ننګرهار والي د حاضرۍ څارنه او کنټرول له خپل دفتره څخه پیل کړه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68371
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-05-28

 

ننګرهار والي حيات الله حيات په داسې حال کې، چې په ټولنيزو چارو کېد ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ هم شتون درلود د غويي په شپږمه دحاضرۍ څارنه او کنټرول له خپل دفتره (ولايت مقام) څخه پيل کړه

نوموړي هغه مامورين، چې دندې ته نه و را رسیدلي غير حاضر کړل او له هغو مامورينو يې مننه وکړه، چې پر وخت دندې ته را رسيدلي وده وويل، چې له خپل دفتر څخه يې اصلاح پيل کړې او نورو ادارو ته به  يې هم وغځوي  . هغه د حاضرۍ مدير ته سپارښتنه وکړه، چې د حاضرۍ کنترول په درست  ډول تر سره کړي او هغه مامورين چې په ټاکلي وخت دندې ته نه حاضريږي غير حاضر کړي ننګرهار والي حيات الله حيات د ولايت مقام مامورينو ته لارښوونه وکړه، چې په ټاکلي وخت دندې ته حاضري شي او د مراجعينو ستونزو ته پر وخت رسيده ګي وکړي.