نیمروز: مظاهره چیانو د والي او ولسوال د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68418
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-07-14


د نیمرزو ولایت په دلارام ولسوالۍ کې سلګونه ولسي وګړو د دغه ولایت د والي انجنیر سمیع  او د ولسوال نجیب الله حیات د لرې کېدو په تړاو لاریون وکړ او د نیمروزــ کابل لویه لاره یې تړلې ده. دوی له مرکزي دولت څخه غواړي، چې  نیمروز والي انجنیر سمیع او د یادې ولسوالۍ ولسوال له دندې ګوښه او پر ځای یې نور معرفي شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د یادې ولسوالۍ خلک له والي او ولسوال څخه شکایت کوي. تېره روژه میاشت هم سلګونه قومي مشران او ولسي وګړي د خپل دغه شکایت لپاره د نیمروز ولایت ته راغلي وو او د خپل حق غوښتنه یې کوله، چې لا یې هم چا غږ نه دی اورېدلی.
نن په دلارام ولسوالۍ کې یو ځل بیا سلګونه کسان د والي او ولسوال د ګوښه کېدو په هدف راټول شوي وو. دوی له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوله، چې نیمروز والي او د دلارام ولسوال په فساد کې ښکېل دي او په دغه ولسوالۍ کې یې په لویه لاره پاټک جوړ کړی دی او له موټرونو څخه غیر قانوني پیسې اخلي.
دوی  وايي:
مونږ والي او ولسوال نه غواړو! دوی فاسدین دي او له مرکزې حکومت څخه مو هیله ده، چې له دندې څخه یې ګوښه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دلارام او نورو ولسوالیو ولسونو لسګونه ځله خپل شکایت اورولی دی، خو لا یې هم چا ستونزه نه ده اورېدلې