د سولې خبرې، که کودتا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68628
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2019-02-08

د سولې خبرې، که کودتا
 ماسکو د فبرورۍ په ۵ مه او ۶ مه طالبان او یو شمېر هغه افغانان میلمانه کړی چې ځانونه د افغان مرکزي حکومت مخالفین او ناراضیان بولي. طالبان ماسکو ته د خپل دې کودتا يی شعار سره ورځي«که واک ته ورسیږي د افغانستان ۱۷ کلنه اردو،، ملي پولیس او ملي امنیت به منحل کړي»، داسې خبرې هغه څوک کوي چې په ولسي او قانوني لارو د واک په لیږد باور نه لري او یوازې په زور او سرتمبګۍ ډډه لګوي چې کودتا هم د لیږد همداسې یوه ناوړه وسیله ده.
همداراز د دولت په مخالفینو او ناراضیانو کې هم چې ماسکو ته ور روان دي له نیمايي زیات پخواني کودتاچیان دي. دلته سړی ویلی شي چې د ماسکو په یاده غونډه کې به د سولې د خبرو اترو پرځای؛ افغان حکومت ته د ګواښونو، تاوتریخوالي او کودتا وزمه پریکړو روحیه غښتلي وي، که دې غونډې ته د کودتاچیانو جوړه غونډه ووایو، ډېره به له حقیقته لیري نه وي.
ماسکو د نړۍ په درېیمو هېوادو په تېره بیا افغانستان کې د کودتاګانو اوږده مخینه لري. ماسکو په ټولو هغه کودتاګانو کې چې افغانستان کې په تېرو پنځو لسیزو کې ترسره شوې، په یوه یا بله بڼه لاس لرلی؛ یا يی په ښکاره د هغو لاسنیوی او ملاتړ کړی او یايی په پټه ورته امکانات او اړین وسایل برابر کړی دي!
ماسکو په افغانستان کې د داسې مرکزي حکومت څخه چې خپلواکه تګلار چلوي، اندیښنه لري او هغه نه شي زغملای!
ښاغلی فضل الرحمان فاضل، د اسلامي جمعیت د مړه مشر برهان الدین رباني خوريی او ماسکو ته د رباني په مشرتوب د ۱۳۷۰ کال د لړم د ۲۰ ــ ۲۴ نېټې د مجاهدینو د پلاوي ګډونوال «ماسکو کې مجاهدین او روسانو سره خبرې اترې» تر سرلیک لاندې د خپل رپوټ په ۱۹ او ۲۰ مخ کې لیکي:
«برهان الدین رباني در مورد (برچیدن بساط.. رژيم نجیب) تماس ګرقته، الکساندر روتسکوی معاون رئیس جمهور فدراسیون روسیه رامخاطب ساخته، میګوید شما باید در مورد همکاری کنید). بعد از برهان الدین ربانی (حجتهّ الاسلام سید رحمت الله مرتضوی سخنګوی حزب وحدت اسلامی)، که رییس هیئت مجاهدین مقیم ایران در هیئت مجاهدین نیز بود، ضمن صحبت خویش روتسکوی را مخاطب ساخته، در زمینه چنین میګوید(شما وقتی دل ما را بدست می اورید که رژیم کابل را که ملت ما انرا نمیخواهد، از میان بردارید). به تعقیب او نوبت به مولوی صاحب محمد نبی محمدی امیر حرکت انقلاب اسلامی میرسد، او با تضرع و التماس چنین میګوید(از روسیه در جهت از میان برداشتن رژیم کابل، ارزومندیم و باید ناامید نشویم. باید این طور ګفته نشود که ما در امور کابل مداخله نمیکنیم،... این کار مداخله ګفته نمی شود»
البته دې کې شک نشته چې د ماسکو او نورو هېوادو لکه پاکستان، لاسوهنې او تیري ته، د هېواد په کورنیو چارو کې خپله یو شمېر خرڅ شوی افغانان لارهواروي، خو ماسکو هم د سیمې د یوه ګاونډي پتوګه، ولې زموږ هېواد کې لاسوهنو او کودتاوو ته لاس واچوي؟!
ماسکو لومړی په حکومتي کچه اعلان کړه چې د فبرورۍ په ۵ ــ ۶ به د افغانستان له مرکزي حکومته یو شمېرناراضه افغانان او طالبان د سولې خبرو لپاره ماسکو ته بلي، خو وروسته يي د سیاستوالو او رسنوالو د کلکو نیوکو له مخې، دغونډې رسمي نوم لیری کړ او هغې ته يي بین الافغاني رنګ ورکړ او څرګنده ده چې دا غونډه به د پټو دروازو ترشا ترسره کیږي او هلته به روسان هم لکه «پیشو د خدای لپاره موږک ونه نیسي!»
ډيری رسنۍ او سیاستوال په دې اند دي چې د ماسکو جوړېدونکې غونډه د کومې «افغان ټولنې» له واک او وسې پورته خبره ده چې ماسکو يي په اړه خبرې کوي. په دې هم ټول پوهیږي چې کابل کې د روسيي سفارت او د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړی استازی ځمیرکابلوف د دې غونډې په تیارولو کې ډېرې خولې توی کړې دي.
د طالبانو پلاوی چې اټکل کیږي مشري به يي شیرمحمد عباس ستانکزی کوي، دې غونډه کې به مخالفینو او ناراضیانو ته د طالبانو هغه دریځ بیا تکرار کړي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې يي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايی پلاوي سره تر خبرو وروسته څرګند کړی، او ویلي ول« که طالبان واک تر لاسه کړي د افغانستان ۱۷ کلنه اردو،، ملي پولیس او ملي امنیت به منحل کړي»
داسې ښکاري چې ماسکو دا غونډه د طالبانو د یاد زبرځواک ښودلو لپاره جوړه کړې او د افغان دولت مخالف او ناراضي افغانان يي د دې ځواک د نندارې لپاره هلته بللي دي. ماسکو غواړي په دې توګه افغان دولت وډاروي چې د طالبانو کودتايی وزموغوښتنو ته غاړه کیږدي.
دا چې طالبان وايی« د افغانستان ۱۷ کلنه اردو،، ملي پولیس او ملي امنیت به منحل کړي»، په صفا ټکو کې د کودتا خبرې کوي، د دغې پریکړې په هیڅ برخه کې د سولې خبره نشته.
د طالبانو موخه یوازې ولسمشر غني له واکه لیری کول نه دی، بلکې دوی غواړي هغه نظام چې د دوی له نسکورېدو ۱۸ کاله وروسته، د افغانانو په زیار او کړاوو جوړ شوی ړنګ کړي. په نظام کې د افغان هېواد ټوله هستي او شتمني راځي. حکومت به ړنګیږي؛ دولت به نړیږی؛ مدنې ټولنې، سیاسي او ټولنیزې ډلې به له منځته ځي؛ ښځې او نجونې به په کورونو کې مهرلاک کیږي؛ ښوونځي او پوهنتونونه به تړل کیږي؛ تلویزیون او رادیو به اعدامیږي؛ د تلیفون او بریښنا مزي به پرې کیږي او د لاهور منډه يی کې به خرڅیږي؛ د ژوند او تمدن ټول اثار به میراتیږي او طالب جان به په کنډوالو او هدیرو واک چلوي!
د مخالفینو او ناراضیانو په ډله کې د شمالټلوالې پر لنډه غرو سربېره، د اسلامي ګوند استازی او بلخوا پخوانی کودتاچي شهنواز تڼي هم ګډون لري. د اسلامي ګوند مشر حکمتیار یوازې څو ورځې مخکې ویلي ول چې د پاکستان پرځای ارګ او کابل د جنګ لامل دی او بل پلو په جګړو کې پاکستان ته ډېر تاوان وراوښتي. حکمتیار دا خبرې په داسې مهال کوي چې طالبان وايی«که واک ته ورسیږی د افغانستان ۱۷ کلنه اردو،، ملي پولیس او ملي امنیت به منحل کړي.
حکمتیار هیروي چې په ۱۹۹۲ کال يي د ننګرهار د قول اردو او د پاتې افغانستان ټانکونه، الوتکې او پوځي وسایل د نورو مجاهدینو پشان پاکستان ته وچلول او هلته يي د عادي اوسپنې په بیه خرڅ کړل. مجاهدینو په همدې کال کې د افغانستان اردو چې د امیر عبدالرحمان له وخت څخه پرې کار شوی وو، ړنګه کړه او کورنیو جګړو ته يي لار هواره کړه.
په همدې دلیل نن په ارګ کې د وژل شویو کورنیو سره د لېدنې په مهال ولسمشر غني وویل« هېڅ افغان دا نه مني چې د افغان ځواکونو امکانات، چې د وینې په بیه جوړ شوي، نورو هېوادونو ته د داغمجاتو په حیث ولېږل شي. دا راز هغه زیاته کړه سیاسي سوله په تدبیر، عقل او منطق کېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې هېڅ کله به هم داسې سوله ونه مني چې پکې د افغانستان ملي ځواکونو ته صدمه ورسېږي.BBC»
د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۴ مه