د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۱۸ وسله وال مخالفين وژل شوي،

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68390
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-07-01

د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۱۸ وسله وال مخالفين وژل شوي، پنځه ټپيان او دوه تنه ژوندي نيول شوي او دغه راز ۱۹۲۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي له منځه وړل شوې دي.

تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ چهانجير سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور بابه خزې يې له منځه وړل شوې دي.

د نهرسراج ولسوالۍ (سور شاخ) سيمه کې د امنيتي ځواکونو د کمين په ترڅ کې د حاجي رحمت په مشرۍ د ډلې ۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپيان دي.

د يادې ولسوالۍ په (مهاجر بازار) سيمه کې د ګډو ځواکونو عملياتو پر مهال ۵ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او دغه راز ۲ تنه نور يې له يو ميل وسلې او يوې مخابرې سره يو ځای ژوندي نيول شوي

د امنيتي ارګانونو د راپور له مخې د (تريخ ناور) سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

همدارنګه د مارجې ولسوالۍ (قاسم بازار) سيمه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له لوري د هوايي بريدونو پر مهال د وسله والو مخالفينو دوه بابه د نشه يي توکو کارخانې په نښه شوې دي، چې په ترڅ کې يې ۱۹۲۰۰ کيلوګرامه ترياک او هيروين او دغه راز ګڼې وسلې او مهمات له منځه وړل شوې دي