کرايي قاتلان د اریک پرینس په اجاره کي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68493
خالد هادي
دخبریدو نیټه : 2018-10-06

 

په افغانستان او عراق کي د بشري جنایتونو مسئول او د بلک واټر کمپنۍ د کرايي قاتلانو مشر اریک پرینس چي د امریکا پر حکومت فشار راوړی چي د افغانستان د جنګ قرارداد ورکړي او دی د افغانانانو نسل وژنه وکړي ترڅو د انسانیت په محوه کولو امنیت تامین سي، تېره اونۍ کابل ته تللی وو.

د پرینس سره د شمال ټلوالي د ځینو جنګسالارانو ترڅنګ مشهور کرايي قاتل رازق او بې شخصیته استخباراتي مامور رحمت الله نبیل هم یوځای سویدي. سره ددې چي ولسمشر غني دوې ورځي تر مخه د ښاروالانو په کنفرانس کي، قراردادي امنیتي کمپنیو ته د افغانستان د جګړې سپارلو مخالفت وکړ او په ځانګړې توګه یې د اریک پرینس طرحه وغندله خو ځینو رسنیو خبر خپور کړی دی چي اریک پرینس ته د امریکا د دفاع وزارت لخوا د افغانستان د جګړې یوه برخه قرارداد ورکول سوی دی چي د پخوانۍ بلک واټر کمپنۍ په نوم نه، بلکي د نوي کمپنۍ له لاري به یې عملي کوي.

ویل کېږي چي رازق او رحمت الله نبیل اوس د پرینس د نوي امنیتي کمپنۍ پر پیل او قرارداد پر عملي کولو کار پیلوي. د رازق او نبیل څېرې به د کرايي قاتلانو په توګه د ظالمو جلادانو او خوني قاتلانو په توګه څرګندېږي خو ددې بې ضمیرو انسانانو د شخصي ګټو او مالي سرچینو قربانیان به زرګونه بې ګناه افغانان وي. دا د افغانستان لپاره د یوې بلي غمیزي پیل دی چي پر افغان ولس او کمزوري حکومت یې د مخنیوي هڅي فرض دي.
ولس باید ویښ سي کنې نو د خپلي بدمرغۍ انتظار دي کوي.