کندوز کې د نږدې لس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې پيل شوې:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68537
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-11-08

کندوز ښارکې د شاوخوا لس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ فرعي سرکونو   او ویالو  د اساسي جوړیدو کار پيل شو :
نن د کندوز والي او مسؤلینو له لوري د بنسټ ډبرې په کېښودل سره  د شاواخو لس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت په کندوز ښار کې د درې فرعي سرکونو   او ویالو د اساسي جوړیدو کار پيل شو.چې د یادو ۳ واړو پروژو  ودانیزې چارې به یو په بل پسې  په درې میاشتو کې بشپړې او رسماً به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغو درې پروژو کارونه په داسې حال کې پيلیږي چې همدا نن د عسقلان په دښته  کې د قالین اوبدلو د شهرک دلومړۍ برخې کارونه د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هم پيل شوې.
کندوز والي د دغو پروژو دپيل پرمهال  وویل(( ټولګټې پروژې د خلکو دي او خلک دنده لري چې دټولګټو پروژو څخه په کله ساتنه او حمایت وکړي او د پراختیايي پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي او پرینږدي چې د پرمختګ ،سولې او ابادۍ دښمنان عامه پروژې زیانمنې کړي))