کندهار کي د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي د معافيت نړيواله ورځ ولمانځل سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68515
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-11-03


دغه غونډه چي د شنبې په ورځ په کندهار ولايت مقام کي جوړه سوې وه پکښي د کندهار د ملي راډيو ټلوېزيون کيمره مين د شهيد سليم رحيم پر تېر ژوند او لاسته راوړنو هم هر اړخيزه بحث وسو .

په دغه غونډه کي د کندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چاور کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ولايتي شورا رئيس او يو شمېر غړو يې، د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو، د کندهار د ازادو خبريالانو د مرکز ( K.J.C ) ادارې مسؤل احمدلودين، په زيات شمېر خبريالانو او د رسنيو استازو، مدني فعالانو او مېرمنو برخه اخيستې وه .

لومړی په غونډه کي د شهيد سليم رحيم او د ولايت مقام د پېښي د قرباني ورکوونکو شهيدانو ارواحو ته د خوښۍ په موخه د دوعا لاسونه لپه، کورنيو او دوستانو ته يې د جميل صبر او د نوموړي پېښي ټولو زخميانو ته د عاجلي شفاء غوښتنه وسوه .

په غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په مطبوعاتي ډګر کي د شهيد سليم رحيم خدمتونه وستايل او په سختو حالاتو کي د هغه د کړو کارنامو څخه يادونه وکړه همدارنګه يې د هغه د سر د قربانۍ ستاينه وکړه چي د خپل هيواد او خلګو په خدمت کي يې له لاسه ورکړ