امریکایې پوځیان ولي له افغانستان څخه وځي؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68635
ملا عبدالسلام "ضعیف"
دخبریدو نیټه : 2019-02-05

 

 

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

امريکا ولي له افغانستان څخه وځي؛ د یوه امریکایې له خولې د امريکا د ولس د لوی اکثريت نظر:

اول : د افغانستان – امریکا جګړه، د امريکا په تاريخ کې بې ګټي، اوږده او نه ګټونکي جګړه ده، چې تقريباً اوس نو ټول امريکايې وګړي له همدې اوږده جنګ څخه ناخوښ دي.

دوېم: موږ په افغانستان کې پر نظام جوړوني بې حده ډيره سرمايه ګذاري وکړه، آن تر دي چې د بې کچي نظام او سياسي فشار تر څنګ مو د اسلامي هیوادونو په مرسته مذهبي فشار ته هم زور ورکړ، ولي په افغانستان کې حکومت نه جنګ وګټی، نه يې سوله راوستله، نه يې فساد او مخدره مواد ختم کړ ل، او نه يې د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی دی، بلکې ورځ تر بلي حالات او پورته یاد مسایل نور هم د خرابي لور ته روان دي چې دا نو د امريکايانو د بې باورۍ او مايوسۍ سبب ګرځيدلي دي.

درېم : تر ټولو مهمه دا چې کله امريکاپه ۲۰۰۱ ز. کال  کې پر افغانستان يرغل کاوه، هغه وخت د امريکا اقتصادي قوت د افغانستان چاپيره څلورو  هيوادونو ( چين، روس، پاکستان او ايران) په پرتله څلور برابره (۸۰ سلنه) لوړ وه، په ۲۰۱۸ ز. کال  کې د امریکا اقتصادي وده د یادو هیوادو اړوند تر دوه برابره  هم کمې کجې (۲۰سلنې) ته راټيټه سوې ده، اقتصادي پوهان فکر کوي که حالات همداسي روان وي، د ۲۰۱۹ ز. کال تر پايه به دغه سلنه مساوي سي، او  له هغه وروسته به په اقتصادي لسټ کې لاندي ځای ته لویږي،کوم چې امريکايان يې د تحمل حوصله نه لري، د همدې مخ پر ځوړ اقتصادي کمزورتیا علت جنګ او  بې ځايه لګښتونه ښودل سوې.

زما  نظر:

په امريکا باندي نور حساب او باور کول ځان تير ايستل (تیروتنه) او وخت ضایع کول دي، هغوی نه په زور او نه هم په زاريو دغه حالت ته دوام ورکولای سي، هغوی ته خپلي ګټې ښې معلومي او مهمي دي، د چا مشوره هم نه غواړي، ښه به دا وي چې افغانان ټوله د تعقل، حوصلې او سړو مغزو څخه کار واخلي، د موجوده فرصت څخه د سولې او هيواد په ګټه اعظمي استفاده وکړي.

 دا هيواد په ځانځاني، درواغو، تهمتونو، پيغورونو او باټو (پټکو کولو) نه جوړيږي.