که باده مې ده اسلام پښتو مې ظرف دی مـــزه کانـــدی پــه خپل جام کــې مشروبات
(( حمزه بابا (رح) ))
د پښتونخوا په زړۀ پېښور کې او د پېښور په زړۀ قيصه خوانۍ بازار کې د (( اهلبېت پښتو اکاډمي)) دفتر او کتابتون په رسمي توګه پرانستل شول د اکاډمي مسول انور شاهين وايي : هيله من يو چې انشاء الله دا مرکز به د اسلام او پښتو د کلتور، ادب او فرهنګ د خپرېدو، ودې او ترقۍ سبب وګرځی. البته په دې لړ کې د لر او بر له ټولو پښتنو په تېره بيا د قلم له خاوندانو نه د هر ډول مرستو او همکاريو هيله کوو. همدا رنګ له پښتنو ليکوالانو يا کلتوری او ادبي ادارو نه غوښتنه کوو چې خپل کتابونه،رسالې او نور قلمی آثار راوليږي چې په ډېرې مننې او درناوی سره يې د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ د کتابتون ښکلا وګرځوو.
پته : شهيدانو يادګار ته مخامخ، قيصه خوانۍ بازار
پوسټ بکس 346 پېښور (پښتونخوا)
اکاؤنټ شمېره: 2250-0 الائيډبېنک قيصه خواني برانچ شيراز هوټل خېبر بازار پېښور
برېښناليک: ahlebait_pakhto@yahoo.com