په پکتیا کې ۱۱ ښوونځي پرانیستل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68354
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-05-26

په پکتیا ولایت کې د پوهنې ریاست او سیمه ییزو چارواکو د هڅو او ولسي وګړو د مرستې په پایله کې ۱۱ ښوونځي پرانیستل شول.
یاد ښوونځي له تېرو ۴ کلونو راهیسې تړلي و. ددې ښوونځیو د تړل کېدو لامل د ټولګیو د نصاب نه پوره کېدل او هغو ته د ماشومانو نه تګ ښودل شوی دی.
اوس د سیمې خلک په دې قانع شول، چې خپل ماشومان به ښوونځیو ته استوي او په دې ډول دغه ښوونځي، چې لاندې یې نومونه دي پرانیستل شول:

1-      د الحاج سید عبدالقیوم شاه افضلي ښوونځی- د پکتیا مرکز- ګردیز

2-      د ملک جلال لومړنی ښوونځی- د پکتیا مرکز- ګردیز

3-      سره خاوره د نجونو لومړنی ښوونځی- وزې ځدراڼ ولسوالۍ

4-      د باخېلو د نجونو لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ

5-      د سبق نسوانو لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ

6-      د غلګي لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ

7-      د کځګۍ لومړنی ښوونځی- ګرده څېړۍ ولسوالۍ

8-      د ښاخېلو منځنی ښوونځی- ګرده څېړۍ ولسوالۍ

9-      د معصوم زرمتي لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ

10-  د زوړ کوهي لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ

11-  د حاجي کابل لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ

پوهنې وزارت دا یوه ستره لاسته راوړنه بولي او له ټولو هغو کسانو مننه کوي، چې په دې اړه یې مرسته کړې ده. ښوونځي د خدای او هیواد پېژندنې مرکزونه دي، چې هر ماشوم په کې د زده کړو حق لري او زموږ هر یو یې د پرانیست ساتلو مسئولیت لرو.

پوهنې وزارت ژمن دی، چې د هیواد ټولو بچیانو ته د یو ډول او ښو تعلیمي خدماتو په رسولو کې هڅې وکړي او پرېنږدي، چې زموږ بچیان له زده کړو محروم پاتې شي.