ښونکې ورځ دي مبارک !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68490
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2018-10-04

فرخنده باد روز معلم ! دښوونکي دورځي په مناسبت په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولني دمبارکي پيغام د ښوونکي نړېوال ورځ دي دنړۍ اغلو اوښاغلو قدرمنو ښوونکوته مبارک وي! د ښوونکي نړېوال ورځ چې هرکال داکتوبر پر پنځمه په نړيواله کچه لمانځل کيږي دهيواد اونړی ټولواو سنيواوپخوا نيوښوونکو ته دزړه له کومي بارکي وايو . پدې باوريم هرهغه انسان چې قلم اوکتاب ته لاس ور وړاي سي دادښونکی دبې ساري زياراوزحمت نه هېريونکی برکت دي . همدا اوس موږ ټول دسرپه سترگو ورته گوروچې زموږ دهيواد ټول ښوونکی دژوندله کومو ستونزو،کړاونو اواقتصادي ناخوالوسره لاس اوگريوان دي،خوبياهم دژوندپه سختو شرايطوکي دخپل هيواد راتلونکی اوجگړه ځپلي نسل روزي . ښوونکى غواړي په خپله پوهه دټولې نړۍ اولادونه سالم وروزي اوهغوي دټولنيز ژوند دبرياودتروروستيوکچو ورسوي. ښوونکی ټولنې ته هغه روزل شوي اولادونه وړاندې کوي، کوم چې په راتلونکې کې د يوه هيواد ټولي سياسي ،ټولنيزي او اقتصادي چاري سمبالوي . دښوونکی د لار ښوونې له برکته ماشوم ته هر ډول برياليتوبونه ورپه برخه کېږي، دځمکې څخه تر اسمانه په هوا کې تگ اوراتگ دا د معلم د سالمې روزني برکت دی . د ښوونکی له درناوي سره زمونږ د ټولنې راتلونکي پرمختګ تړلی ، اوس چي ورته گورو که د ښونکي مقام هرڅو مره وستايل شي اويا یې تشريفاتي يادونه وشي بيا به هم د ښوونکي حق نشو اداکولاوى . موږ لوستونکي ټول دښونکی ديوشاگردپه توگه پرموږ دښوونکی احترام اودرناوي فرض بولم اوددې فريضې د اداکولو لپاره بايد دټولوعملي امکاناتونه په عام ډول استفاده وسئ،ترڅوزموږ ښوونکی ددټولنيزدرناوی اوددولتی چارکو لخوادمالي اومادي حمايي دپاملرنې وړ وگرځي . دهيوادغېرتی ښوونکو! يوځل بياتاسومقدسوشخصيتونوته ددرناوي په توگه په سرټيټولوسره ددې مبارکي ورځې له امله دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلې وړاندي کوم . د ښوونکی درناوی هغه وخت جوتيږي، چې په ټولنه کې د هغه ددرناوي لپاره په دولتي اوټولنيزه کچه عملي کاروسي . وړانديز مو دادی چې موږبايد په عمل کي د ښوونکي مقام ته درناوى ولرو، ځکه دښوونکی درناوی زمونږ د آبدي ژوند يوه لويه سرمايه اوتاريخي پانگونه ده . په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور