کله امنیت راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68569
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2018-12-07


نیم خوښ په غلامي نیم په آزادي یو
هر یو له خپلو سوچو څخه راضي یو
دواړه ځان ته ددې وطن اتلان وایو
څه په آبادي څه خوښ په ویجاړي یو

د امنیت اصلي د راتلو شکل دا دی
چې مشران يې ټول اهل د کار وي
په اساس د میراث او باج نه وي راغلي
نه يې اوریدلي ترکاڼي د بیزو کار وي
هغه وخت امنیت راځي دې وطن ته
چې رهبران مو مسلکي او غیر خرکار وي
ټول وطن په خپلو کې ویشل سوی دی
سوله نه راځي چې هرګلان یې خار دار وي
بل اساسی علت د پښتون ملت دا دی
امنیت نه راځی چې واکدار يې مریی او غدار وي

دا وطن نه طالب نه مجاهد آبادولای سي
نه یې روس نه یې امریکا او شریکان نیولای سي
د ا و طن رښتینی وطنپرسه ازاد خلک لري
هیڅ غاصب یې تر ډیره وخته للو للو کوای سي
لږروشنفکران یې په ډالرو پردي اخیستلای سي
لږبې سواده په خپل ګټه پردي جنګولای سي
دلته هر سړی په خپل ځان یوازې مین دی
یوازې په بې عقلي کې د بل سره سیالي کولای سي