دکندهار د ټاکیزو شکایاتو کمیسون یوځل بیا پرانستل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68599
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-01-07

د دوشنبې په ورځ د ټاکنيزو شکاياتو د کميسيون دفتر چي څه موده وړاندي د يو شمېر معترضو نوماندانو لخوا تړل سوی وو، نن د ولايت مقام په هڅو بياځلي پرانيستل سو، چي پرمهال يې يو شمېر معترضو نوماندانو هم ګډون کړی وو.
سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل : د ټاکنيزي پروسې وروسته د نوماندانو ترڅنګ ولس هم هیله لري ترڅو د هغوئ پاکو رايو ته ځای ورکول سي او له مخي يې د هغوئ د خوښي وړ نوماند کاميابي ترلاسه کړي.
ښاغلي منيب وويل : د ټاکنيزو شکاياتو د کميسيون دفتر د ولايت مقام سره د يوه تفاهم له مخي پرانيستل سو چي د دغه معترضو نوماندانو ږغ به تر مرکزي ادارې پوري وړل کېږي، هغه زياته کړه : د دغه کميسيون کارمندان به بيرته په عادي ډول خپلو کارونو ته دوام ورکوي