طالبانو په نیمروز کې اته پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68411
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-07-14

د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې تېره شپه وسلوالو طالبانو پر یوه پوسته د برید پر مهال اته کسه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په دغه نښته کې شپږ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دغه ولایت مرستیال والي سردار محمد همدرد په زرنج ولایتي روغتون کې د وژل شوو سرتېرو او ټپیانو څخه د لیدنې پر مهال تاییدوي، چې په خاشرود کې د طالبانو په ناڅاپي برید کې شپږ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي؛ خو په خبره یې، چې افغان امنیتي سرتېرو کلک مقاومت ښودلی او په پایله کې یې تر پنځلس زیاتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له بلې خوا د زرنج ولایتي روغتون یو تن ډاکټر وايي، چې دغه روغتون ته له خاشرود ولسوالۍ څخه د پولیسو شپږ جسدونه او دوه ټپیان ور وړل شوي دي، خو په وینا یې چې په ټپیانو کې یو تن سطحي دی او د بل وضعیت هم د ډاډ وړ ښيي.
که څه هم ځايي چارواکي د نیمروز د امنیتي وضعیت ډاډ ورکوي، خو ډېری وختونه په خاشرود او دلارام ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښتې را منځ ته کیږي.