پکتیکا: د فني او حرفوي زده کړو شپږ میاشتنی پروګرام پیل شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68403
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-07-07

د پکتیکا ولایت کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ریاست په چوکاټ کې په اوو بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو شپږ میاشتنی پروګرام رسمآ پیل شو.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د یادو مراسمو پرمهال وویل، ټول انسانان باید په ځان کې د کمال د لاسته راوړلو مهارت پیدا کړي څو یې ژوند په ارام او له هر ډول کړاونو او تکلیفونو په امن کې وي.
وحدت وویل، د انساني ژوند د ښه تېرېدلو په موخه په کار ده چې خلک هڅاند واوسي او ددې کار د ترسره کولو لپاره باید خلک په بېلابېلو هنري او فني برخو کې وړتیاووې ولري.
ښاغلي وحدت د بې کارۍ د ختمېدلو په برخه کې ورته پروګرامونه ګټور وبلل او اړونده مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې یاد پروګرام په سم ډول پرمخ یوسي.
نوموړي له دیني اړخه د کسب او کار په زده کړه او ترسره کولو هر اړخیزي خبرې او کړې او کمال یې د انساني ژوند مهمه برخه وګڼله