د حکومت له مالي اصلاحاتو او ریفورم څخه د پیسو نړیوال صندوق لیدنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68353
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-05-26

د حکومت له مالي اصلاحاتو او ریفورم څخه د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ د دریم پړاو بریالۍ ارزونه وکړل

 د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ د اعتباري اسانتیاوو د نوې کېدو (EFC) پروګرام د درېیم پړاو بریالۍ ارزونه وکړه.

د ارزونې درېم پړاو په پایله کې د پیسو نړیوال صندوق له لوري د ملي عوایدو را ټولېدو، د حکومت د مالي اصلاحاتو او ریفورم، د مالي کړنو معیار، لوی اقتصاد، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، له نړیوالو معیارونو سره سم د ۱۳۹۷ کال ملي بودیجې ترتیبول، په ۲۰۱۸ کال کې د افغان حکومت لپاره د پیسو نړیوال صندوق له لوري ټاکل شوي اهداف او د هیواد په مالي او اقتصادي سکټور کې د ودې او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت ټولې ژمنې بریالۍ و ارزول شوې