پکتیکا والي وائې چي د دولت د بریالیتوب راز د ولسونو په ملاتړ او همکارۍ کې دی.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68476
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-09-06

د  دولت د بریالیتوب راز د ولسونو په ملاتړ او همکارۍ کې دی.
د غه څرګندونې پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دولت او ولس ترمنځ د ستونزو شریکولو اوهغوی ته د حل لارو لټولو په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
په غونډه کې د پکتیکا والي، د ولایتي شورا غړو، د رسنیو او مدني ټولنو استازو د بېلا بېلو ملکي او نظامي ادارو مسوولینو او د مرکز ښرنې ګڼ شمېر مشرانو، دیني علمآو او ځوانانو برخه لرله.
 د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د پکتیکا له غیرتي ولسونو مننه وکړه چې تل یې د دولت ملاتړ کړی او په ټولو برخو کې له دولت سره همکار پاتې شوي په ځانګړې ډول د امنیت د ډینګښت په برخه کې یې زیاټې قربانۍ ورکړې دي.