په کندهار کي د کډوالو چارو ریاست لپاره د نوي رئيس په توګه معرفي سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68351
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-05-26


ښاغلي رحيمي د جمهور رئيس په حکم د کندهار د کډوالو چارو د نوي سرپرست رئیس په توګه ټاکل سوی،چي د شنبي  په ورځ د کندهار د مرستیال والي عبدالحنان منیب له لوري د یاد ریاست  کارکوونکو ته د يوې غونډي په ترڅ کي ور وپېژندل سو.

مرستيال والي په غونډه کي نوي رئیس محمد رحیم رحیمي ته  د نوي دندي مبارکي وویل او دمخکني رئیس محمد عظیم نوابي کارونه او هڅي وستايلې او په ژوند کي يې ورته د بريا هیله وکړه.

ښاغلي منیب  نوي رئیس ته د ولایتي اداری په استازیتوب د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ،او د یاد ریاست د کار کوونکو څخه غوښتنه وکړه چي د نوي رئیس سره هم پوره مرسته او همکاري وکړي.

 وروسته په غونډه کي کندهار نوي رئیس محمد رحیم رحیمي د هيواد جمهور رئيس او ولایتي ادارې څخه يې مننه وکړه چي پر ده يې باورکړی او یاد مسئوليت يې ور سپارلی دی