جګړه باید مهارشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68614
ايمل افغان
دخبریدو نیټه : 2019-01-07

 


دغه ګوډه اوماته ليکنه د هغو افغانانو د ارمانونو د پوره کېدو په لارکې د لومړي زېري په ډول د سولې راوستو لپاره وړاندې کوم چې د خپل محبوب هېواد افغانستان او د ګران ملت د لوړو اهدافو رسېدو په لارکې چې لومړی د کورنيو دښمنانو اوبيا د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې چې د تاريخ په اوږدوکې په ګوليو ترنن پورې سوري سوري شوي اوخپل پاک ارمانونه يې له ځان سره تورو خاورو ته وړي په ډېره مينه وړاندې کوم.
هغوځوانانواو قوم پرورو افغانانوته يې د لومړي زيري په توګه ډالۍ کوم چې تش د سولې غوښتلو په جرم په ظالمانه او وحشيانه بمباريوکې د امريکا او نورو افغان ضد ښکرورو ملکونو د اجنټانو له خوا په رنګارنګ ظلمونو په افغانستان کې ځورول کېږي او د خپل هېواد د جوړولو د ورځې د را رسېدو په هيله د هغوی هر ډول وحشت، ظلم، تشدد اونارواو په وړاندې په مېړانه او زړورتيا نن مقابله کوي.
هغوخواخوږو اود قوم په درد دردمنو پښتنومشرانو په مخ کې بې د دوی له شريفانه اوانسانيت پرورانه معاونيتونو او مرستو د لومړۍ ثمرې او نتيجې په دود ږدم چې د هغوی په برکت د افغانستان ملت قدم په قدم د خپل امنيت منزلته د موخې لپاره ورنږدې کېږي اوسوله حاکمېږي.
ژوندی دې وي افغانستان، بختوراوبريالي دې وي ټول هغه افغان ځوانان چې د افغانستان له آبادۍ سره نن په خپلو زړونوکې پياوړې مينه لري او په دې لارکې عملاً او د زړه له کومې مرسته او کارکوي.
راځم اصلي ټکي ته د افغانستان د ابادۍ اوجګړې د ختمېدو اختر به نه يوازې د افغانستان د ټول ملت لپاره له ټولو ملتونو څخه لویه خوشحالي وي او هرکال به د هغه په خوشاليو اومېلوکې برخه اخلو، ځکه د افغانستان ملت هم په خپل هېوادکې د سولې د راوستو لپاره دا کار خپل هېوادنی اختر بولي او هر وخت به د دغه مملکت د ټولو ترخو اوبدو حالاتو او ټولو قومونو ډېر مشران به په کې په راتلونکي کې انشاءالله په لويه کچه برخه اخلي.
د ننني افغانستان د ابادولو لپاره تر ټولو لوړ او عالي هدفونه هغه څه دي چې له دې وروسته يې زموږ هر سياستوال په خپل ذهن کې د خلکو د پرمختګ لپاره لومړی بايد پيدا کړي چې راتلونکی ژوند اوټاکنې ورپورې اړه لري په نتيجه کې د اسلامي ملتونو، منځنۍ آسيا او په نتيجه کې د نړۍ د امنيت او ارامۍ دوام اوټېنګېدل هم تر زياتې اندازې ورپورې اړه لري چې دا لوړه موخه د افغانستان د خاورې ابادول اوله دښمنانوڅخه د هغې ګټل دي چې موږ وکولای شو په خپله خاوره کې له دې جګړې وروسته يوڅه د صنعت اوتوليد په برخه کې رامنځ ته کړو اوهمدارنګه له هرې خوا د نړۍ ډېرو پياوړو استعمارچيانو د دې خاورې د ړنګولو لپاره را ودانګل مګر په نتيجه کې هغوی ټول ورک شول اوموږ چې د حق اوعدالت علمبرداران يو سره ژوندي پاتې يو.
دلته که د افغانستان تېرتاريخ ته يو نظر وکړو اوپه ځانګړې توګه په هغه عمل وکړو، ښکاره خبره ده چې هماغه پېښې نن يوځل بيا په دې خاوره کې د کورنيو مشرانو په مرسته د ديموکراسۍ تر بيرغ لاندې د بهرنيو له خوا په افغان ولس يوځل بياعملي کېږي چې هره ورځ پرته له وژنو بل څه موږ د جمهوررئيس سردارمحمد داودخان له حکومت څخه راپه دېخوا په دې خاوره کې ونه ليدل.
دا ټول هغه ناوړه واقعات اومرګونې پېښې دي چې بالاخره په موږکې يې هم څه ناڅه کمزوري او درز راوستی اونه شوکولای چې له دې کمزوري حکومت څخه چې په سرکې يې امريکا اوانګلستان ولاړدي او د پردې پرمخ راته دوه ډاکټران ښاغلی محمد اشرف غني اوعبدالله عبدالله ځانونه ښکاره کوي ځان خلاص کړو او پرځای يې يوپياوړی اوملت ته د منلو وړحکومت د د ښمن په وړاندې په راتلونکي کې رامنځ ته کړو.
د استعمار هغه ښاماران چې نيمايي نړۍ يې د خپل استعمار په پياوړې خوله کې نن په افغانستان کې ټينګه نيولې ده له ۲۰۰۲م.کال څخه راپه دې خوايې په دغه خاوره کې خپل حکومت تش په نامه پيل کړی چې واک او ځواک ټول نن د همدوی په ولکه کې دی اوبې ځايه ورسره افغان ولس ووژل شو، ځکه هغه پياوړي کارونه چې نن افغانان ورته اړتيا لري او غواړي چې د جګړې ټغر په دې خاوره کې ددې کار په کولو سره له دې وروسته ټول کړي په هغه دې مشرانو چندان غوږ ونه ګرولو.
په افغانستان کې که موجوده بهرنيان اوکورني مشران وغواړي چې جګړه ختمه اوپرځای يې سوله حاکمه کړي په دوه ساعتونوکې د دې امکان شته چې په هېواد کې سوله راشي او د جګړې لمنه ټوله شي ولې په سمه توګه دغه افغان دښمنه هېوادونه دا کار نه کوي او نه غواړي چې د افغانستان د حکومت پرمخالفينو پياوړې وسلې او پيسې بندې کړي همدا علتونه دي چې له يوې خوا په افغانستان کې بېکاري ډېره ده او له بلې خوا جګړه خپل اوج ته رسېدلې چې نه شوکولای په دې خاوره کې له دې وروسته يوه سالمه اداره د دې څېرو په موجوديت کې جوړه او ولس ته يې وړاندې کړو.
هغه ډله چې نيمايې نړۍ يې د خپل استعمار په پياوړو منګلوکې ټينګه کړې اوله امريکا څخه په آسيا په ځانګړې توګه په افغانستان حکومت کوي چې د دغه هېواد دوه دېرش ميليونه نفوس يې ترخپلو منګولو محکوم کړ او زموږ ملک افغانستان ته يې غاړه راغځولې د تورې په ډګر کې خو بيا افغانان له هېچا وروسته نه يو پاتې شوي او داځل هم دغو تجاوزګرانو ته داسې ګذارونه په دې خاوره کې هم د افغانستان دښمنانو اوهم د دوي خپلو دښمنانو په دې ځای کې ورکړل چې تر ډېرې مودې د سر بدله اوليونو په ډول نه پوهېدل چې څه وکړي چې اکثره يې له ۲۰۱۵م.کال څخه راپه دې خوا له افغانستان څخه ووتل او دايې له ځان سره پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د امريکا، انګلستان اوپاکستان دوه مخې جګړه ده موږ نه شوکولای بې ځایه خپل عسکر مړه کړو اويا تر لوړو مصارفاتو راشو دلته ستونزمنه خبره ده چې د امريکا په مشرۍ دې يوسالم نظام اوسالم خلک واک ته ورسېږي.
د ولسمشرکرزي د حکومت له پېلېدو را په دې خوا له پښتنو سره له تشې تورې نه پرته د ژوندانه د ساتلو نور وسائل د علم اوپوهې نه وو، جګړه مو په سيمه کې د بهرنيو له خواحاکمه وه، ځوانان مو بې زده کړې پاتې شول، اقتصاد مو خراب شو، فرهنګ مو د بل په لاس کې ولوېد، سياسي رشد موکمزوری شو، جګړې او مجادلو د خارجي استعمارچيانو سره د خپل ملک اوخپلې مقدسې خاورې د آزادۍ اوتمامیت په لاره کې زموږ اقتصادي وضعيت ډېر وران کړی دی اوخوارۍ او فقرمو ملاکږه کړې ده، علاوه له دې د کورنيو ترمنځ مو يو له بل سره مخالفت اوجنګ جګړو هم زموږ د ملي وحدت حکومت چې په رازکې ښاغلی محمداشرف غني اوعبدالله عبدالله دي ستنې کږې کړې دي.
د تاريخ په اوږدوکې بهرنيواستعمارچيانو په ځانګړې توګه سيمه ييزو هېوادونو د تل لپاره د افغانستان له بدې سياسي اوضاع نه ګټه پورته کړې اود پښتنو په سيموکې يې په رنګارنګ دسيسو اوفريب کاريو لاس پورې کړی او بالاخره يې په افغانستان کې د مغلو له سياست څخه چې د نفاق اودښمنۍ اچول ووکار واخيست اوسره بېل کړي يې دي اوحکومت په کې کوي، چې د دغه ناوړه سياست په وسيله يې روانه جګړه وساتله.
دا هغه ناروا اوظالمانه کړنې دي چې دې خلکو په افغانانو په ځانګړې توګه په پښتنو وکړې او دغه قوم د افغانستان يولوی اوپه تاريخ کې يو پياوړی قوم دی چې تقريبا د هېواد ۷۰ سلنه جوړه وي له داسې مرګونې ستونزې سره په دې دوره کې لاس اوګريوان کړي دي چې هرې خوا ته ګوري د خلاصي لار يې نه شته چې څنګه له دې راغلي ښامارڅخه ځان په خپله خاوره کې خلاص کړي.
د خپلې خاورې اوخپل ملت د ابادۍ لپاره نن څومره چې موږ فکرکوو، په کارده يوه ملي اونړيواله ستراتېژي جوړه کړو، بېکاره څېرې د هېواد له سياست څخه لرې کړو، د استعمار اومداخله ګرو په وړاندې په مبارزه لاس پورې کړو، د غلو اوخاينينو په وړاندې بايد جدي عکس العمل وښودل شي، د بېلتون اوتفرقې اچولو سياست په هېوادکې له پامه وغورځول شي، عاملينوته يې په عمري قيد اوبند سزا ورکړل شي، ترڅو په دې خاوره کې د جګړې په ځای سوله د پياوړېدو په حال کې شي، همدارنګه جنګسالاران د حکومت له لوړو چوکيوڅخه وغورځول شي ځای يې هغه چاته په واک کې ورکړل شي چې هغه د دې وړتيا او اهليت ولري.
دا هغه خبرې دي که عملي بڼه خپله کړي موږ به وکولای شو د خپل همدغه مرکز د مشر په امر اولارښوونې د بهرنيو دښمنانو په مخ کې ښه په نره ودرېږو اوهغوی ته به موتل د افغانستان د خيانت په وړاندې ځواب ورکړی وي.
د افغانستان د ابادۍ اورسېدو لپاره پکاره ده، موږ په يوقابليت اوپروګرام کار وکړو، ټول ولس د سياست او کارد پيداکېدو او زور له لارې په يوه ملي مرکز کې راغونډ کړو او د خپل همدغه مرکز په امر او هدايت د خارجي دښمنانو په مخ کې بيا ودرېږو د هغوخلکو په وړاندې کوم چې نه غواړي په افغانستان کې واقعي سوله حاکمه شي، وکولای شو هغوی له صحنې څخه د سولې په وړاندې لرې اوسوله راولو.
که موږ په خپل هېواد کې په منظمه توګه صنعت، پرمختګ اوسولې ته په پياوړې توګه حرکت ورکړو، د بهرنيو اشغالګرو په وړاندې په عين حال کې چې د افغانستان په محکوموسيمو او دفترونوکې د پخوا په شان د استعمارچيانو په وړاندې مسلح مقاومت ته دوام ورکوي په سمه اوحربي مجادله پيل وکړو اوپه دې ډول به بهرنۍ لاسوهنې کمې شي اودغه ډلې به مجبورې شي چې له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړي اوموږ به دې ته اړشوچې له دې وروسته د حکومت په جوړولو لاس پورې کړو او ملت به نور له بې ځايه وينوتويولو خلاص شي.
له ۲۰۰۲م.کال څخه راپه دې خوا افغانستان ته د بهرنيوپه ځانګړې توګه د امريکايانو راننوتل هغه څه وه چې مصارفات وشول، په هېوادکې څه ناڅه د ابادۍ کارونه وشول ولې سولې ورسره خپل ځای ونه نيولوجګړې نورهم زور واخيست، اداري فساد په ډېره لوړه پيمانه په دولتي اداروکې مروج شو، هغه څه ونه شول کوم چې د ولس هيله وه اونه هم اوس دوی غواړي چې يوه ښه پايله ترلاسه کړي دا هغه څه دي چې دې خلکو موږ ته په ميراث پرېښي دي اوتل موږ د دې جګړې ښکارکېږو.
هرهغه هېوادونه چې هغه د افغانستان په زيان د مذهب، دين اوملت له پلوه دلته کارکوي اونه غواړي په دغه هېوادکې دې سوله پياده شي فکرنه کوم که دوی په دې پاليسي سره په دې ځای کې کامياب او برلاسي شي، ځکه افغانستان يو مسلمان اومذهبي هېواد دی دلته دین اوملت ته قومونه په ډېر لوړ ارزښت قايل دي اوبل دا يوه اسلامي ټولنه ده اواسلام د دوی ميراث دی هېڅکله نه غواړي چې هغه له لاسه ورکړي همدغه علتونه دي چې هرتيري کوونکی په دې خاوره يرغل کړی بيا له ډېرې لوړې ماتې او مصارفاتوسره مخ شوی اودې ته اړشوی چې له دې خاورې خپلې پښې سپکې کړي.
له بل پلوه د پاک خدای په فضل افغان ملت هغه ژوندی اوپياوړی قوم دی، داسې ژوندی چې د خپلو فردي اوملي حقوقو، د خپلې ازادۍ او د خپل ملک د تماميت د ساتلو لپاره پوره توان اواستعداد لري اوتل يې په خپل دې زور اوځواک سره دښمن په ګونډو کړی دی، ولې له سوبې وروسته بيا دوی له فشارونو، تاوانونو اومرګونې لوبې سره د تاريخ په اوږدوکې لاس اوګريوان شوي اود پرمختګ او ابادۍ له پلوه چې هېواد وروسته پاتې شوی د هغه خو له سره محاسبه نه ده شوې.
زموږ موضوع اوموخه نن ټوله په هېواد کې په شته ستونزو سرخي اوغواړو له دې ستونزو سره مقابله وکړو او پرې نږدوچې له دې وروسته داسې ستونزې زموږ په کورنۍ، ټولنه، سياست اوحکومتونوکې د بهرنيو لاسوهنوپه نتيجه کې رامنځ ته شي اوهېواد مو د يوې بلې جګړې ښکارشي، راتلونکو پروګرامونولپاره کدرونه په ګوته کړو، له سياسي مصلحتونوڅخه د چوکيو په وېش کې لاس واخلو، رڼې ټاکنې ترسره کړو، ملت ته د هغوی د رايو په ورکولو ځواب ووايو، ترڅو وکولای شو د دې کارونو مخ په وړاندې بيولوسره ملت له حکومت سره همکارکړو.
فکرکوم دابه هغه څه وي چې که دولت ورته په سرکې ځای ورکړي اودکتاتوري اوخپل سري ورسره اختيارکړي ډېرڅه به يې د ملت لپاره رامنځ ته کړي وي ملت به هم له دولت څخه خپله فاصله ختمه کړې وي ځکه چې ملت نور نه غواړي د دولتي چارواکو لاسونه په فساد تورن وي دا به نورڅومره ملت وزغمي هره رسنۍ چې ګورو يا يې اورو د سر ټکي يې په اداري فساد سرخي چې فساد ترنن پورې زموږ په اداره کې ورک نه شو او ورځ تربلې د زياتېدو په حال کې دی.
که موږ د تېرتاريخ پاڼوته يوځغلنده نظر وکړو هغه څه به ترسترګو شي چې د تل لپاره سيمه ييزو هېوادونو د افغانستان په دننه کې د خپلو مشرانو په مرسته غولولي يو، کارونه او زدکړې مو وروسته پاتې شوې دي طبيعي ذکاوتونه يې را څخه د تل لپاره اخيستي، د جګړې درسونه يې راکړي، د غلامۍ زنځيرونه يې راته په غاړه کې اچولي، له فرهنګ اوسياست څخه وروسته پاتې شوي يو، دولت او اداره يې د داسې خلکو په واک کې ورکړې چې تل يې د ملت لپاره سردرد جوړکړی ولې نننۍ نړۍ او عصرته که وګورو دا نقشه بايد نوره موږ بدله کړو، سياستونه مطالعه کړو، رسېدلي ولسونه او ملتونه وګورو، په ذهنونوکار وکړو، دردونه محسوس کړو بيا به نړيوال بازار ته لارپيدا کوو او رسېدلي ملتونه به حسابېږو.
دلته سياستوالو اوملت ته په کار ده د بين المللي قوانينوپه داېره کې نور د خپلو پروګرامونو اوکارونو د ترسره کولو لپاره ځان داخل کړي ترڅو د نړيوال بازار سياست ته موږ هم لار پيداکړو او وکولای شو دغه جګړه ځپلې خاوره په نورې نړۍ وپېژنو، معنی دا چې په زده کړو او لوړو زده کړو زيات کار وشي، ځوانان او په کار پوڅېرې د سياست ډګرته را داخلې کړو ترڅو موږ د رسېدلوسياسيونو په ليکه کې ولاړ خلک حساب شوچې د دې کار په کولو به مو ملت د پرمختګ له پلوه مخ په وړاندې تللی وي.
دا هغه رواه او مشروع لارده، که په دې لاره روان شو، ملي رهبر پيدا کړو، خپلې ګټې د ملت تر ګټوخوندي کړو، فکرکوم ډېر اوږد مزل به مو را لنډکړی وي، دولت به مو په خپله جوړکړی وي، جګړې به خپل ځای بدل کړی وي، سوله به راغلې وي، ملت به د جهالت له تيارې د رڼا لورته روان شوی وي، پوهه به خوره وي، کاميابي او رڼا به په هرکورکي موجوده وي، ناروغي به ختمه شوې وي، تداوي به په خپله خاوره کې کېږي اونور په لسګونو او سلګونوکارونه به شوي وي وطن به ګل اوګلزار وي.
افغان ملت د تل لپاره د خپلو مشرانو اونمايندګانو له لاسه سرخوړلی داسې نمايندګان او مشران چې ملت تل ورپسې ولاړ دی، هغه يې د موخې او منزل ځای ته په ډېر برياليتوب رسولی ولې له دې وروسته يې بيا ملت په خپل حال پرېښې، د هغه پوښتنه او تداويې په رښتينې توګه نه ده کړې چې د دې کار په کولوسره د ملت اوسياستوال ترمنځ په ډېره لوړه پيمانه واټن رامنځ ته شوی اود هېواد کارونه ورسره وروسته پاتې شوي دي.
په افغانستان کې کاميابوسياستونو اوسياستوالوته په کارده له ټولو قومونو سره د آبادۍ اوپرمختګ په باره کې ژمنه اوقول وکړي له دې وروسته اوپه راتلونکي کې به د هېواد د سياست په برخه کې په وړو اوغټوخبرو او کارو کې په خپلو منځوکې سره جګړې نه کوي سياسي ستونزې او اختلافات به د بهرنۍ نړۍ په وړاندې شاته اچوي، دکارونود ښه پرمختګ په اړه به له يوبل سره په اړيکه کې يو، د هرې پېښې په وړاندې به ټول په پوره مشورې او ټينګ يووالي سره درېږي اوهېڅ يوقوم به يوکار اوله نورو قومونوسره د سلا او مشورې پرته د دښمن په وړاندې جګړه نه کوي، چې فکرکوم په دې کار به يولړ برياليتوبونه زموږ د سياست اوحکومت ترشاه بيا رامنځ ته شي.
ټول افغان ولس ته په کارده، د بهرني هر ډول تجاوز په وړاندې لاس يوکړي او په يوفکر اويوپلان سره د هغه په مقابل کې مقاومت وکړي اوپه دې وسيله کوښښ وکړي په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي، چې دې کارته به هر افغان د احساس له مخې په ډېرې اسانۍ غاړه کېدي اوله هرډول امتيازي اومادي مفاد څخه به لاس په سر شي، خوکه افغان مشران د دښمن او هېواد ابادولو په وړاندې يو لاس اومتحد شي.
د تاريخ په اوږدوکې د افغانستان په هر قوم اوملت باندې له هرپلوه د هر بهرني دولت له خوا ناوړه تېری شوی چې ټول قومونه د دې تېريو دګوليوښکارشوي اوتجاوزګر په مقابل کې تش لاس ولاړ دی چې په نه شته امکاناتو سره يې هغه ته ماتې ورکړې خپله خاوره اوخپل هېوادوال يې ګوډ او مات له دې ناوړه لوبې څخه ژغورلي دي.
کوم حکومت چې نن دلته جوړشوی دی په دې کې ډېرې د کارڅېرې هم شته ولې هغوی ته چاه په حقيقي توګه وخت نه ده ور کړی چې هغوی کارکړی وای ولې ترڅنګ يې بيا بېکاره څېرې هم شته چې هغه نه غواړي په افغانستان کې دې يوه پياوړې او ولس ته منلې اداره رامنځ ته شي ترڅو د دې کارپه کولوسره د کارچوکۍ ټولې په هغو اشخاصو ووېشل شي چې هغه واقعاً افغانان او ولس ته منلي وي.
د هېواد نننيوترخوسياسي حالاتو ته په کتو سره په کارده، موږ خپلې مټې را ونغاړو اوپه افغانستان کې نننۍ جګړې ته په خپله د پای ټکی کېدو نه چې د بهرنيو په هيله کېنو هغوی به موږ ته سوله راولي په ځانګړې توګه د امريکا او انګلستان په هيله هغوی سوله نه راولي کوم اشخاص اوڅېرې چې د سولې هيله په دې خاوره کې لري غواړي هغه هم و وژني چې همداسې په سلګونوپېښې ثبت شوي اوتکرارېږي خو ولې جګړه ورسره په سوله نه بدلېږي.
په افغانستان کې د سولې اوابادۍ نوم لومړی د خپلو مشرانو اوبيا د بهرنيو له لاسه تش د کاغذ پرمخ پاتې دی دوی په رښتينې توګه نه غواړي چې په دغه ملک کې دې جګړه پای ته ورسېږي، ځکه دلته د چين، پاکستان، هندوستان، ايران، امريکا، انګلستان اونورو د سيمې هېوادونو اقتصادي، سياسي اوفرهنګي جګړې اوربل دی، که دلته سوله راځي د چين توليدات په خپل ځای درېږي، د پاکستان پاپړ به څوک اخلي، د ايران فرهنګي جګړه به ختمه شي، د امريکا اوانګلستان اتومي وسلې به بيا چېرته د ازماېښت په توګه وکارول شي.
دا هغه خاوره ده چې د جګړې د ختمولو لپاره بايد په عملي کړنو لاس پورې اود عمل جامه په تن کړي، پياوړو اقداماتوته اړتيا ليدل کېږي، قرباني غواړي، په خپلو نفسونو د پښو اېښودلواړتيا ليدل کېږي، د بهرنيو لاسونو پرې کولو ته اړتيا ده، هغه عملي قدمونه بايد د سولې اوجګړې په وړاندې واخيستل شي چې جګړه ختمه اوسوله خپله شي، جرګې بايد جوړې، قومي څېرې اوملتونه له ځان سره يوځای شي، ذهنونه د سولې لپاره اماده شي، د جګړې په ناوړه عواقبواود هېواد په ورانېدو ملت ته بايد ځانګړي پروګرامونه اومعلوماتونه په لار واچول شي ترڅو وکولای شو له دې لارې جګړې ته د پای ټکی کېدو اوسوله راولو.
دا هغه عملي قدمونه او ويناوې دي چې د تاريخ په اوږدوکې د افغانستان په بېلابېلو برخوکې د ټول ولس د ګټلو او ابادولو لپاره نه دي شوي او په کار ده، داسې کدرونه له دې وروسته په ځانګړې اوپياوړې مبارزې لاس پورې کړي چې وکولای شي د خپل هېواد ناوړه سياسي حالات يوسوله ايزه رنګ واخلي اوپرې نږدي چې جګړه نوره هم ګرمه شي د پياوړي اورښتيني سياست له لارې ولس ته خدمت وکړي.
د تاريخ په اوږدوکې د ملت جوړول او امنيت را وستلوکې موږ تل له جرګو او مشرانوجرګې کار اخيستی دلته موږ په هېوادکې شته ولسي جرګه اوترڅنګ يې مشرانوجرګه لرو، چې دا هم د ملت استازي دي اوپه کارده چې له خپل ملت سره په اړيکه کې شي اود جرګې له لارې لومړی په خپلوسيمواوبياپه ټول هېوادکې امنيت راولي، موږ ملي اردو اوملي پوليس په هېوادکې لرو هغه څېرې چې نه غواړي د نورو په لمسون په هېوادکې امنيت ته ګواښ پېښ کړي اوحکومت کې بي امنيتي رامنځ ته کړي هغه په خپل هنراوچل د حکومت له چوکۍ په ډېرجرات سره لرې اوځای يې هغه چاته وسپارل شي چې هغه يورښتينی افغان وي.
د تاريخ په پاڼوکې شورا اوجرګې په افغانستان کې ډېرکارکړی دی چې د هغوی بيانول اورا وړل دلته نه ځاېږي اونه ورته اړتيا ليدل کېږي د دې لپاره چې موږ وکولای شو په دغه خاوره کې نور امنيت راولو، د بې ځايه وينو تويولو مخه ونيسو په ځانګړې توګه په کارده چې له جرګو اومرکوڅخه هم کار واخلو اوسوله چې د افغان ولس يوطبيعي حق دې په دې خاوره کې راولو.
که چېرته خپل تاريخ اوخپلې خاورې ته وګورو هسې تش په نامه نارې اوسورې وهوچې موږ خپلواک يو موږ تراوسه خپلواکي او استقلاليت نه دی ترلاسه کړی، موږ د خپلې خاورې اوخپل ولس د حفاظت لپاره ډېرې فداکارۍ ورکړې ولې کومه ځانګړې پايله مو ترلاسه نه کړه همېشه زموږ په ملک کې د داخلي مشرانوله لاسه د بهرنيوپه لارښوونې د ولس وينه تويې شوې او دوی په کې ملطب حاصل کړی دی نور بس دی کار په کار دی، ولس ويښول په کاردي، ملک جوړول په کاردي، ترڅو به د غلامۍ اونادانۍ زنځير زموږ په غاړه کې پروت وي اوبهرنۍ نړۍ به مو د خپلوګټو لپاره يو اوبلې خوا کش کوي.
د سولې په راوستو، د جګړې په مهارکېدو اود جګړه مارانو په ختمېدو سره کولای شوچې د ټول ملک بهرني اوکورني کارونه سم کړو، ولس ته اسانتياوې برابرې کړو، د معمول په څېر به مو د تل لپاره سوله خپله کړې وي، لنډه دا چې په دې لاره کې به مو د افغانستان ټول ملت په پوره وحدت او يووالي سره سمبال کړی وي، د ملت اوحکومت ترمنځ به مو د کلونو واټن په ډېر لنډ وخت کې ختم کړی وي، خو که لاس په کار شو او د خپل ملک آبادولوته ملا وتړو.
موږ د تل لپاره مرستې اوکومونه له پرديوهېوادونو غوښتي اوخپله په خواږه خوب ويده پاتې يوچې کارته مو ملا نه ده تړلې، خو ولې کله چې پردي ملک راسره مرسته کړې نوبيايې موږ هم ترواک اوکنترول لاندې د خپلو مرستو په وړاندې راوستي يو او د دې وخت يې نه دی راکړی چې کاردې وشي ملک دې خپلواک شي، دښمن دې ختم شي، سوله دې برلاسې شي، تل د ناکامۍ په خوب ويده پاتې شوي يو.
افغان ملت د آزاد اوپياوړي اسلامي او ديموکراسي دولت په څېر هيله او اميد لري چې له دغه موجوده حکومت څخه د يوه تنکي او وړوکي نيالګي په څېر په ډېر لنډ اوتنګ وخت کې يوه داسې لويه مېوه ترلاسه کړي چې نه يوازې ټول ملت به د هغه په سيوري کې خوښ اوسعادتمند ژوند تېروي، بلکې د نړۍ د روغې جوړې او امنيت د ساتلو په لاره کې به هم خپل ټول وظايف چې د يوه خپلواک دولت په دود به يې د نړيوالو ژمنو د قوانينو لاندې په غاړه لري په پوره برياليتوب اوموفقيت سره سرته رسوو.
د دې مقصد او موخې د ترلاسه کولو او سرته رسولو لپاره په دې لارکې موږ د افغانستان له ټولوسياسي ډلو، علماو اوقدرمنوحزبونوڅخه انتظار اوهيله کوو چې په هغو تګلارو او پاليسيوکار وکړي چې هغه ولس اودولت ته د منلووي، ادارې ورسره د پرمختګ په لورګامونه واخلي، اقتصادي، فرهنګي اوسياسي ستونزې ورسره تريوه بريده هوارې شي، ملت ورسره له درانه خوبه نور راويښ شي.