پوهنې وزارت څه باندې ۱۲ میلیونه جلده کتابونه چاپوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68619
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-01-08


د افغانستان د پوهنې وزارت نن له یوې داخلي چاپي کمپنۍ سره د لومړنیو ټولګیو د ۱۲،۲ میلیونه جلده کتابونو د چاپ او وېش تړون لاسلیک کړ. ددې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي وايي، چې یاد کتابونه به په څلورو میاشتو کې چاپ او ښوونځیو ته ووېشل شي.
نوموړی وايي، چې دغه کتابونه له ۱-۶ ټولګي پورې دي او د 382،183،772.60  افغانیو په ارزښت چاپېږي. د هغه په وینا، پروژه د پرانیستې سیالۍ له لارې نهايي شوې او په پام کې ده د بهیر طباعتي شرکت له لوري عملي شي.
کتابونه به له چاپېدو سره سم ټولو ولایتونو ته د چاپوونکي شرکت لخوا ووېشل شي. پوهنې وزارت ښوونځیو ته د کتابونو د پر وخت رسېدو په موخه د چاپ ترڅنګ د انتقال مسئولیت هم مطبعې ته سپارلی دی.