خود کش، بیګانه پرور!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68292
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2018-03-05

خود کش، بیګانه پرور!
افغان سیاست د اشرف غني غوندې، سترسیاستپوه په لاس کې دی
د اجمل ستانکزي په نوم یو زلمي ګوټي پر پاکستان باندې د خپلې غوسې د سړولو لپاره په فیسبوک کې د یوه احساساتي سرلیک لاندې «د پاکستان سیاست لکه افغانستان د ماشومانو په لاس کې نه دی»، نوردوه درې پراګرافونه ډک کړی او بیا هغه لیکنه د افغان سباوون بریښناپاڼې خوښه شوي او کټ مټ يي خپره کړې ده!
نوموړی ځوان لیکي« د پاکستان سیاست لکه افغانستان د ماشومانو په لاس کې نه دی. د پاکستان سیاست بالخصوص بهرنۍ پالیسي د پوځ د ای ایس ای په لاس کې ده. او د پاکستان پوځ د خپلو پلانو د عملي کولو لپاره ان د خپلو خلکو پواسطه انتخاب شوی ولسمشر (بوټو) او ان خپله د پوځ مشر (ضیالحق) وژلي. دا څه افغانستان نه دی چې د دولت زور، پر یو والي یا یو قومندان یا د پارلمان پرغړو ونه رسیږي. پاکستان کې چې د پوځ حکم راشي نور خو پریږده، چې اسفندیار او محمود خان به هم ورته ګډیږي. په پاکستان کې د پوځ خبره نه منل ځان او خپله کورنۍ وژل دي.»
دلته که څه هم نوموړی ځوان د اسلام باد د بهرنۍ پالیسي په تېره بیا د هغې برخې په اړه چې د افغانستان او کشمیرسره تړاو لري او د پوځ او ISI لخوا مدیریت کیږي، ریښتیا وايي خو دا په دې مانا هم نه ده، که چیري بهرنۍ پالیسي د پوځ او استخباراتو لخوا وټاکل شي لکه پاکستان کې، هغه د غټانو او خبره کسانو په لاس او سمه پالیسي وګڼو او برعکس که چیری پالیسي بیا د پوځ او استخباراتي کسانو په لاس نه، بلکې د ملکیانو په لاس تدوین او مدیریت شي لکه افغانستان، هغه بیا ناسمه او د ماشومانو په لاس وبولو!
د پوځ په لاس د خلکو لخوا د ټاکل شوي ولسمشر وژل، که ځيني کسان د لنډ مهال لپاره ملي اړتیا اوښېګڼه هم وشمېري، هیڅکله هم داسې پالیسی چې په ترور، بربریت او وحشت ولاړه وي، سمه او بریالۍ پالیسي نه شو ګڼلای. داسې پالیسۍ ته که په کور دننه او یا بهر وي، ملي او انساني ضد پالسي وايی. د پاکستان بهرنۍ او کورنۍ پالیسی په تېره بیا بهرنۍ هغه يی چې تروریزم څخه د وسیلې پتوګه کار اخلي، د افغانستان او نورو ګاونډیانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ طالب، داعش او نور توندلاري روزي او بیا يي سیمې او نړۍ ته د ګډوډۍ لپاره استوي، هیڅکله بریالۍ او نمونه پالیسي چې ښاغلي اجمل ستانکزی يي ستاینه کوي، نه شو ګڼلای!
د پاکستاني پوځ او استخباراتو په لاس همدې بهرنۍ پالیسۍ، نن سبا اسلام اباد په نړۍ کې ګوښه کړی او نړۍ اوس پاکستان د یو تروریستي دولت پتوګه پېژني.
تر کومه چې د پاکستان په کورنۍ پالیسي پورې اړه لری او د ښاغلي ستانکزي زړه يي وړی دی، هغه هم په سیمه کې له نورو ناکامه او بدنامه پالیسي ده. پاکستان په کور دننه خپل ولس وژنی. بلوچان ترې ټول ناراضه او خپلواکي غواړی. پښتانه هم پخپلو وروستیو خوځښتونو سره راویښ شوي او اسلام اباد ته وايي چې نوره پښتون وژنه بس ده او هغه ودروه. اوس د خپلواکې پښتونخوا او بشپړ افغانستان داعیه د اسلام اباد اورمیږ ماتوي. سند هم د پاکستان د یوه بام او دوه هوا کورني سیاست څخه تر پزې رسیدلي او خپلواک سندیش غواړي. د پاکستان ټول ولس د پوځي جنرالانو او پوځیانو له سیاستونو او خپلسریو څخه کرکجن او تر دوه سږمو رسېدلی.
د نورو ملکونو او په تېره بیا افغانانو لپاره، د بېلګې او نموني پتوګه د اسلام اباد سیاست خوښول او ځلول که سادګي اوحماقت ونه ګڼو، بېخبري او ناپوهي خو يي خامخا ګڼلای شو!
د افغانستان سیاست چې ښاغلي اجمل ستانکزي يي د ماشومانو په لاس کې بولي، برعکس د ولسمشر اشرف غني غوندې، د سترسیاستپوه په لاس کې دی.
د اشرف غني بهرني سیاست، پاکستان په سیمه او نړۍ کې ګوښه کړ. پاکستان چې د اسلام په نوم کومه د ریا خرقه اغوستې وه او تر هغې لاندې يي ترهګر روزل او سیمې ته يي استول، هغه خرقه يي څېرې کړه او د اسلام باد، انساني ضد او اسلامي ضد څېره يي نړیوالو ته بربنډه کړه.
افغانستان چې په نړۍ کې ګوښه شوی وو، بیرته په نړیوال ډګر کې د برم او لویا څښتن شو. نن سبا افغانستان د نړۍ د ډيری هېوادونو سره اړیکې لري او دا اړیکې ورځ تربلې پراخیږي.
د پاکستان پخواني دیکټاتور پرویز مشرف د ولسمشرغني په اړه یو مهال ویلي ول«اوس اشرف غني واک ته رسېدلی چې افغانستان کې تعادل بیا راولي. موږ باید هغه سره همکاري وکړو. اشرف غني د سیمې امنیت لپاره وروستۍ هیله ده»
همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره میرمن رباني کهر د ولسمشر غني په اړه وايي «پاکستان د اشرف غني په اهمیت پوه نه شو. پاکستان هغه زرین فرصت چې اشرف غني ورترلاسه کړی وو، له لاسه ورکړ»
دلته په دې تنګ فرصت کې نه غواړم د ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ په نورو بریاوو یو په یو وغیږو. خو د اسلام اباد برعکس، کابل د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د بهرنۍ پالیسۍ خاوند شو. د اپالیسي نه یوازې تر اوسه بریالۍ ده، بلکې د خوښۍ وړ او د ویاړ پالیسي هم ده چې بېلګه او نمونه يی باید اسلام اباد کې ناکام سیاستوال تعقیب او پلې کړي.
ښاغلي اجمل د بلخ د والي عطانور خبره یاده کړې چې تر اوسه پخپل مقام کلک او څلیښت شوی ناست دی. خو باید نوموړي ته وریاده کړم چې نه یوازې د عطانور، بلکې د ټولو لنډه غرو په کور نن ویر ګډ دی او هغه ورځ نږدې ده چې د لڼده غرو سره د قتلونو، جنایتونو، رشوتونو، غلاوو، د پردیو لپاره د جاسوسیو او د خلکو پر ناموسونو د تېریو حساب کتاب وشي او ولسمشر داسې رڼاوي او سپیناوي ته ژمن دی.
دلته کوشنۍ ګیله د افغان سباوون له بریښناپانې هم لرم. له فیسبوکه د داسې لیکنې رااخیستنه او خپرونه چې هلته خپله لمنه پرسر اړول کیږي، څه اړتیا ده؟ د افغانستان د انساني او بریالي او د پاکستان د شرمېدلي او ناکام سیاست، ننداره بدله ولې وښودل شي!
چې کاڼي اخلي ځان پرې ولي، ملامت څوک دی!
د ۲۰۱۸ کال د مارچ لومړۍ