له ننګرهاره ۸۹ دولسم فارغینو له کانکور وروسته لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68450
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-08-04

د ننګرهار ۸۹ سلنه د دولسم ټولګیو فارغینو د کانکور ازموینې له لارې لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړې . د ننګرهار ولایت څخه سږ کال ۱۱۲۷۷ تنو د دولسم ټولګیو فارغینو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی وو،چې په پایله کې لس زره دوه څلوېښت تنه د هېواد بېلابېلو لوړو زده کړو پوهنتونونو او خصوصي مؤسسو ته بریالي شوي دي . د سږ کال په کانکور ازموینه کې ۱۴۳۰ ښځینه ګډونوالو څخه یې ۱۲۷۴ نجونې د لوړو زده کړو ترسره کولو په موخه بېلابېلو پوهنتونونو ته بریالي شوي دي. ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت څخه په کانکور ازموینه کې په ۸۹ سلنه ګډونوالو د بریالیتوب له امله خوښي ښودلې او ټولو بریالیو ځوانانو، د هغوی کورنیو او د پوهنې ادارې ته یې مبارکي ورکړې .