د ارواح ښاد فضل احمد ولسمل جنازه خاورو ته وسپارل سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68557
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-12-07


د پنجشنبې په ورځ د ښار او کور جوړولو د مخکني سرپرست وزير او د دغه وزارت د اوسني مسلکي معين انجنير روښان ولسمل د پلار ارواح ښاد فضل احمد ولسمل جنازه خاورو ته وسپارل سوه چي پرمهال يې مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال، د ولايتي شورا رئيس او غړو يې، په زيات شمېر تجارانو، د دولتي ادارو يو شمېر مسؤلينو او استازو او په زيات شمېر د ښوونځيو استادانو، زده کوونکو او په زیات شمېر قومي او اولسي مشرانو ګډون کړی وو .

مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ارواح ښاد فضل احمد ولسمل د معارف ځلانده ستوری وبلی او ويې ويل چي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري يې د پوهني په برخه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي همدارنګه يې لسګونه کلونه په زيات شمېر زده کوونکي روزلي .

همدارنګه ښاغلي منيب وويل : دا د ارواح ښاد د کورنۍ او ټول کندهار لپاره د وياړ ځای دی چي ارواح ښاد ولسمل د تدريس پرمهال د مرګ داعي ته لبيک وايي او د دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټوي .

ښاغلي منيب د ارواح ښاد مړينه لويه ضايع وبلل او هيله يې وښوده چي د ارواح ښاد روزل سوي زده کوونکي به د هغه پر قدم پښه ايږدي او دې زورېدلي اولس ته به خدمت کوي .