تل به د سیمې او نړۍ پرکلمو باندې همداسې تخریبي او باروتي خولې لګوي .

دا چې د ډېورنډ کرغېړنه نا منل شوې کرښه ، او پردې کرښه باندې د خندقونو کیندل او اغزن تارونه غځول کېږي ، پاکستان  د کونړونو اود افغانستان د نوروهغواوبوخپلولو پرسردا پردۍ جګړه په اجاره اخیستې وه او پردی جنګ یې پرافغانانو باندې ورتحمیل کړی ؤ چې په دغې معاملې باندې یې هم له نړیوالو څخه خپل باجونه اخیستل ، هم یې د ترورېزم له غواګۍ څخه شیدې خوړلې  ، او هم یې د قبائلي سیمو د خپلولو له پاره  په لره پښتونخوا ه کې له اوله سره تر نن پورې  (۸۰۰۰۰) قبائلي مشران او ويښ پښتانه د پنجاب ادارې نیولي او وژلي دي . ځکه خو نن له چتراله تر بو لان پورې ټولو ( ۴۵۰۰۰۰۰۰) اسیرو او محکومو پښتنوله پنجاب ادارې څخه د خپلو ملي او بین المللي حقوقو ترلاسه کولو په خاطرغږ پورته کړی ، په لاریونونو یې لاس پورې کړی ، ( له اټک څخه تر آمو پورې ) ځان د لوی افغانستان برخه بولي . لوی افغانستان خپل کورګڼي او د غربي شرمښ په ناولې خوله د خپلو بچو او خپلو خپلوانو پرسینه باندې دغه منحوسه کرښه چورلټ نه مني .

د کوکنارو کښت اوکرونده او د پروسېس ماشینونه او همداسې د کوکنارو د ترویج او تبلیغ له پاره د سنلېس ( ان جي او ) د پاکستان له خوا هلمند اوننګرهارسیمو ته له پاکستان څخه راوړل شول او په کابل اوځینو نوروښارونوکې یې غونډې او سیمینارونه ورته پرې برابرول ، چې اوس مهال د کوکنارو د تولیداو ددغه تور تجارت د ګټې کچه تر (۱۱۰ ) میلیاردو ډالروهم وراوښتې ده ، خو په بدل کې یې له یوې خوا د افغانستان د نفوس ترنهمې برخې زیات خلک په نشو او پوډرو باندې معتاد کړل ، چې په هغو کې (یومېلیون ) یې مېرمنې ، (یولک او شل زره ) ماشومان او پاتې نوریې ټول ځوان کول دئ چې پرته له وینې تو ئېدو یې په تدریجي مرګ وژني ، چې اوس د ټولوشمېرتر( دری نیم مېلیونه ) هم وراوښتی دئ .

د افغانستان دغه بشري ځواک همدغو ګاونډیانواو بهرنیانوپه لوی لاس د خپلومفاداتو پرسررا ته فلج او د افغاني ټولنې پر اوږو یې وربارکړی دئ ، خو سر بېره پردې یې د تریاکوجنګ افغانستان ته را انتقال کړ.

انګرېزانو د امریکې د یوه پخواني استخباراتي مشر په قول په دوو میاشتو کې یوازې له دیشو ؤلسوالۍ څخه د (۲۵۰۰۰۰۰۰۰۰۰) په ارزښت خام یورانیم په چورلکو کې  خپلې بحري قرار ګاه ته وړي دي ، خو دوی هلته (۱۶) کاله حضور درلود ، نو دوی به څومره ځمکنۍ زېرمې له هلمند څخه وړې وي ؟ ددې سوال پوښتنه دې افغانان له انګرېزانو څخه وکړي .

بلخوا ایران هم څه کمی نه دئ کړې ، ځکه هغوی له پېله د هلمند ، فراه رود او هریرود د اوبو دعوا کړې اوهغه د ځان ګڼي ، له همدې کبله په افغانستان کې ګوتې وهي ، اوبه خړوي او خپل کبان په کې نیسي . که نه نوتاسود سلما ، کجکي، دوغارون اوکمال خان د بند ونو په تړاو د ایرا ن عملي تخریبونه د رسنیوله لارې هم ولیدل شول اوهم مو واورېدل چې ایران غواړي په خپل دې کار سره د افغانستان پراوبوخپلې ځمکې خړوب کړي اوافغانستان له خپلو بندونو، کرکیلې اوانرژیکي تولید څخه پرې محروم کړي .

بل لور ته ایران د خپل اوږد مهال له پاره په پام کې لري چې له فارس خلیج څخه ترایغورپورې فارسستان کبیراوانټرشیعه ئېزم جوړکړي ، خوافغانستان یې ترمنځ یوه عائقه سیمه پرته ده ، او باید ددوی په خپل آند د افغانستان جنوب غربي ، شمالي او شمال شرقي برخې د یو دهلېز په توګه ځانته پرانیزي او په کې پراته خنډونه له منځه یوسي ، ترڅو په راتلونکې کې د تهران امپراتوري د روسیې او چین له د ېوالو سره و مښلي .

 پرافغان سرحدي سیمو باندې چې کوم توغندیزبریدونه د پاکستان او ځینې وخت د ایران له خوا ترسره شوي او ترسره کېږي ، دا خولا بېله خبره ده . خو په کومو سرحدي سیموکې چې بهرني ځواکونه پراته وواو دهغوسیموځمکنۍ ژېرمې یې لوټ کړې ، نوبیا یې بېزونه هم پاکستاني پوځیانوته وروسپا رل ، چې له امله یې اوس پاکستان په هغوسیموکې له (لس څخه درواخله آن ترپنځلس اوشل) کیلومترو پورې د افغانستان په خاوره کې د ننه خپلې پخې پوځي تاڼې اوچاوڼۍ جوړې کړې دي .

د افغانستان ګاونډیانوچې اوس خپل ځانونه ، خپل رژیمونه ، خپلې ګټې اوخپلې جغرافیې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د حضورله امله په خطرکې ولید لې نواوس وایي چې افغانستان کفراشغال کړی . افغانستان دارالحرب دئ ، او پاکستان دارالامن . په افغانستان کې جهاد روا ، او په پاکستان کې ناروا دئ . دېته وایي د شیطاني مثلثاتوشیطاني کچکول .

که څه هم نن سبا د افغانستان د سولې په اړه خبرې د سیمه ئیزوکنفرانسونوله لارې چټکې شوې ، خو چې سوله افغاني نه شي اوافغان مخالف یرغمل شوي وسله وال طالبان د پاکستان ، ایران ، روسیې اوځینونورواستخباراتي کړیوله منګولو را خلاص او خپلواک نه شي ، سوله یې هم ورسره یرغمل کړې اوکېدل یې ناشوني دي . ځکه چې د خیالي سولې غږ شته ، خوخپله اصلي سوله درک نه لري .

دا ځکه چې د افغانستان سوله دداسې خلکو په لاس کې ده چې په عین زمان کې هم مدعي او دښمن دي اوهم حکم ، او چېرته چې د کومې ستونزې د حل را ایستو له پاره مدعي د منصف اوحکم په شکل را څرګند شي ، ښکاره خبره ده چې حق او حقیقت به لا د مخه د قربانۍ د دار په پړي را ځړېږي .

 که څوک سوله کول غواړي او د بل چا پردۍ پروژه نه وي ، نود حکمتیارپه څېردې راشي ، له خپل دولت سره دې یوځای اود مدني فعالیتونوا آزادوانتخاباتوله لارې دې په خپلواکه توګه فعالیت وکړي ، که یې وګټله او د افغانستان خلکو رائیه ورکړه نوش جانش ، که نه نو خپل آزاد ژوند ته دې په افغانستان کې دوام ورکړي .

اوس خوچې د افغان سولې په نامه کومې دېکتې شوې خبرې زمزمه کېږي اود افغان حکومت اوطالبانوترمنځ چې کوم ناشوني پېش شرطونه اېښودل کېږي ، سیاسي زېګنالونه اوشنه څراغونه ورکول کېږې ، داټول د بهرنیولوړپوړوکلیدي  چارواکوله دیداووا دید ، ادلون او بدلون سره مستقیم تړاولري . په دې معنا چې که هلته نظامیان بدل شي ، دلته به موږ د نظامي نوښتونو شاهدان وو ، که اقتصادي بدلونو نه په کې راشي و نو موږ به د اقتصادي څرخ پرې په خپلو سترګو ووینو ، او که کوم سیاسي بدلون په کې راشي ونوموږبه د سیاسي لوبوپه نوي لومه کې بندېږو.چې ددې ټولو بهرنیوزبرځواکونود تحرکاتو ټولې مالي اوځاني قرباني بیا هم دافغانستان خاوره ، افغان نظام ، افغانان ، ملي یووالی ، خپلواکي او ددې نظام ملي ، دیني ، کلتوري ، علمي اواقتصادي لاسته راوړنې دي چې باید نه وي .

ځکه که داسې نه وي نو د افغانستان د فدرالي کېد او تجزیې له پاره ولې طالبانو ته د هلمند یا هرات په څېر د ستروسترا تیژیکوولایتونوواک اختیار ور سپارل کېږي ؟

لطیف پدرام ، شمالي ټلواله ، جنرال دوستم او محقق خو همدغه غواړي ، خو پیل یې پربېعقل طالب باندې کوي . د سیمې کینه کښ هېوادونه او نړیوال خو پردې سره خپل ځانته د خپلو مواصلاتو لارې پرانیزي . خوله افغانان یې خپله مخه ونه نیسي د افغانستان ارضي تمامیت به د سیمه ئیزواو نړیوالو چاپندازانو په لاسونوکې دانګ دانګ شي .           

اې افغانانو! د توطئیه ګرو له خوا طرح شوي اوجوړکړي درواغ د منافقینوله خولې د ریښتیا په نوم مه منۍ ! ګني به بیا د نورووي ، اود سر، مال اوناموس د قربانیو برخه به یې تاسو ته درایستلې وي ، او بیا به د تېرو پېرونو په څېردوکه ، شرمنده ، وروسته پاتې او تاواني شۍ ،  د مشرانوعزل اوصب به مو ټول له بهره د ملوک الطوائفیواو پاچا ګردشیو په شکل پرتاسو باندې در تحمیل اوتپل کېږي ، د پرد یونیابتي جګړواومرګ ژوبلودروند پېټی اوتاریخي ملامتیا به هم بیا ستاسې پراوږو درباروي ، اوګټې وټې به دکینه کښوګاونډیانواو پردیواستخباراتي اومافیایي سیستمونوپه نصیب وي . پام کوۍ ! چېرې نه چې د انارشیواو ګډوډیولېوان مودوکه اود تاریخي رسالت اداء کولوفرصت موله لاسه وباسي .