۳۶ کلن اولس کوئټه (درې ډوله اشاريه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68359
ډاکتر عبدالروف رفيقي
دخبریدو نیټه : 2018-05-26


الحمدالله خپل نوى څيړنيز اثر ”٣٦ کلن اولس کوټه“ مي چاپ شو (١٩٦١تر١٩٩٦) درې ډوله اشاريي لري د زمانې ترتيب، د مقالو په ترتيب او د ليکوالو په ترتيب
 پر اولس کوټه څېړونکو ته يوه مهمه منبع
 د اولس کوټي دغه اشاريه
 په اوسني عصر کي د سائنسي څېړونو تر څنګ علمي څېړني هم په ګړندۍ توګه مخ په وړاندي رواني دي ځوانانو نوي او لوړي زدکړي تر لاسه کړي د کمپيوټر ايجاد خو نور هم علمي څېړنيز کارونه اسانه کړه نړۍ سره سوروۍ شوه د نړۍ يو کونج په دا بل کونج په ثانيو کي خبريږي
 په علمي دنيا کي د کتابونو پس مجلې او جريدې هم په علمي رشد او پرمختګ کي ډير په زړه پوري رول لوبوي د نړۍ له هره ګوټه په هر ژبه کي بيخي ډيري مجلې خپريږي په هغو کي د نثر سره سره نظمونه هم چاپيږي بلکه که دا ووايو ډيره به ښه وي چي ډي داسي ليکوال او شاعران وي چي د کتاب يا شعري ټولګو د چاپ توفيق نه ومومي سوب چي يي هر څه وي هغه معاشي ستونزي وي که د ژوند مهلت نه ورکول وي خو د هغو ډيورو ليکوالو او شاعرانو پر فن ګکر او هنر باندي د څېړني دپاره بس هم دغه يوه ذريعه پاته وي په کوم کي چي د هغه ليکوال يا شاعر يا نظم چاپ شوی وي او يا نثر. د هم دغه مجلو د چاپي موادو په ذريعه پر هغو باندي څېړنه کيدای شي داسي بېشماره علمي او ادبي رجال وي چي بل ځاي يي هيڅ يوه حواله نه وي بېله دغه مجلو چي نظم او يا نثر يي کي چاپ شوی وي
 اشاريې په علمي څېړنيز بهير کي ډير مهم رول لري چي له کبله يي څېړونکی د کلونو کلونو د مجلو دکلکسونونود کتلو پر ځای ددغه فهرستونو په ذريعه کولای شي چي په ډېر لږ وخت کي دا وګوري چي کله ،چا،پر کومه موضوع څه ليکلي وه او يا هم د خپل مقصد د موضوع اړوند مطالب د همدغه فهرستونو په ذريعه ډير ژر لاس ته راوړلای شي خصوصا د هغه لوستونکو له پاره دا فهرستونه د څېړني د ساه حېثيت لري کوم چي په بيلا بيلو پوهنتونونو کي د ايم فل او پي ايچ ډي په سطح څېړني کوي
 اولس کوټه هم د پښتو مجلو په بهير کي ډېره مهمه مجله وه چي د نورو تر څنګ يي ډېر زيات خدمت هم تر سره کړی دی نو ددغه مجلي فهرستونه (اشايې) هم ډيري اړيني وې موږ ډير خوښ يو چي د ډاکټر رفيقي څېړنيز مرکز له خواعلمي دنيا ته دا مهم کار سپارو او د درانه او پر پښتو مين شخصيت احمد ولي خان اڅکزي د زړه له کومي شکريه ادا کوم چي د دغه درانه علمي اثر د چاپ ولګښت ته يي وږه ولګول
 د اولس کوټي دغه فهرستونه (اشاريې)

د اولس کوټي سره زما ډېر سپېڅلي پخواني يادونه تړلي دي له هغه وخته چي زه دچمن په ابتدايه ښوونځۍ کي بيخي په دريم څلورم صنف کي ووم زما مشر ورور ماسټر عبدالودود خان به زموږ کره اولس کوټه ، اباسين پېښور، جمهور اسلام پېښور،سروش اسلام آباد وغيره مجلې راوړلې ما به هر وخت دا مجلې پرله اړولې را اړولې عکسونه به مي يي کتل د متن د ويلو هڅه به مي يي کول پښتو موږ په درس کي يو ټکی نه ده ويلې يو خو په ماجت کي په دا شپو کي ما شروط الصلات وايه د ملا علاوالدين د ربړ د توري غمچني وهم به وو د دغه عربي کتاب د متن لاندي د نقيب احمد فارسي او پښتو ژباړي توري به مي په جبرسره جنګول اوپه پوهيدو به مي يي کوشش کاوه او ماځيګر وخت به مي دغه اولسونه په ډېر شوق پرله را اړول او د لوست کوشش به مي يي کاوه نن هم زما سره خپله هغه کتابچه خوندي ده په کومه کي چي ما په يغه وختو کي داولس او اباسين ټولي غزلي او نظمونه را نقل کړي وه
 دا ډول په دغه شپوکي د پښتو په ليک ولوست کي بريالی شوم ګويا اولس زما په هغه استادانو کي شامل دی چي په پټه خوله يي ماته درس راکاوه دا يوه يوه ګڼه به ما په سلهاو ځله پرله اړولې وي او د هغه هرڅه مي په ذهن کي نقش دي بيا کله چي زه لږ غټوکی شوم د چمن په هايي سکول کي ووم چي په دا شپو کي په چمن کي د انفارميشن سنټر دفتر ته ورتللم دا د دولت له خوا يو تبليغاتي مرکز ووچي کتابخانه به يي لرل پر يوه لوحه به يي د هغه وخت د ځينومهمو پېښو عکسونه راځړولي وه او کله ناکله به يي مشاعري او تقريبات هم کول له کومو سره چي زما طبعي علاقه وه د لورالايي رمضان منتظرپه دا وختو کي د چمن د دغه مرکز مسول وو
 اوس زه په خپله پر هغه ځای پېښ شوم له کومه ځايه چي به زما وروردا هرڅه راوړل دلته زمادطبعي غوښتنو سره سم هرڅه وه کتابونه، عکسونه ، مجلې، تقريبات د مشرانو او پوهانو خلګو تګ راتګ، پر بيلابيلو موضوعاتو خبري...هم خدای هم خورما ..چي کله به مي وخت پيدا کړ خاماخا به راتلم
 په چمن کالج کي پروفيسر صاحبزاده حميدالله صاحب پرنسپل وو زه دچمن هايي اسکول په اتم صنف کي ووم چي دده په شاګردي کي شامل شوم دلته به هم اولس او اباسين پراته وه د پښتو سره سره مي د فارسي او عربي ژبو سره مينه پيدا شوه دلته به يوې خواته حافظ ،خيام ،رومي او سعدي پراته وه او بلي خواته به الاعلام الزرکلي، البدايه والنهايه المنجداو نور پنډ پنډکتابونه پراته وه
 زه په چمن کالج کي په دولسم کي وم چي زموږ د اسلامياتو پروفيسر علامه غلام محمد شاه ندوي الازهري چي د استاليف د ساداتو څخه وو په چمن کي په جي ايم شاه آغامشهوره وو په اولس مجله کي به يي هم ليکني راتلې په حق ورسېدی ډېره زوره وره کتابخانه يي لرل يوشمېر نادره او نايابه خطي نسخې هم پکښې وې يوې خوته زما له کتاب او علم سره ليونی مينه او بلي خوته زما خالي جيب ،.. نه کيده دا کتابتون په دا شپو کي په ديرش زره روپۍ خرڅ شو او د دې کتابخانې يوه خطي نسخه په دوبۍ کي په يونيم لکهـ خرڅه شوه ما د علامه صاحب زوی چي په کالج کي تر مايوصنف شاته ووسيدعبدالمالک مرحوم ته خواست وکړ چي مايوځل خپلي کتابخانې ته بوزه هغه ويل چي کتابونه رانيونکي يوړه ما ډېر ټنيګار ورته وکړ چي فقط په هغه کوټه کي يو څو ساوي کښل غواړم چيري چي دا علمي شتمني خوندي وه هغه وو چي زړه يي راباندي وسو او زه يي بوتلم چي ورغلم څه ګورم چي په رانيونکی خو د مړه پرمال پېښ شوی وو فقط کتابونه يي وړي وه نور شاوخوا له الماريو په زرونو مجلي خوري وري يو په بله کي سټه کوټه پرله پرتې وې د مالک آغا سره مي د دې مجلو سودا وکړه هغه هم په پور،ريړۍ مي په رالوډ کړې اوس بياپه کورکي دپلاروهم هم را پسې وو چي بيادي دا کوم امبارونه رابارکړي دي غرض يو اوږد زړه خوړونکی داستان دی
 په دا مجلو کي اولس کوټه اباسين کراچي او پېښور،سروش اسلام آباد،سيربين ،نن پرون زوړ ډهلی ،داروالعلوم ديوبند،مولوي ډهلی، نګارهند( د علامه نياز فتح پوري د ۱۹۳۰ دوختو) الحق اکوړه خټک غرض د دنيا جهان مجلې صاحبه په داغه شپو کي مي ګوډه ورته ماته کړه کليکسونونه مي ځني جوړکړه او بيا مي هر يوه ته خوندوري وقايي پسي ورواچولې
 اوس علمي څېړني ډيري پر مخ تللي په نړيواله کچه د نړۍ په زياتره برخو کي د مختلفو ژبو فهرستونه (اشاريې) جوړي شوي دي زموږ پر وطن نزدې له تيري نيمي پيړۍ جنګونه روان دي ځکه نو د نورو زيانونو تر څنګ د علمي زيان سره هم مخ يو د پښتو مجلوپه فهرستونوکي له هم دې کبله تر اوسه بيخي لږ کار شوی دی
 د سيد نظيم سيدي لس کلن زيری ( د زيري جريدي لس کلن ۱۳۴۷- ۱۳۵۶ه شالفبايي فهرست په ۱۳۹۱ه شکي ددانش خپرندويه ټولني له خوا چاپ شوی دی هغه هم فقط يو فهرست لري د ليکوالو په ترتيب الفبايي فهرست
 د وږمې مجلې فهرست لنډه تاريخچه او د شلو کلونو د مضامينو فهرست له ۱۳۳۶ه ش تر ۱۳۶۶ه ش پوري لامان مراد مرتب کړی او تدوين کړی دی دلته يي بيا فقط يو فهرست د ليکوالو د تخلصونو په الفبايي ترتيب راوړی دی دا فهرست د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځۍ په ۱۳۵۵ه ش کي چاپ کړی دی
 دکابل مجلې پنځوس کلن فهرست يادونه راغلي چي ډاکتر لطيف بهاند صاحب مرتب کړی دی ما نه دی ليدلی او تر اوسه نه دی چاپ شوی
 له کابله د ادب مجلې يو فهرست مقالات مجله ادب (فهرست نويسنده و موضوع ۱۳۳۲- ۱۳۵۰ه ش پوهنمل عبالرسول رهين مرتب کړی دی دا فهرست هم د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځۍ په ۱۳۵۱ه ش کي چاپ کړی دی
 د پېښورد پښتو اکيډمۍ د مجلې پښتو فهرست له۱۹۵۷م تر ۲۰۰۱م پوري پروېز مروت د سرفرازخان مروت په نګراني کي مرتب کړی دی په دې کي يي په پيل کي په دغه وخت کي د پښتو مجلې د خصوصي نمبرونو فهرستورکړی دی بيا يي لومړۍ مضامينواو وروسته يي د ليکوالو د تخلصونو په ترتيب دوه الفبايي فهرستونه ورکړي دې
 خو د اولس کوټي په دغه اثت کي چي ستاسو په لاس کي دی د پښتو مجلو په تاريخ کي په لومړي ځل دري ډوله فهرستونه دادي ما تيار کړه چي ستاسو په خدمت کي دي(الف) لومړۍ زماني فهرست ،د ګڼو اوچاپ په ترتيب (ب) دوهم الفبايي فهرست ،دليکنو په ترتيب (ج) دريم الفبايي فهرست،د ليکوالو په ترتيب
 دا فهرستونه جوړول ما په دې هم اړين وبلل چي د اولس کوټي منظم ريکارډ بيخي له هيڅ چا سره هم نه دی خوندي حتی په هغه دولتي شعبوکي هم نشته کومو چي چاپاوه په متفرق او پاشلي ډول له چا سره څو ګڼي له چا سره څو، زما ګران اشنای حافظ رحمت نيازي چي له بلوچستان پوهنتونه پر اولس مجله دپي ايچ ډي کار کوي شاوخو ايي څه ګڼې موندلې وې ده هم زموږ له ډاکتر رفيقي څېړنيز مرکز سره مراجعه وکړه موږ خورا په علمي لورونه د هر ډول مرستي ډاډګيرنه ورکړه حافظ صاحب زموږ له مرکزه د اولس کوټي يو شمير کلکسونونه د استفادې له پاره يووړه خدای دي وکړي چي دی د پي ايچ ډي په خپله څېړنيزه مقاله کي لي اولسه ډير څه اولس ته وړاندي کړي او د خلګو د علمي ګټي باعث شي
 د اولس کوټه په بنيادي توګه د حکومت يوه تبليغاتي جريده وه او د سرکار په لګښت به چاپيده کارکونکي يي تنخوادار ملازمين وه چي دمرکزي حکومت د پريس انفارميشن ډيپارټمنټ سره يي اړه درلوده له دغه ډيپارتمنټه د هيواد له بيلابيلو برخو په بيلو بيلو ژبو کي همدغه ډول جريدې چاپيدې نګران به کميشن آفيسر وو چي د دغه ډيپارټمنټ سيمه ايز مشر به وو او دټولو ژبو آثار به يي کنټرولول چلونکی به يي له هغه ژبي سره تړلی کس وو چي ليکوال او شاعر به هم وودی اوترده لاندې کارکونکي به يي د يوه يوه کال د پاره په کنټريکټ دکاتب، کاپي هولډر او پروف ريډر په حيث کار کاوه پر دغه رتبو د اولس کوټي په اداره کي په ځايي ليکوالو او شاعرانوکي ابوالخير ځلاند، عمرګل عسکر عبيدالله درويش دراني او مجيب الرحمان پانيزی په مختلفو وختونو کي په مختلفو حيثيتونو وظيفه ترسره کول
 محمد نذير خيال د اولس کوټي له لومړنيوکاتبانو څخه وو چي تر دسمبر۱۹۶۷م اوبيايي له اګست۱۹۶۹ م تر جنوري ۱۹۷۱م پوريدالړۍ جاري ساتلې ده په دي کي د بيخي دهيڅ شک اوشبهې د ګنجائش ضرورت نشته چي خيال صاحب پيدائشي او فطري خطاط او نقاش ووفظرت دومره لورونه پر کړې وه چي بيخي په هره ليکنه او حتی هره نوشته کي يي هنر له ورايه ځلېدی په اولس کوټه کي يي دا ځانګړتيا له ورايه ځليږي چي د هر ي مقالې او شعر عنوان يي له بله بيل دی د هر عنوان سره يي د هغه اړوند انځور جوړ کړی او خوندوره رسامي يي ورسره کړې ده د اولس د ګڼو متون يي په نسخ او د ګڼي په پای کي غوريز تقرير به يي په نستعليق رسم الخط کښی
 د اولس کوټي په نورو کاتبانو کي عزيز جان آرټسټ، محمد عيسي( دسوات) او عبدالرحمان بابړ پاته شوي دي
 دلته دا ضروري بولم چي د اولس کوټي ځيني چلونکي په تاسو وپېژنم
 عبدالله جان اسير زوکړه ۱۴ جولائي ۱۹۱۰م زيده صوابئ مردان،د مقرب خان زوی د شير زمان خان لمسی،مړينه ۱۳ نومبر ۱۹۷۸م ښخ زيده صوابۍ مردان۱۹۳۰خدايي خدمتګار کي شموليت،۱۹۳۱م د هندوستان دوره پولس کي شامل استعفٰی ،۱۹۳۲م سياست پرښوول،بيرته په مسلم ليګ کي شموليت،۱۹۳۳م پېښورد ګورنمټ ټريننګ سکول بونير ورلنکلر سند،۱۹۳۶م د سينيرو رلنکلر سند مدرس ،پرو پيګنډه اسسټينټ،۱۹۴۶م د ريډيو ملازمت،۱۹۵۶ نومبر د وليج ايډ محکمه کي افيسر تعلقات عامه، استعفٰی او بيرته ريډيو ته راتګ د اکتوبر۱۹۶۱ م تر دسمبر۱۹۶۲پوري د اولس کوټي چلونکی يو شمېر آثار يي چاپ دي لکه درس عبرت(پښتو ډرامه ) چاپ ۱۳۵۰ ه ق ـ د پسرلي ګل( شعري ټولګه) چاپ ۱۹۳۸م ،۱۹۵۴م ،۱۹۷۵م ـ د ذړه قطرې( شعري ټولګه) چاپ ۱۹۵۶م د رس عمل (ناول ۱۹۵۹م۱۹۶۰م ـ پلوشې(دعلامه اقبال د بال جبريل منظومه پښتو ژباړه) چاپ ۱۹۵۹م ـ محمد عربي (دخورشيدانور داثر پښتوژباړه) چاپ ۱۹۴۰ ـ امير علي ټک(سوانح )ناچاپه ـ ذکر حبيبص(مرثې) چاپـ انتخاب د جمهور اسلام چاپ عبدالرحمان بيتاب زوکړه ۵ جنوري ۱۹۴۴م نوښار،مړينه ؟ ۲۰۱۳م تعليم ايم اي پښتو ايم اي اردو انرزان پښتو انرزان پرشين انرزان اردو،انټربريټرشپ عربي، فاضل طب والجراحت آثار علامه اقبال( حالات و خيالات ) چاپ ۱۹۶۶م ـ غور ځنګونه (دمختلفوشاعرانو ملي شعرونه)چاپ ۱۹۶۵ ـ پلکين (اردونظم) ـ طب نبوي(پښتونثر) چاپ ۲۰۰۷م ـ زه په تا باندي مين يم شعري ټولګه چاپ ـ قرآن کے بارې مين بنيادي معلومات اردو ـ بصيرت (د مولانا کوثر نيازي د اثر پښتو نثري ژباړه ) ـ عشق رسول چاپ ۱۹۷۰مـ بل مشال( نظم نثر) پېښور ۱۹۷۳م ـ قائد اعظم د پښتنو په نظر کي (د مختلفو شاعرانو کلام) مختار احمد زاهد زوکړه لومړی اپريل ۱۹۳۳ تنګي هشنغر د عبدالکريم مظلوم زوی په خټه يوسفزی محمد نذير خيال زوکړه ۳۰ دسبمر ۱۹۳۶م کوټه د عبدال زوی په خټه خروټی مړينه لومړی مئ ۱۹۷۷مخطاط شاعر د کوټي د نشراتو اشاعت قبائل په اداره کي کاتب، جولايي۱۹۶۹م د اولس کوټي خطاط اومديرآثار: پښتو ټيچر (ګرايمر) چاپ ۱۹۶۴م فاروق شاه سمائلزي زوکړه ۱۵مئ ۱۹۳۳ کوټه دګل محمدشاه زوی په خټه سمائلزی سيد،زدکړي۱۹۵۴ ايف اي په بيلو بيلو وختونو کي د اولس کوټي چلونکی مړينه۲۰۱۰ ښخ کوټه آثار ـ د بلوچستان ګزيټير جلع کوٰيټه پشينژباړه چاپ: سفر مذهبي دتخليق او علم الاشياپه باب چاپ ۱۹۷۸ لرغونی بوري لورالائي ژباړه او لنډونه چاپ ۱۹۷۹م ـ کاظم خان شيدا يوه جائزه چاپ عسكر عمر ګل زوکړه ۱۵ اګست ۱۹۴۸ ږوب ښار د غنچه ګل زوی په خټه بنګښ ليکوال شاعر د حبيب بينک ريټائر افسر۱۹۷۴ د کوټي د جنګ ورځپاڼي او نيز کال پښتو محفل پنځه ديرش کاله ليکلي آثاروڼيڅي (دپښتويوه پخوانۍ لهجه چاپ ۱۹۷۲_په دائره کي کاينات شعري ټولګه چاپ ۲۰۱۲م ،سيمينار (د پير محمد کاکړ او حلانده مومند د سيمنار) مرتب د خليل باور په ملتيا چاپ ۱۹۹۴ منتظر رمضان زوکړه ؟لورالايي دمياشتنۍ اولس کوټه اډيټر په اولس کوټه کي ېې غزل راغلې عابد عبدالمنان زوکړه ؟کوټه زوی په خټه بابړد اولس کوټي مدير په اولس کوټه کي يې ليکنه راغلې
 داولس کوټي لومړۍ ګڼه په اکتوبر ۱۹۶۱م کي راووته او وروستۍ ګڼه يي زما سره د جون ۱۹۹۶خوندي ده په دغه دوران کي يي په زماني ترتيب د نګران او چلونکي تفصيل په دې ډول دی
 وخت نګران چلونکی
 اکتوبر۱۹۶۱م اميرعثمان عبدالله جان اسير
 دسمبر۱۹۶۲م اميرعثمان قاضي سعيد محمد
 مارچ۱۹۶۴م اميرعثمان عبدالرحمان بيتاب
 اګست۱۹۶۴م اميرعثمان قاضي سعيد محمد
 جون۱۹۶۷م نګران اوچلونکی قاضي سعيد محمد
 جون۱۹۶۸م احسان الحق عنايت الله رياض
 اپرېل۱۹۶۹م احسان الحق مختار احمد زاهد
 اګست۱۹۶۹م احسان الحق محمد نذير خيال
 مارچ ۱۹۷۱م احسان الحق مختار احمد زاهد
 جون ۱۹۷۱م احسان الحق عمر ګل عسکر
 جولايي۱۹۷۱م احسان الحق --------------
ستمبر۱۹۷۱م احسان الحق مختار احمد زاهد
 جنوري۱۹۷۲م احسان الحق فاروق سمائلزی
 اپرېل۱۹۷۳م مختار احمد زاهد فاروق سمائلزی
 اګست۱۹۷۳م خواجه اعجازسرور فاروق سمائلزی
 ستمبر۱۹۷۴م صورت خان فاروق سمائلزی
 جنوري۱۹۷۷م صورت خان -------
اکتوبر۱۹۷۷م صورت خان رمضان منتظر
 جولايي۱۹۷۹م کفيل احمد فاروق سمائلزی
 اګست۱۹۸۱م انواراحمد فاروق سمائلزی
 ستمبر۱۹۸۱م خواجه اعجازسرور فاروق سمائلزی
 اکتوبر۱۹۸۱م صورت خان فاروق سمائلزی
 مئ ۱۹۸۴م امان الله خان کاکړ فاروق سمائلزی
 فروري ۱۹۸۶م امان الله خان کاکړ ---------
جون۱۹۸۶م امان الله خان کاکړ عبدالمنان عابد
 ستمبر۱۹۸۶م غلام سرورقيصراني عبدالمنان عابد
 نومبر۱۹۸۶م ملک محمد اشرف عبدالمنان عابد
 نومبر۱۹۸۸م امان الله خان کاکړ عبدالمنان عابد
 اګست۱۹۹۰م غلام حسين قمربلوڅ عبدالمنان عابد
 اپرېل۱۹۹۶م امان الله خان کاکړ عبدالمنان عابد
 جون۱۹۹۶م غلام حسين قمر بلوڅ عبدالمنان عابد
 د اولس عمومي ګڼي به له پنځوس تر سلو پوري مخونه درلوده او د په پيل کي د اکتوبر ،نومبر او په پای کي د نومبر او دسمبر کال ګڼو به د دو سوو په شاوخوا کي مخونه لرل
 د اولس کوټي پښتۍ په کلکه ګته وه چي شااو مخ به يي انځورونه لرل او کاغذ يي زياتره پنډ خړوو په منځ کي به يي څلور مخه انځورونه پر ښوي (ګلاس پيپر) چاپيده چي کله کله به يي هر مخ دو دوه او کله کله به يي يو يو تصوير درلودی دغه تصويرونه به زياتره د هغه مياشتو د پېښو سره تړلي موضوعاتو سره اړه درلوده او يا به د دولت د لوړ پوړو کالخوايانو د مهمو داخلي او خارجي دورو سره اړه درلوده په دغه تصويرونو کي چي هغه وخت خو بيخي عام بلل کيده خو اوس په کي ځيني ډير د ارزښت وړ تاريخي حېثيت لري کله کله به يي په کومه ګڼه کي د هغې ګڼي د ليکوالو عکسونه هم چاپول په هغو کي ځيني اوس ډېر نايابه عکسونه هم شته د اتيا په لسيزه کي يي په هنري توګه لږ نور پرمختګ وکړ کاغذ يي سپين شو او د زياترو مضمونونو او شعرونو سره به يي د ليکوال او شاعر عکس هم چاپاوه
 اولس که څه هم د دولت يوه تبليغاتي جريده وه خو تر څنګ ډېر مهم علمي ، ادبي، تايخي، تحقيقي او تخليقي مطالب کي چاپيده چي اوس يي ځيني حتی د بيخي لومړنيو ماخذاتو ارزښت لري په کال ګڼو کي به تر بيلو بيلو سرليکونو لاندي ليکني راتلې لکه اسلاميات ، ادب او ثقافت، تاريخ ، پرمختګ، زموږ علاقې،، ډرامه او افسانه ، نظمونه او غزلي وغيره
 په اولس کوټه کي دچاپيدونکو مطالبو و ليکوالو او شاعرانو ته به څه ناڅه حق الزحمه هم ورکول کيده چي هغه وخت به د ځينو ليکوالو د پاره لوی شی وو
 په اولس کوټه کي ځيني ليکوالو ځيني ليکني په فرضي او مستعار نومونو کولې چي سوب به يي ښايي يا سياسي مصلحت وو او يا هم معاشي
 که چيري د پښتونخوا له ګوټ ګوټه چاپيدونکو واړو مجلو دا ډول کليکسونونه تيار شي دا به د ژبي د بډايني او عملي څېړنو د پرمختګ د پاره يو نيک شګون وي نه ياوځي به دا ځيني جوته شي چي تر اوسه زموږليکوالو پر کومو کومو موضوعاتو ليکني کړي دي بلکه موږ به په ډيره آساني سره د اولس د فکري منزل د تعين او ټاکني له پاره جوګه شو وبه ګورو چي د نړيوالو معياراتو سره زموږ ليکوالو وږه په اوږه څومره سفر کړی دی ؟ موږ ته هدف ته د رسيدو له پاره څومزه مزل لا پاته دی ؟ د وتروسه والي علتونه يي څه دي؟ اولس ته څه په کار سي او دولت څه رول لوبولای شي ليکوال کومي ذمه وارياني لري او زموږ سياستمدار څومره تر مسوليت لاندي دی ...؟ او دا ډول ډېرو پوښتنو ته خود په خوده ځوابونه پيدا کيږي
 موږ هيله من يو چي زموږ دغه زيار به ستاسو په علمي څېړنوکي ستاسو د آسانتياو باعث شي

 
 کاسي واټ کوټه
 ۴جولايي ۲۰۱۶.