‎د پاکستان یو بل دروغ هم افشاء شو!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68361
مینه منګل.
دخبریدو نیټه : 2018-05-26

‎له پخوا ثابته شوې چې د افغانستان جګړه د پاکستان ، ایران ، او د سیمې د استخباراتو جګړه ده ، پاکستان په خپل مکرجن سیاست سره تل زموږ د هېوادوالو ژوند تهدید کړی .
‎زموږ هېواد یې کن‌‌‌‌‌‌ډواله کړ زموږ ملي مشران یې راوژل زموږ اردو یې منحل کړه، زموږ قوي وسلې یې یوړلې ، او څلوېښت کاله یې دلته په افغانستان کې جګړه توده وساتله ، او د افغانانو له وینو یې خوند اخیستی.
‎پاکستان تل مکر کړی، چې د افغانستان په چارو کې یې لاسوهنه نده کړې، ترهګر یې ندي روزلي، او سل نور درواغ.
‎خو ثابته یې نشوای کړی ځکه چې د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ مشران په پاکستان کې تثبیت شول،په افغانستان کې د طالبانو تر واکنۍ وروسته ټول طالب مشران پاکستان ته وتښتېدل او هلته په ‌‌‌‌‌‌ډېرو خوندي سیمو کې وساتل شول.
‎لکه اسامة بن لادن د القاعدې مشر د پاکستان په یوه ‌‌‌‌‌‌ډېره خوندي سیمه کې نورمال ژوند کولو چې وروسته له څو کلنونو یې د استوګنې سیمه ثابته شوه او وروسته د امریکا په برید کې ووژل شو.
‎تر څنګ یې د طالبانو مشر ملاعمر هم په پاکستان کې ژوند کولو ، خو هلته په مرموز ‌‌‌‌‌‌ډول ووژل .
‎وروسته چې ملامنصور د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو ،ایران ته یې سفر کړی وه، وروسته تر دې چې له ایرانه راګرځيده د امریکایانو په برید کې ووژل شو.
‎په افغانستان کې د ټولو بریدونو طرحې په پاکستان کې جوړې شوې ، دلته نیول شوي وسله وال طالبان اکثریت یې پاکستاني، ول، دلته ټول منفجره مواد په پاکستان کې جوړ شوي وه.
‎څو ځلې دپاکستان سره نېږدې پولو کې ټونونه منفجره مواد نېول شوي دي دا ټول هغه ثبوتونه دي چې ښايي پاکستان د افغانستان په بربادۍ کې لاس لري، او بیا وروسته نړیوالو ته د ځان د سپيناوي په خاطر د پاکستان په قبایلي سیمو کې بېګناه پښتانه نیسي او بیا یې د ترهګر په نامه وژلي او وژني یې.
‎د کندز جګړه بیخي نا څرګنده جګړه وه او ددې جګړې رهبري پاکستاني جنرالانو زموږ په خاوره کې کوله ،خو پاکستان تل ځان بې خبره وښوده او په افغانستان کې یې د خپلو جنرالانو شتون رد کړ ، تل یې هڅه وکړه چې د افغان چارواکو ادعاوې رد کړې سره له دې چې د ټولو مسایلو ثبوت له نړیوالو سره موجود دی .
‎دا دې اوس نوی بل ثبوت !
‎پاکستانی جنرال شاهد عزیزي چې د وسله والو مخالفینو د جګړې رهبري یې په کندز ولایت کې په غاړه درلوده او غوښته یې چې کندز ولایت یو ځل بیا سقوط کړي، خو زموږ د افغان اتل ځواکونو په لاسونو د جهنم کندې ته ولېږل شو، .
‎دا جنرال راغلی وه چې مسلمان او بیګناه افغانان په خپلو ککړو لاسونو شهیدان کړي خو دا دی خوشبختانه خپله په خپله لوبه کې را ګیر شو.
‎اوس پاکستان دېته کوم ځواب لري؟
‎دا جنرال کندز ته ولې لاړ وه؟
‎څه یې کول هلته؟
‎پاکستان به یو ځل بیا په مکر سره یوه د درواغو چاره جوړه کړي خو اوس پاکستان شرمېدلی نور به پرې نړیوال کله هم باور ونکړي.
‎د افغان حکومت مشرانو ولسمشر غني، د امنیت شورا سلاکار، اتمر صیب، او د ملي امنیت رئيس ستانکزي صیب په خپل مدبرانه سیاست سره پاکستان په ټوله نړې کې رسوا کړ او له پاکستان څخه یې هره لاره ورکه کړې انشاء الله ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به دا وخت هم راځي چې پاکستان به خپله اعتراف کوي چې په ټوله نړۍ کې د ټولو کثافتونو ځاله ددوی په خاور کې دي او په افغانستان کې د ټولې بدبختۍ مسوولین همدوی دي.
‎‌‌‌‌‌‌ډېره اړینه ده چې موږ ټول د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو ، تر څو مو دښمن تل ذلیله او شرمېدلی وي.