په کندهار کي د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا ملي پروګرام پیلېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68621
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-01-10

د پنجشنبې په ورځ د کليو بيارغوني او پراختيا رياست رئیس محمد نسیم ایوبي په ولايت مقام کي له سرپرست والي عبدالحنان منيب سره وکتل او له هغه سره يې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د پیلېدونکي ملي پروګرام اړوند معلومات شريک او ترڅنګ يې د دغه پروګرام دجنوبي زون مشر ډاکټر يعقوب سلېمان هم هغه ته ور وپېژندی.
په دغه ليدنه کي ايوبي وويل : نوموړی پروګرام د دغه رياست تر چتر لاندي د جنوبی زون په کچه د ښارونو ترڅنګ په ولسواليو کي هم فعاليت کوي چي په لومړي فيسټ کي يې د پنځو کالو لپاره د کندهار ښار ترڅنګ په ډنډ او دامان ولسواليو کي هم د کليوالو مېرمنو لپاره د کوچنيو کاروبارونو زمينه برابرېږي.
د هغه په خبره : د دغه پروګرام لپاره د کليو پراختيا او بيا رغوني د وزارت په هڅو او ماليې وزارت په منظورۍ ( ۳۲۹ ) ميليونه افغانۍ بوديجه ځانګړي سوې ده.
په دغه مجلس کي سرپرست والي عبدالحنان منيب دا ډول ملي پروګرامونه د مېرمنو لپاره ګټور وبلل او زياته يې کړه چي د دغه پروګرامونو په واسطه به مېرمني خپلي اقتصادي چاري په ښه ډول سمبال کړي