مالیې وزارت په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه د مالیاتو اوونۍ ونمانځله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68629
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-02-09

مالیې وزارت په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه د مالیاتو اوونۍ ونمانځله

مالیې وزارت نن د سلواغې میاشتې په ۲۰ مه نېټه په هیواد کې مالیه ورکوونکو ته د پوهاوي او مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیاتو اوونۍ په انټرکانټینینټال هوټل کې ونمانځله.

په دې مراسمو کې د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، د عوایدو لویې رئیسې اغلې امنې احمدي، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، مستوفیانو او عوایدي امرینو، د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، د خصوصي سکټور استازو، د ټولنو مسؤلینو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، له ګډون کوونکو څخه د مننې ترڅنګ په پرانیستې وینا کې وویل: " د مالیاتو یوه اوونۍ کمپاین چې موږ یې نن ورځ د پیل شاهدان یو، د عامه پوهاوي، د مالیاتي چارو اصلاح، د ملي عوایدو ښه انسجام او په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه تر سره شو. موږ هیله لرو، چې د مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال عوایدي پلان او موخو د تحقق، مالیه ورکوونکو ته په وخت د مسلکي خدمتونو وړاندې کولو، د ملي عوایدو ښه او په موقع راټولېدو، د باقیاتو ورکړې او نورو اړوندو مسائلو لپاره  دغه مالیاتي کمپاین مرسته وکړي."

نوموړي زیاته کړه،" د افغانستان له ټولو وګړو څخه هیله کوم، چې خپلې مالیې د هیواد نافذه قوانینو سره سم په خپل وخت ورکړي او د هیواد ځان بسیاینې په لور خپله فعاله ونډه واخلي. د دې په بدل کې زموږ دنده ده چې مالیې یې په رڼه توګه را ټولې کړو او د دولت خزانې ته یې تسلیم کړو، د روڼتیا، موثریت او مثمریت او لومړیتوب لرلو اصل په نظر کې نیولو سره د حساب ورکړې په شکل ولګوو. "